سالم فکر اوکړئ

عثمان حسن ليکنه: انسانيت مې دين دې!

عثمان حسن ليکنه: انسانيت مې دين دې!

عثمان حسن ليکنه: انسانيت مې دين دې!

ټول انسانان ورته anatomic (بيولوژيکي )ساختمان لري چی دهمدغه ساختمان په بنياد انسان ورته ويل کيږي ،حتی دامازون په ځنګل کی اوسيدونکي ځنګليان هم انسانان بلل کيږي ،ليوني ته هم انسان ويل کيږي خو خبره داده چی کله يو انسان دهغه ددين په اړه پوښتل کيږي دپوښتونکي مطلب دا وی چی ښاغليه ته په ورځني ژوند کی دکوم قانون لاندې ژوند تيروي؟

دژوند تيرولو اصلي مقصد دې څه دی؟

دمرګ څخه وروسته ژوند ته څه تيارئ لري؟

ددې قسمه پوښتنو لپاره يواځې دا ځواب نه کافي کيږي چی ووايي :زه انسان يم او انسانيت می دين دی. 

دابيا جدا بحث دی چې کوم دين حق دی ،خو اوس بايد په دې خبره پوه شو چی انسان ته بغير له دين څخه سالم ژوند تيرول ناممکن دی . 

الله تعالی دانسان دپيدايښت سره جوښت اسماني قانون هم راليږلی، او انسان ته يې اختيار ورکړی،او ورته يې ويلي دي چې که دقانون لاندې ژوند تېر کړي نو سالم به پاتې شي .

مثال:هابيل لره قابيل قتل کړو.

دوه خبرې :

۱:دسالم ژوند تيرولو لپاره قتل حرام کړل شوي وو .

الله تعالی دهغوي حکايت رانقلوي:

لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ ۖ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ

دايت مفهوم:هابيل قابيل ته وويل که چيرته ته زما دقتل اراده لرې زه ستا دقتلولو اراده نه لرم زه درب العالمين څخه ويريږم.

دلته داخبره ښکاره کېږي چې له مخکې نه الله تعالی دفساد دمخنيوي لپاره قتل حرام کړی و .

چې دا دقانون يوه ماده وه چی انسان ورته تراوسه سخت اړمن دی.

۲:قابيل دورور دقتلولو څخه وروسته  

بيا الهي احکامو ته حاجتمند و چې دخپل ورور له جسد سره به څه معامله کوي؟

الله تعالی فرمايي: فَبَعَثَ اللَّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الْأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءَةَ أَخِيهِ

دايت مفهوم: الله تعالی يو کارغه راولېږه ترڅو قاتل ته دخپل ورور دخښولو طريقه ورزده کړي. 

اوس فکر وکړه دمړي خښول مونږ او تاسو ته څومره عادي خبره ده خوانسان په دومره ابتدايي مسايلو کې هم لارښوونې ته احتیاج دی، همدارنګه ټول بشريت په هر وخت کې الهي احکامو ته سخت حاجتمند دی. 

ملحدينو او ددوی څخه متاثره متدينو خلکو ته دادکمال خبره ښکاري ترڅو ځان ته يواځې انسانان ووايي او ووايي چې انسانيت مې دين دی، او ترټولو لوی مذهب انسانيت ته کار کول په کار دي.

خو په دې نه دي خبر چی دا يواځې يو شعار دی چې ښايسته کړل شوی دی په زړونو دبې ايمانو کې،ځکه دانسانيت په نوم کوم دين شتون نلري ،دوی په تاريخ کې هم دانسانيت ددين په اړه کوم کتاب نشي وړاندې کولای،دانسانيت ددين قواعد او ظوابط ندي موجود،اوامر او نواهي نلري...

لنډه داچې (انسانيت می دين دی) يو تش شعار دی چې مخکې او وروسته هېڅ نلري. 

اوس راځو دېته چې په تاريخ کې دانسانانو دښه ژوند تېرولو لپاره ملحدينو څومره کارونه ترسره کړي ؟ 

ايا دوی په خپل شعار کې ريښتيني دي؟

نه هيڅکله نه!

ځکه دملحدينو دپيدايښت څخه تراوسه دوی دبشريت لپاره داسې کومه کارنامه نده ترسره کړي تر څو ددوي قول او عمل سره مساوي کړي ،خو برعکس دبشريت لپاره په تاريخ کې تر ټولو ځورونکي خلک ملحدين ثابت شوي دي.

دوه مثالونه:

1:ساينس دانسانانو دښه ژوند تيرولو په موخه ايجاد کړل شوی خو دغه ساينس ته 5% خدمت هم ملحدينو ندی کړی 95%ساينس دمتدينو خلکو په خدمت مخته تللی او روان دی. 

2:په تاريخ کې دومره انسانان چا ندي وژلي څومره چی دوی وژلي دي.

لاندې يې يوڅو نمونې👇

League of militent په نوم يو ملحد تنظيم و چې 190 ميلونه انسانان يې ووژل.

ليو پولډ 15 ميليونه ووژل،

ماوزدنګ 110ميليونه،

جوزف سټالین20 ميليونه،

چنګيزخان 40ميليونه انسانان ووژل. 

دا دهغه خلکو کړنې دي کوم چی ځانونه دښو اخلاقو ،بشر ته دخدمت او دامن ټيکداران ګڼي . 

نوخلاصه دوه خبرې:

1:دانسانيت په نوم کوم دين شتون نلري،بلکه که په ريښتيا څوک انسانيت ته خدمت کول غواړي بايد ددين منونکي وي،په عملي ډول تاريخ دا خبره ثابته کړي چی بې دینه (ملحدين) بشريت ته ترټولو ډير ضرر رسوونکي دي. 

2:داچې بې ديني دانسان دکمال صفت ندی ،

ځکه دين قانون ته ويلای شي کوم انسان چی دکوم قانون لاندې ژوند تيروي مترقي بلل کيږي او برعکس کوم انسانان چی بغير له کوم قانون ژوند تيروي سره لدې چې انسان ورته ويل کيږي خو غير مهذب، بانډه چی ،ليونی او وروسته پاتی بلل کېږي.




 

0 Response to "عثمان حسن ليکنه: انسانيت مې دين دې!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article