غرب او مساوات
Monday, June 28, 2021
Comment
غرب او مساوات
د الحاد يو شاخ چې لبرلزم ورته وايې د مساواتو په نامه يو اصل لري ، يعنې د لبرلزم يوه قاعده دا ده چې بايد په ټولنه کې د انسانانو ترمنځ مساوات موجود وي .
د لبرلزم دا ادعا کاملاً ناسمه او عيني حقيقت خلاف ده ، موږ د پخوا پرتله وس ډېر ګورو چې د انسانانو ترمنځ مساوات ختم شوي ، يو څو مثالونه يې ذکر کوم :
۱: په نړۍ کې د اقتصاد لامله د انسانانو ترمنځ مساوات ختم شوي ، په سياسي چارو کې اکثره وخت هغه خلک تر چوکيو او واک ته رسېږي چې اقتصاد يې پياوړی وي ، همدا لامل وو چې کميونزم د لبرل ډيموکراسۍ خلاف دی ځکه چې په دې کې يوازې سرمايه داره طبقه تر چوکيو رسېږي ، کميونزم مجبور شو چې د پرولتاريه دکتاتوري ( proletaric dictatorship ) يعنې د مزدور ديکتاتورۍ تصور رامنځته کړي .
همدا راز اوچت اوچت برانډونه يوازې د مالدارو لپاره وي ، د نړۍ په کچه زياتره تعليمي ادارو کې غريب سړي درس نشي ويلی ، اګر هر څومره استعداد ولري او د مالدار سړي زوی د تمبلي باوجود هم درس ويلې شي .
۲: په انسانانو کې د حسن او زينت ترعنوان لاندې مساوات ختم شوي ، په نړۍ کې د (حسن ملکه ) يا په دنيا کې د حسن لپاره ډېر ارزښت دی ، کوم خلک چې حسن کې کمزوري وي د احساس کمتري ښکار دي ، ماډلنګ او فيشن انډسټري د دې غټ مثال دی ، خلک ورځ تر بله کوښښ کوي چې ځان يو خاص معيار ته ورسوي ، د دې لپاره مختلف عملياتونه هم کوي لکه د شونډو ، پوځې او د ډالې سرجري ، بلکه د (نايټ فام ) په نوم يوه رسنۍ وايې چې هغه سندر غاړې چې حسن لري ژر کار موندلی شي د هغه سندرغاړو په نسبت چې حسن نه لري ، نو په دې ترتيب سره د انسانانو ترمنځ تفريق رامنځته شوی .
۳: د انسانانو ترمنځ د هيوادونو په کچه تفريق رامنځته شوی ، يو اروپايي انسان په ټوله نړۍکې ګرځېدلی شي البته يو افغان يا افريقايي نشي کولای چې په عامه توګه ويزه ترلاسه کړي ، بلکه پرمختللې نړۍ first world او روسته پاتې نړۍ third world اصطلاحات هم د غرب نه راغلي ، يو افغان سائنسپوه او پروفيسور د اروپا ګداګر سره نه برابريږي ځکه چې هغه د اروپايې هيواد غړی دی او دا بل د افغانستان ......!
که څوک وايې چې د جرمونه لامله يو هيواد بدنامه کېږي نو دا يو نامعقوله خبره ده، ځکه چې جرم فرد پورې اړه لري ، د يو شخص جرم په بل بې جرمه شخص باندې ولې منحصر يا مؤثر شي ؟
۴: د پوست او رنګ پر بنسټ هم د انسانانو ترمنځ تراوسه پورې تفريق پاتې دی ، ولې په امريکا کې تور پوستي مظاهرې کوې او د خپلو حقونو غوښتنه کوي ؟ لامل يې دا دی چې تراوسه پورې هغوي سره دسې چلند کېږي چې هغوي احساس کمتري کې واقع شي او مظاهرې وکړي ، بلکه د امريکا په تاريخ کې اوباما اولنی جمهور رئیس وو چې تورپوستی وو .
دې نه علاوه د غربي نړۍ د مشهورو څېرو مغروره اقوال او د نورو انسانانو په اړه تأثرات ډېر بوږنونکي دي .
غربي فلسفه کې مساوات يوازې د کاغذاتو تر کچې محدود دي ، د پيړيو تېريدو سربېره بيا هم غرب نه دی توانیدلی چې د خلکو په شعور کار وکړي ځکه چې فلسفيانه تضادات لري ، کيپيټلزم يې ترمنځ مساوات ختموي او لبرلزم يې د مساواتو دعوه کوي .
د دې برعکس اسلام کې د انسانانو ترمنځ هيڅ قسم تفريق نشته ، پاچا او ګدا په يو صف کې ولاړ وي ، د مال پر بنسټ توپير نشته ، عثمان رضي الله عنه د ابوبکر او عمر رضي الله عنهم نه په اقتصادي برخه کې ډېر پياوړی وو البته بيا هم هغوي مخکې حاکمان شول ، بلال رضی الله عنه او نورو صحابوو ترمنځ توپير نه وو ، بلکه په اسلام کې هر انسان ته دا تصور ورکول چې هر انسان په احسن تقويم پيدا دی ، له بل هيواده راغلي انسان ته د ميلمه او قدر په سترګه کتل کېږي ، د هجرت کونکي ګناهونه معاف بلل کېږي ،
اخر کې يو ښکلې خبر کول غواړم ، د يو حديث مفهوم دی چې :
رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مکه فتحه کړه او کعبې ته دننه شو بيا بهر راوت په اوچت اواز يې غږ يې کړ چې بلال ته اواز کړئ ، بلال رضی الله عنه يې راوغوښت بيا يې عام خلک مخاطب کړل او ورته يې وويل چې : يو وخت به قريشو بلال رضي الله عنه همدې کعبې سره نېږدي تعذيب کولو ، سخت تکليفونه به يې ورکول .......!
بيا يې بلال رضی الله عنه ته حکم وکړ چې ای بلاله کعبې ته دننه شه او لمونځ پکې وکړه ، بلال رضی الله عنه کعبې ته دننه شو او رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې لمونځ وکړ ، الله اکبر رسول الله صلی الله عليه وسلم دومره يو عظيم شخص چې د خپل يو ملګري تکليف يې دومره وخت په ذهن کې او بيا يې په دسې خاص وخت د بلال رضی الله عنه اکرام وکړ .....!
الله اکبر
0 Response to "غرب او مساوات"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com