د ماشومانو د تربیي په اړه ځیني غوره نصیحتونه
دماشومانو د تربیي په اړه ځیني غوره نصیحتونه:
1- خپل ماشوم ته مه وایه: لمونځ وکړه، که نه نو دوزخ ته به لاړشې!
بلکې ورته ووایه: له ما سره لمونځ وکړه چې دواړه جنت ته لاړ شو.
2- خپل ماشوم ته مه وایه: چې په دیوال رسم مه کوه!
بلکې ورته ووایه: په ورقه رسم وکړه چې بیايې پر دیوال را وځړوم.
3- خپل ماشوم ته مه وایه: خونه دې پاکه او سمه کړه چې ډیران دې ترې جوړ کړی دی!
بلکې ورته ووایه: زه درسره دخونې په ترتیب او پاکوالي کې مرسته وکړم، ځکه چې ته نظافت ډیر خوښوې.
4- خپل ماشوم ته مه وایه: پاڅه سبق ووایه او لوبې پریږده، ځکه چې درس ډیر مهم دی!
بلکې ورته ووایه: که دې درسونه خپل وختې خلاص کړل، نو زه هم تاسره بیا لوبې کوم.
5- خپل ماشوم ته مه وایه: پاڅه غاښونه دې پرې وینځه، چې ترڅو زه درته ونه وایم ته غاښونه نه وینځې!
بلکې ورته ووایه: زه په دې خوشحاله یم چې ته پرته له دې چې ره درته ووایم، خپل غاښونه برس کوې.
6- خپل ماشوم ته مه وایه: چې پر چپ اړخ مه ویده کیږه!
بلکې ورته ووایه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چې پر ښي اړخ ویده شئ.
*نو خپل اولاد ته ډیر نصیحتونه مه کوه، بلکې هڅه وکړه چې په عملي ډول یې دخپلو ښو اعمالو په واسطه اصلاح کړې.*
#هو! هره خبره او کړنه چې ته یې تر سره کوي، ستا په ماشوم ډیر غټ تاثیر لري، او پوهه شه چې ستا ماشوم ستا دکړنو انځور دی.#
ژباړه: محمد شعيب قريشي
0 Response to "د ماشومانو د تربیي په اړه ځیني غوره نصیحتونه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com