ايا ساينس الحادد ته لار زېژوي؟ دوهمه برخه
ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوى؟ يا
ايا دين د ساينس د علم په واسطه رد کېدلاى شي؟
دوېمه برخه
د اولي غير منطقي او ناسمى انګېرني چي ساينس د حقيقت د پېژندني يوازنۍ منبع ده پاته برخه
دوام
درېمه نقطه دا ده چي ساينس باطن ته لاسرسى نه شي کولاى. په ډکټورا کي ما خپل thesis پر فزکيت physicalism، هوش او د هوش پر معمايي ستونزي باندي وليکئ کوم چي د انسان د باطني شخصيت (personal) څخه بحث کوي، يعني کوم فعاليتونه په باطن يا زموږ په شخصيت کي فعاله وي. خو په اصل کي ساينس د هوش (conscience) د شتوالي او څرنګوالي ستونزو ته جواب نشي وېلاى. صحيح ده دا به ئې معلومه کړې وي چي موږ په کوم فزيولوجيکي ډول فکر کوو ېا په کوم مېکانيزمي ډول پوهيږو، خو ايا ساينس ريښتيا هم زموږ د باطني شخصيت د هوش حالت ته کوم لاسرسى درلودلاى شي. د مثال په توګه انار هر چا خوښ دي او هر کله چي موږ ئې خورو، هر کس ځانته په خپل باطن کي د هغه د خوند (څکي) په اړه ځانګرې تجربه لرو. همداسي موږ سوال کولاى شو چي د احمد ېا محمد لپاره د دوشنبې په ېخ ماښام د انډیوالانو سره په ګډه د انارو خورک نوموړي ته څنګه تجربه وه يا کومه تجربه چي ده درلودل، څرنګوالۍ ئې په کوم ډول وو. که لږ غور ورته وکړو، داسي بريښي چي ساينس دغه ډول پوښتنو او صوانحو ته جواب نلري، ځکه چي دلته موږ د ېو چا د داخلي باطن حالت سره مخامخ ېو کوم چي ساينس هيڅ نسي تجربه کولاى. که موږ په دې وهم توانيږو چي د دماغ په اړه په هر څه پوه شو او په ټولو دماغي برېښنايي او کيمياوي پروسېسونه/مېکانيزمونو ځان اګاه کړو او هغه ته د يو شخص د باطني تجربو سره ارتباط ورکړو، بېا هم موږ عاجزه کيږو چي د هغه شخص لپاره د هغه خاصي صحنې د تجربې څرنګوالى تعين کړو. يوازنى څيز چي موږ ئې کولاى شو دهغه خاصو تجربو افادوي/ژبنى اظهار دى، مثال ويلاى شو چى انار خوږ دى يا خوندور دى خو دا فقط لفظي وېل دي. بيا هم موږ په دې نه پوهېږو چي د هغه کس لپاره د خوږو انارو څکه ېا د خوندورو انارو خورک په کوم ډول دي. په همدغه خاطر پروفېسر نېګل په خپل اثر 'د يو شب پرک په توګه د هستۍ څرنګوالۍ به څنګه وي how is it like to be a bat' کي وايي چي ساينس د ېو تګلاري په حيث ډېر محدود دئ. مشکل ئې دا دئ چي ساينس فقط غير شخصي ډېټا ته لاسرسى کولاى شي مګر شخصي ډيټا لکه احساساتو او زموږ باطنى تجربو ته هيڅ لاسرسى نه شي درلودلاى.
