سالم فکر اوکړئ

شرعي الفاظ بدلول؛ د دښمن لومه، ليکوال: محمد سليم مدني (حفظه الله و رعاه)

شرعي الفاظ بدلول؛ د دښمن لومه، ليکوال: محمد سليم مدني (حفظه الله و رعاه)

شرعي الفاظ بدلول؛ د دښمن لومه، ليکوال: محمد سليم مدني (حفظه الله و رعاه).


د انسان د پیدایښت سره سم د حق او باطل جګړه شروع شوې ده، نن هم روانه ده او ترقیامته به جاري وي، دا نو طبعي خبره شوه او هېڅ توقف پکې ندی راغلی او نه راځي.

ددې جګړې مختلف ابعاد دي چې تر ټولو خطرناکه یې بیا فکري جګړه ده چې د فزیکي جګړې په نسبت یې خطر زیات دی .

د څو لاملونو له امله:

۱ـ په عسکري جګړه کې مقابل لوری سمدستي بالمثل غبرګون ښیي خو په فکري جګړه کې مقابل لوری تر ډېره پوه هم نه وي چې له ما سره جګړه روانه ده.

۲ـ د فزیکي جګړې وسایل ښکاره او وژونکي دي خو د فکري جګړې وسایل بیا ظاهرا ښه شیان دي لکه: کتاب، قلم، مجله، انټرنیټ، راډیو او داسې نور دي.

۳ـ د نظامي او فزیکي جګړې زیان او ټپ ژر رغیږي خو د فکري جګړې ټپ بیا ژر نه رغیږي او آن کله یې نسلونه نسلونه هم قرباني کیږي.

۴ـ فزیکي او نظامي جګړه ابادي لکه: کور، جومات، لاره او کارخانه نړوي خو فکري جګړه یې بیا عقلونه او فکرونه له مینځه وړي چې د یو قوم دین، معتقداتو او ارزښتونو ته پکې زیان رسیږي.

زمونږ د بحث موضوع

فکري جګړه د دښمن لخوا په مختلفو بڼو پرمخ وړل کيږي خو دلته زمونږ د بحث موضوع یې د اصطلاحاتو، ټرمنالوژۍاو شعارونو جګړه ده چې دښمن غواړي خپل اصطلاحات د اسلحې په بڼه استعمال کړي او په امت کې یې خپاره کړي او ددې په اساس وکولای شي د یو شرعي لفظ مانا ورکه کړي او پرځای یې داسې لفظ راوړي چې هم د حقې او هم د باطلې مانا درلودونکی وي تر څو د شرعي لفظ حرمت د خلکو له زړونو ووځي.

اساسا دا جګړه په دوه خبرو ډېر فوکس او ترکیز کوي:

۱ـ شرعې الفاظ په تمامه مانا له مینځه وړل.

۲ـ شرعي الفاظ په داسې الفاظو بدلول چې د حق او باطل دواړو ماناګانو درلودونکی وي.

د حق او باطل د ګډوډولو نه الله جل جلاله منع کړې:

وَلَا تَلۡبِسُواْ ٱلۡحَقَّ بِٱلۡبَٰطِلِ وَتَكۡتُمُواْ ٱلۡحَقَّ وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ. ٤٢ البقرة 

تفسیر: او باطل ته د حق جامه مه وراغوندئ! او پوهېدو سره د حق پټولو هڅه مه کوئ!.

ددې جګړې تاریخ

دا جګړه نوې او اوسنۍ جګړه نه ده بلکې له پخوا څخه پیل شوې ده.

لومړی هغه څوک چې دا جګړه یې پیل کړې او په الهي لفظ کې یې تغییر راواست؛ يهود و، کیسه یې په قرآن کې مشهوره ده، دوي اول قوم وو چې په شرعي الفاظو یې لوبې وکړې او ټاکلی لفظ یې تغیر کړ، نو د همدې له امله د اللهﷻ د غوسې موجب وګرځېدل.

