سالم فکر اوکړئ

شاګرد ته د استاد نصیحت

شاګرد ته د استاد نصیحت

شاګرد ته د استاد نصیحت

کله چي امام مالك رحمه الله لومړی ځل له خپل شاګرد امام شافعي رحمه الله سره ولیدل، نو ورته ویې ویل:

"یقیناً ما په تا کي د هغه نور (نښي او اثار) ولیدل، کوم چي الله ستا پر زړه باندي خور کړی دی، نو دا نور د ګناه په تاریکۍ سره مه وژنه".

امام مالك رحمه الله دا خبره د الله تعالی د دغه قول په اساس کړې ده، چي الله تعالى فرمايلي دي:  

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِن تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ. 

[سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 29]

ژباړه: اې مؤمنانو! كه تاسي له خدايه ووېرېږئ، نو الله به تاسي ته محك (فُرقان) درپه برخه کړي (چي د حق او باطل تر منځ توپیر وکړئ.) او ستاسي بدۍ به درڅخه ايسته کړي، او ستاسي کناه به در وبښي. الله لوى فضل كوونكى دى.

ابن القيم رحمه الله فرمایي:

"په پورته ایات کي چي د (فرقان) لفظ راغلی دی، د دې معنی دا ده چي فرقان یو نور دی چي بنده په هغه سره د حق او باطل ترمنځ توپیر کولای شي.

نو څومره چي د بنده زړه الله ته نږدې وي په هم هغه اندازه یې فرقان بشپړ وي".

وبالله التوفيق

[ إعلام الموقعين - (258/4)].



0 Response to "شاګرد ته د استاد نصیحت"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article