خپل وزیر ورور ته لیک!
خپل وزیر ورور ته لیک!
"بهیج تقي البدین" د لبنان د کرهڼي د وزیر په توګه وګمارل شو. کله چي یې لیکوال او ژورنالیست ورور "سعید تقي الدین" خبر شو نو خپل ورور ته یې دغه پیغام ولیکی:
"زما وروره بهیجه! نېکي هیلي درته وړاندي کوم
خبر شوم چي ته وزیر شوی یې دا لاسته راوړنه زموږ د کورنۍ او سیمي لپاره ویاړ دی.
خو زه دا غواړم چي تاته یو څه در په یاد کړم؛
کله چي موږ ماشومان ؤ نو کوښښ به مو کاوه چي د پلار په ځای کي ویده شو "د هغه پر اروا دي سلام وي"
او ستا یاد دي چي پلار به زموږ لاسونه بوی کول ترڅو معلوم کړي چي موږ له ډوډۍ خوړلو وروسته لاسونه پاک کړي دي کنه. او موږ به له ډوډۍ خوړلو وروسته هڅه کول چي لاسونه پاک پرېمینځو ترڅو مو پلار په خپل څنګ کي د خوب لپاره پرېږدي.
خو زموږ پلار اوس تر خاورو لاندي دی او په دې کي هیڅ شک نه شته چي له یو څه مودې ورسته به موږ هم تر خاورو لاندي کېږو.
نو ای وروره!
کوښښ وکړه چي لاسونه دي "له حرامو څخه" پاک وساتې ترڅو له هغه سره په څنګ کي (تر خاورو لاندي) په آرام/راحت پرېوځې.
0 Response to "خپل وزیر ورور ته لیک! "
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com