الله ورته داسې وویل:

وَقُولُواْ حِطَّةٞ نَّغۡفِرۡ لَكُمۡ خَطَٰيَٰكُمۡۚ ... ٥٨ البقرة

تفسیر: ووایئ:ای ربه! زمونږ ګناهونه راوبښه، مونږ به ستاسې خطاګانې در وبښو.

دلته ورته الله وویل چې حطة لفظ ووایئ چې مانا يې ده: یا الله زمونږ ګناهونه وبخښه! خو لږ وروسته الله وایي چې دوي دا لفظ بدل کړ نو ځکه مونږ عذاب ورکړ.

فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا قَوْلًا غَيْرَ الَّذِى قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ. 

البقرة ۵۹

تفسير: خو كومه خبره چې ويل شوې وه، ظالمانو هغه بدله کړه، نور څه یې وکړل؛ په پاى کښي موږ پر ظلم كوونكو له اسمانه عذاب نازل کړ، ځکه چې هغوي سرغړونکي ول.

عبد الله بن عباس رضی الله عنه وایی: دوي به حطة پرځای حنطة ویل چې مانا یې ده( مونږ ته غنم).

یهود له پخوا راهیسې په الهي الفاظو تلاعب او لوبې کوي چې نن له بده مرغه ځينې مسلمانان هم د هغوي په قدم قدم ږدي.

قران او حدیث څه وایي؟

وړاندې مو یادونه چې دوي د خالص لفظ پرځای محتمل لفظ چې هم د حق او هم د باطل مانا پکې وي کاروي، تر څو دوي ترې د ځان په ګټه باطله مانا واخلي، همدې مسئلې ته قرآن کريم هم اشاره کړې او مومنان يې ترې منع کړي:

د سورة البقرې په ۱۰۴ ایت کې اللهﷻ مومنان د راعنا د لفظ نه منع کوي، لامل یې مفسرین دا په ګوته کوي چې یهودو به هر وخت رسول الله ﷺ پورې خندا کوله؛ کله به يې په یو او کله به يې په بل نوم راباله، صحابه و به چې رسول الله ﷺ ته غږ کاوه نو د راعنا(مونږ ته غوږ کېږده) لفظ به یې کاراوه، کله چې یهودو دا لفظ د مسلمانانو له خولې واورېده نو خوشاله شول او هغوي هم په دې لفظ ټینګار پیل کړ ځکه د یهودو هدف بل و؛ هغوي به ترې د شپانه مانا اخیسته او په پټه توګه یې ښکنځه، نو دا چې دا لفظ محتمل و نو اللهﷻ ترې مومنان منع کړل.

 دا اګر چې یو جایز لفظ و خو چې د یو حرام کار لپاره وسیله وه نو منع ترې وشوه تر څو د فساد دروازه بنده شي، او د راعنا پرځای یې د (أنظرنا) لفظ بدیل ورته وړاندې کړ چې هم یې مانا ښکاره ده او هم پکې ادب نغښتی دی.

همدارنګه په سورة النساء ۴۶ ایت کې هم ورته خبره اللهﷻ په صراحت سره ذکر کوي چې ځینې په یهودو کې داسې دي چې په الهي الفاظو کې تحریف کوي او په خپل ځای یې نه استعمالوي، اللهﷻ یې د نمونې په توګه څو بد الفاظ ذکر کوي:

 مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ ٱلۡكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَيَقُولُونَ سَمِعۡنَا وَعَصَيۡنَا وَٱسۡمَعۡ غَيۡرَ مُسۡمَعٖ وَرَٰعِنَا لَيَّۢا بِأَلۡسِنَتِهِمۡ وَطَعۡنٗا فِي ٱلدِّينِۚ وَلَوۡ أَنَّهُمۡ قَالُواْ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَا وَٱسۡمَعۡ وَٱنظُرۡنَا لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۡ وَأَقۡوَمَ وَلَٰكِن لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفۡرِهِمۡ فَلَا يُؤۡمِنُونَ إِلَّا قَلِيلٗا ٤٦ النساء.