د ساينس بل محدوديت دا دئ چي دېته جواب نشې ويلاى چي څيزونه يا پديدې ولي واقع کيږي. تاسي فرض کړئ چي زما خاله راشي او په دغه لېکچر حال کي يو لوى قهويي کېک (cake) پوخ کړي. د پخولو وروسته بېله څه وېلو ولاړه شي. اوس د يو ساينسپوه په توګه به زه سوال وکړم چي ولي دې هغه کېک پوخ کړى؟؟؟؟ ايا ساينسپوهان په دغه مثال کي په دې توانېدلى شي چي په ساينسي توګه د کيک د پخولو مقصد تعين کړي. بلکې ساينس دېته جواب ويلاى شي چي څيزونه څنګه پېښيږي. مثال که وپوښتو چي څنګه ئې کيک پوخ کړى؟ که سم الات ولرو او سمه تګلاره ئې عملي کړې وي په ېو ټاکلي وخت کي، بيا ساينسپوهان دېته په اسانۍ سره جواب ويلاى شي چي کېک ئې څه رکم پوخ کړ، مګر ساينس د دې څخه کاملً عاجزه دئ چي ولي ئې کېک پوخ کړ؟ يعني ساينس د ولي کلمې پر ځاى د څنګه کلمې سوالونو ته حلاره تعين کولاى شي. په لنډ ډول مي هدف دا دئ چي ساينس د څيزونه د موخو/مقصد په پوهېدلو او جواب کولو کي محدود دئ.
بله مهمه نقطه د ساينس د محدوديت دا ده چي ساينس د حقيقت د پېژندني ېوازنى معيار نه دئ ځکه چي د ساينس ماسېوا د حقيقت پېژندني نوري منابع هم شته. که ورته ځير شو نو ډېري منابع شته. يو د هغو منابعو څخه شاهدي testimony ده. يعني نور معتبر علوم د شاهدي په توګه منل، بېله دې چي په هغه علم کي خپله مسلکي و اوسو يا يې تجربه کړو. ښه مثال ئې کلونه مخکي زما د Prof. Lawrence Krause (ملحد نظريوى فزيکپوه) سره د مناظرې دئ. ما ورته وېل چي پروفيسر کرواسه، ته ميټافيزکي فرضيه لرې چي حقيقت فقط هغه څه دئ چي لمسيږي او حس کيږي. ما ويل سمه ده خو د حقيقت د پېژندني نوري منابع هم شته: ول کومي دي. ما وېل د ارتقاﺀ نظريه منې. وېل خود ئې منم ځکه چي زه د شواهدو پلوي کوم. ما ورته ووېل چي ايا تا د ايولوشن د علم ټول تجربې او ساينس خپله تر سره کړى دئ؟؟ په دې سره د حال ناظرينو ټولو پرې وخندل ځکه چي هغوى د ده په مېټافيزکي غلطي دعوې باندي پوه شوه. که څه هم بيالوجي د ده مسلک نه دئ، دى مکلف دئ چي د نورو بيالوجي پوهانو پر لاسته راوړنو باندي تکيه وکړي. که ساينسي تګلاره (scientific method) په فهم کي ونيسو، تاسي به ووينئ چي د دغه تګلاري اساسي برخه د نورو ساينس پوهانو پر لاسته راوړنو بناﺀ ده. موږ مجبور ېو چي نور علوم د شاهدي په توګه ومنو ځکه چي هر انسان ټول علوم خپله نشي حاصلولاى. د دې د تائيد لپاره پروفيسر کوډي په 1991 کي 'د فلسفي بحثونو د شاهدي' په نامه کتاب وليکئ. نوموړى په دغه کتاب کي استدلال کوي چي شاهدي (testimony) فقط د حقيقت/علم پېژندني ېو منبع نه ده بلکې اساسي او لازمي منبع ئې ده. ساينس به هيڅکله دومره
تغېر نه واى کړى که خپله ساينسپوهانو د غير ماديزي د شاهدۍ د تګلاري پلوي نه واى کړې. همدغه شاهدي په علم الحديث کي هم په کار وړل شوې.
ژباړه: منير احمد قلم مل
لېکچرر: Hamza Tsortzis
0 Response to "ايا ساينس الحادد ته لار زېژوي؟ دوهمه برخه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com