کرونا وایرس نه د ځان ساتنی طریقی
د کرونا وایرس نه د ځان ساتنی طریقی
کرونا وایرس ناروغی ته دوبا نوم ورکړل شو
داسلامی قواعدو پا ساس هر مسلمان باید کوښښ وکړی چی د وبا د پر مختګ مخنیوی وکړئ
هر هغه ځای کی چی وبا راغلی وی دهغی ځای
نه وتل او یا ورتلل شرعا نا روا دی
اګر چی په افغانستان کی دیری واقعی نه دی ثبت شوی خو دوسایلو نشتوالی د عا مه پو هاوی کموالی او د کمو خلکو تست کول ټول هغه عوامل دی چی کیدای شی اصلی واقعی څو
چنده وی او په سربع ډول دا مرض خپور شی
سره ددی چی د کرونا وایرس اکثره خلکو کی یوا ځی ټو خی او تبه را منځ ته کوی او په خپله ښه کیږی خو کم تعداد خلکو ته خصوصا هغه خلکو ته چی عمرونه یی زیات وی او یا هم نوری نا روغی لکه شکر دزړه تکلیفونه سرطان ولری. دیر مشکل پیدا کوی او حتی د مرګ سبب ګرځی.
نو مناسب ده چی په لاندی ټکو عمل وشی
_که تبه مسلسل ټوخی او دزکام علایم ولری
کوشش وکړی ځان د اوو ورځو لپا ره دنورو
خلکو نه ګوښه کړی . زیاتی اوبه وڅښی او پاراستامول وخوری که کور کی مو سپن ږیری یا سپین سری وی او یا هم کوم دبلی نا روغی مریض وی ددوه مترو په اندازه فاصله کی تری لری او سیږی
_که مریضی مو زیاتیږی او یا دومداره شی داکتر
ته مراجعه وکړی. _
که چیری نوری مریضی ونلری. ځوانان وی او
نازوغی مو شدیده نه وی یعنی سا بندی ونلری تبه مو دیره شدیده نه وی خوراک څښاک کولای شی داکتر او شفاخانی ته مراجعه مه کوی او یوا ځی په پورته ټکو عمل وکړی_
لاسونه مو په اوبو او صابون مینځی
_که امکان ولری د عمومی ترانسپورت نه کمه استفاده وکړی
که شفا خانه کی مریض ولری نو پایوا ځان کم کړی
_کوښښ وکړی د ټوخی او پرنجی په وخت کی مو
خوله پټه وساتی او
که. امکان لری د قاغذی دستمال نه استفاده وکړی او وروروسته مولاسونه پریمځی
_کوشش وکړی مخ ته مو ډیر لاس مه وړی
_ کرونا ما شومانو ته دیر ضرر نه لری خو ماشومان د مرض په انتقال کی کومک کوی نو لاسونه یی ورته دورځی څو ځله په اوبو او صا
بون پریمینځي او مه یی ښکل کوی
_اګر چی مونږپه یوه دودیزه جا معه کی او سیږو خو که امکان لری په لاس او غیږه روغ بړ مه کوی او یواځي په سلام اچولو
کفایت وکړی خصوصا که دسپین ږبرو سره مخ
کیږی
_ په لویو اجتماع ګانو کی که امکان لری ګډون
مه کوی او کو ښښ وکړی چی په ګڼه ګوڼه کی بند را نشی. . که دیر ضرور نه وی سفرونه مو وځنډوی
_په غم او ښادی کی میلمانه داسی تنظیم کړی چی د خلکو ګڼه ګڼه ګوڼه ګمه وی او دمیلمنو تر منځ مناسبه فاصله وی
_په یاد ولری وقایه تر تداوی بهتره ده
0 Response to "کرونا وایرس نه د ځان ساتنی طریقی"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com