تفسير: 

د یهودانو ځیني كسان داسې دي چې الفاظو ته له خپلو ځايونو څخه تغيير وركوي- او وايي: «موږ واورېدل او مو نه منل، او واوره، په داسي حال کي چي اورول شوی نه یې.» او د حق دين پر خلاف د نېښ وهلو لپاره خپلي ژبي اړوي رااړوي- او وايي: «راعنا = ته زموږ شپون یې». په داسي حال کي چي كه هغوى ويلي واى «موږ واورېدل او و مو منل، او واوره او پر موږ نظر لره.» - نو دا به د هغو لپاره غوره او ډېره سمه لاره وه؛ خو پر هغو باندي د خپلي باطل پرستۍ له امله لعنتونه ورېدلي دي، له دې كبله هغوى ډېر لږ (خلک) ايمان راوړي.

په احادیثو کې هم د شرعي الفاظو ذکر دی چې باید ساتنه یې وشي او په بل نوم تغییر نه شي.

ابوداود، نسایي، ابن ماجه او نورو ګڼو کتابونو دا حدیث نقل کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چې ځینې خلک به زما د امت نه داسې وي چې شراب به څښي خو نوم به د بل شي ورکوي.

 « لَيَشْرَبَنَّ نَاسٌ مِنْ أُمَّتِى الْخَمْرَ يُسَمُّونَهَا بِغَيْرِ اسْمِهَا يُعْزَفُ عَلَى رُءُوسِهِمْ بِالْمَعَازِفِ وَالْمُغَنِّيَاتِ يَخْسِفُ اللَّهُ بِهِمُ الأَرْضَ وَيَجْعَلُ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ ».( ابوداود. ۳۶۸۸* نسایي ۵۶۵۸* ابن ماجه ۳۳۸۴)

ژباړه: خامخا به زما زما د امت نه داسې خلک وي چې شراب به څښي خو په بل نوم به يې نوموي، سندرې به ورته ويل کيږي، الله به يې په ځمکه کې ننباسي او بيزوګان او خنزيران به ترې جوړ کړي.

دا حديث صحيح دی. 

دې حديث نن عصر کې ښه صدق کړی ځکه نن سبا شرابو ته د الشراب الروحي (روحي څښاک)نوم ورکول کيږي، دا ډیره بې انصافه خبره ده ځکه روح الله ته په نږدې کېدلو خوشاليږي او د ډاډ احساس کوي او شراب یې د اللّٰهﷻ نه لرې کوي او په داخل کې اضطراب پيدا کوي.

دلته د دومره سخت وعید وجه داده چې کله یې نوم بدل کړي نو بیا پرې د حلال ګمان کوي او حرام ورته نه ښکاري(اګر که د نوم په بدلولو حرام شی نه حلالیږي) او حرامو ته د حلالو په سترګه لیدل د اللّٰهﷻ د غضب لامل ګرځي.

د شرعي لفظ خیال ساتل ولې مهم دي؟

ددې الفاظو په خپل ځای استعمالول او ساتنه ډېره اړینه ده ځکه شریعت چې کوم لفظ د یوې مانا لپاره وضع کړی دی، دې کې یې خپل مصلحت او مقصد وي؛ ځینې الفاظ داسې هم دي چې په بدلولو سره یې ورسره تړلي فقهي احکام هم بدلیږي.

د بېلګې په ډول سرقة( غلا ) په شریعت کې ځانګړی تعریف لري چې علما‌‎ء یې داسې تعریفوي: أخذ مال الغیر خفیة محرزا .

دلته د سارق سره په څنګ کې یو بل شخص هم دی چې نباش( کفن غلا کوونکي) ورته ویل کیږي.

ظاهرا مونږ ته دواړه غله ښکاري او فکر به کوو چې په کفن غلاکوونکي باندې هم باید حد جاري شي او دا له عام غل څخه لوی مجرم ښکاري ځکه مړی رالوڅول یو جرم او کفن ترې تښتول بل جرم دی خو که شریعت ته نظر واچوو نو په ده باندې د غل حکم نه تطبقیږي ځکه د اصولي قاعدې پر بنسټ چې نباش کې تر سارق خفاء زیاته ده نو د سارق حکم ورته نه ورکول کیږي او دده به لاس نه قطع کیږي، نو لهذا کوم لفظ چې د چا لپاره وضع شوی بايد هماغه ورته استعمال شي‌.

