سالم فکر اوکړئ

ميوند جمال ليکنه:مړ بحر او مړه ضميرونه

ميوند جمال ليکنه:مړ بحر او مړه ضميرونه

مړ بحر او مړه ضميرونه 

د فلسطين او اردن ترمنځ يو وړوکې بحر دی، تاريخ وايي چې دغلته د لوط عليه السلام قوم ميشت ؤ ، دغه سمندر ته مړ يا مردار بحر‌dead sea او په عربي کې بحر الميت وايي ، ددې بحر اوبه د نورې نړۍ د اوبو په پرتله ۹.۶ فيصده ډیرې مالګيني يا نمګيني دي.

د همدې مالګې له امله په دغه بحر کې نه کوم ماهي شته او نه هم پرې کشتۍ تللی شي او نه هم د دغه بحر په غاړه کوم بوټی يا مرغه .

البته هلته انسانان وي او هغه هم په دې حيران وي چې دا اوبه ولې انسان نه غرقوي بلکې په د ابو په سر وي .

 امريکا چې په ويتنام حمله وکړه او لکونه فوځ یې ور وليږه نو امريکا وويل موږ به ويتنام د تيږو دور يا وخت ته ور ټيل وهو، امريکا په ويتنام تر دې حده بمباري وکړه چې که دويتنام حکومت د امريکا بمبارد شوي بمونو ټولولو باندې شروع وکړي نو کم از کم سل يا ۱ نيم سل کاله د دغه بمونو ټولول غواړي .

خو ايا ويتنام د دغه بمبارد قتل او ظلم په پايله کې بيرته د تيږو او لوټو دور ته لاړ ؟؟! نزدي تېر تاريخ وايي چې امريکا ويتنام د تيږو دور ته ور ټيل نه وهله بلکې امريکا له ويتنام نه په داسې حالت کې ووته چې اقتصاد یې مات او فوځ یې تيت او پرک ؤ.

امريکا خو ويتنام د تيږو دور ته ټيل نه وهه خو ویتنامیانو دا وکړل چې د امريکا له پاتې شوې ټانګونو، الوتکو او بمونو نه یې مسي او اوسپنيز لوښې، کاسې او ديګي جوړول شروع کړل.

*** ملتونه او قومونه په جنګ او وژلو نه ورکيږي، خو که د يو ملت يا ټولنې ضمير، شعور او احساس و وژل شي يا هم بې لارې کړل شي نو دغه ملتونه په ظاهر لکه د مردارې يا مړې بحيرې غوندې څپي لري او وهي یې، خو نه بيل پکې ژوند ممکن وي او نه هم څوک بيا زړه ښه کوي چې دغه مړې يا مردارې بحيرې غوندې، یې تر څنګ يا په غاړه مرغان يا شنه بوټي کيني يا شنه شي .

ويل کيږي چې مړه يا مرداره بحيره د ډېرې مالګې له امله هر کال وچيږي او يو وخت به داسې راشي چې يواځې تاريخ کې به يې يادونه شوي وي .

ملتونه هم همداسې چې کله یې ضمير مړ شي بيا د تاريخ برخه ګرځي .

#میوندمحمدجمال.


 

0 Response to "ميوند جمال ليکنه:مړ بحر او مړه ضميرونه"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article