اوس که دې سره سره بيا هم څوک دا الفاظ بدلوي او پرځای يې له ځانه جوړ شوي الفاظ وړاندې کوي نو مانا یې داده چې په شرعي الفاظو یې قناعت ندی حاصل شوی نو په تغييرولو سره به يې څومره احکام تغییر مومي!!.

امام مسلم -رحمه الله- په خپل صحیح کې یو حدیث راوړی چې له هغې هم ددې الفاظو په ساتنه ټینګار مالومیږي.

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وایی:

لَا تَغْلِبَنَّكُمْ الْأَعْرَابُ عَلَى اسْمِ صَلَاتِكُمْ الْعِشَاءِ فَإِنَّهَا فِي كِتَابِ اللَّهِ الْعِشَاءُ. مسلم ۶۴۴.

ژباړه: کوچیان دې په تاسې د ماسخوتن نوم بدلولو برلاسي نشي ځکه په قران کریم کې ورته عشاء ویل شوی.

په همدې مانا یو روایت په بخاري شریف کې هم شته خو هلته د المغرب یادونه شوې ده.

علامه ابن حجر -رحمه الله- ددې حدیث په شرح کې وایي:

کوچیانو به په خپله ژبه کې ماسخوتن ته عتمه ویلې( او قرآن کريم کې ورته عشاء ويل شوی)،اګر چې دا لفظ هم جایز دی ځکه ځینو احادیثو کې هم راغلی خو کله چې ددې لفظ استعمال زیات شو نو منع یې کړل، دې لپاره چې جاهلي سنت په اسلامي سنت غالب نه شي. فتح الباري.

د نن دور څو بېلګې

اوسنی عصر له فتنو ډک عصر دی، نن هر شی سرچپه شوی، ارزښتونه تر پخو لاندې کیږي، کفري کلمات نن سبا خلک په ناخبرۍ سره وایي او ځینې پرې فخر هم کوي او ځان ته د روښان فکر نوم غوره کوي، دلته یو څو د مشت نمونه یی خروار په ډول ذکر کوو:

۱ـ فکري ازادي: نن سبا شته ځینې داسې خلک چې په اسلام، په اسلامي عقیدې او په قرآني احکاماتو نیوکه کوي او نوم ورته د فکري ازادۍ ورکوي، دا ځوانان اکثرا داسې دي چې اصلا د اسلام په اړه مطالعه نلري یا یې لري خو سطحي مطالعه لري او بیا په بورسونو خارجي هیوادونو ته تللي وي او د هغوي د سیکولر ټولنې نه په تاثر داسې انګيري چې مونږ نه اسلام د ازاد فکر کولو حق سلب کړی او باید هر څه ووایم، دغه ډول کار عمل د کفر دی باید نوم یې په فکري ازادۍ بدل نه شي.


۲ـ معتدل اسلام: ځینې داسې انګیري اسلام باید د اوسنۍ غربي ټولنې مطابق تفسیر کړو او هاغسې یې پلی کړو چې ټکر ورسره ونه لري، دلته اسلام د خپلې خوښې تابع کوي څه حصه یې باید تطبیق شي او څه باید لغوه شي، که چېرې دا په عملي توګه داسې کوي نو کفر نه دی خو ګناه ده او که چېرې د قانون په توګه یې پاس کړي نو بیا دا قانون کفري قانون دی، الله ـ جل جلاله ـ داسې ایمان درلودل کفر ګڼلی:

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 85]

أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ ٱلْكِتَٰبِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍۢ ۚ فَمَا جَزَآءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْىٌۭ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰٓ أَشَدِّ ٱلْعَذَابِ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ.

تفسير :

نو ايا تاسي د كتاب په يوه برخه ايمان راوړئ او په بله برخه یې كافران كیږئ؟ - نو ستاسي څخه چي كوم خلك داسي وکړي، د هغو سزا به له دې پرته نوره څه وي چي د دنيا په ژوند کښي ذليل او خوار اوسیږي او په اخرت کښي به د ډېر سخت عذاب په لوري ور وګرځول شي؟ - الله ستاسي ددې کړنو څخه بې خبره نه دى.

۳ـ تروریزم او فساد: له خپل حق، دین، عقیدې او له خپلې خاورې دفاع ته د جهاد پرځای تروریزم،فساد او اورپکي ویل د دښمن لومه ده چې مونږ یې پکې ښکېل کړي یو.

دا کلمات مونږ مسلمانان هم ډېر کرته وایو له بده مرغه، دلته فکر پکار دی چې یو حکم د عامل دی بل حکم د عمل دی، عامل ممکن فاسد شي خو جهاد هېڅ کله په دې مانا نشي کېدلی، که جهاد شوی وي باید څرګند د جهاد او مجاهد نوم واخیستل شي، له بده مرغه څه د ځینو پېښو او څه د میډیا د تاثیر له امله چې حقایق یې راته باطل معرفي کړی زمونږ ذهنونو کې د جهاد تصور ناسم ترسیخ شوی.

دا هم منو چې د جهاد او مجاهد له نامه په هیواد کې سوء استفاده وشوه د هغوي دفاع مې هدف نه ده بلکې هدف دا و چې خالص جهاد او مجاهد ته دروند خطاب وشي.

۴ـ انسانیت لوی مذهب دی: ځینې روښان فکره!! چې لږه ازاده مطالعه پیل کړي بیا ورته مذهبي او دیني قیودات درانده تمامیږي او د لوی انساني مذهب ناري پیل کړي چې د ادیانو تعدد باید له مینځه ولاړ شي دغې ته الحاد ويل کيږي.

ځینې اعتراض کوي چې له نورو انسانانو سره ښه سلوک کول او د هغوي درناوی کولو کې څه ستونزه ده؟ ولې مو د هغوي سره نفرت کولو ته هڅوۍ؟

جواب دا چې اسلام هېڅ کله د نفرت امر نه دی کړی بلکې هر څه خپل حد او پوله لري، له خپلو دیني ارزښتونو نه به نه ورتېریږو او ثابت به یې ساتو، او که چېرې داسې د حدودو په چوکاټ کې تعامل نه وي او له هر څه ورتېر شو بیا اسلام په څه مانا شو؟ د مسلمان او کافر توپیر چېرې شو؟

ددې نعرې څخه د کفارو خاص اهداف دي لکه:

۱ـ د ولاء او براء عقیده له مینځه وړل

۲ـ د جهاد فریضه له مینځه وړل 

۳ـ مسلمانان په خپلو عقایدو شکمن کول او شبهات وراچول

۴ـ د نړۍ له نورو مسلمانانو سره همکاري درول. او داسې نور...

نو دا یوه پوچه دعوه ده چې د اسلام بېخ پرې نړول غواړٍي.

په دوي د الله -جل جلاله- دا قول ښه صادقیږي

 وَلَا يَزَالُونَ يُقَٰتِلُونَكُمۡ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمۡ عَن دِينِكُمۡ إِنِ ٱسۡتَطَٰعُواْۚ... ٢١٧ البقرة

 تفسير: هغوي به تاسو سره تل په جنګ اخته وي،آن تردې چې که وس يې ورسيږي له دين څخه به مو واړوي.

دا چې مونږ ددې شعارونو او اصطلاحاتو مخالفت کوو لامل یې دا نه دی چې محض له غرب وارد شوي مصطلحات دي او غرب سره مو دښمني ده بلکې د مخالفت لامل دادی چې زمونږ د دین د اساساتو سره په ټکر کې دي او د باطلې مانا درلودونکي دي.

#شرعي_مصطلحات


شرعي الفاظ بدلول؛ د دښمن لومه، ليکوال: محمد سليم مدني (حفظه الله و رعاه)

محمد سليم مدني 


0 Response to "شرعي الفاظ بدلول؛ د دښمن لومه، ليکوال: محمد سليم مدني (حفظه الله و رعاه)"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article