اصحاب کهف غار Cave Of Ashab E Kahaf
#Cavẹ_of_Ashab_e_kahaf
د #اصحاب_کهف_غار:
دا غار د اردن(jordan) په عمان ښار کې واقع دی خو ځینو بیا د ترکیې ایفیسوس( Ephesus) ښار هم ښودلې دی. او ځینې نورو بیا سوریه او یمن هم ښودلې خو ترټولو څخه صحیح همدا د عمان ښار دی. چې په عربي کې ورته اصحاب کهف وایې او دېته د غار خلک یا غار یاران هم وایې.
اصحاب کهف اووه ۷ تنه وو، چې په دې کې اختلاف هم شته ځينې وایې چې ۳ تنه وو ځينې ۵ تنه ښیې او ځینې بیا ۷ تنه ښیې. خو چې ډېرو خلکو پرې اتفاق کړې هغه اووه تنه دي. دوې شپږ تنه ملګري وو چې په لاره کې دوې سره یو شپونکۍ او یو سپی هم ورسره یو ځاې شوي وو. دا پېښه د وخت امپراتور دقیانوس پاچا په وخت رامنځته شوې ده.
چې نوموړۍ پاچا سخت ظالم او جابر پاچا وو خلکو ترېنه په آرامه ژوند نشو تېرولې. او په ځانګړي توګه د هغه وخت مسلمانان (مسیحیان) ته به یې سخته شکنجه او ځورونه ورکوله. نو دې وخت کې دې اووو تنو ورته سر خم نکړ او ددې ظالم پاچا په مقابل کې د سر په بیه ودرېدل.
کله چې دقیانوس ددې اووو تنو له مخالفت څخه خبر شو نو زر تر زره یې دوې پسې خپل عسکر ددوې د نیولو لپاره ولېږل خو دا اووه تنه مخکې له زنداني کېدو څخه ځان دې غار ته ورسوو. اصلا دوې شپږ تنه وو چې په لاره کې ورسره یو شپونکۍ چې شپونکي سره یو سپی هم وو یو ځاې شو.
کله چې دوې غار ته ورسېدل نو د غار خوله د زلزلې پواسطه بنده شوه او دوې تقرېبا پدې غار کې ۳۰۹ کاله ويده پاتې شول.
ددې اووو تنو نومونه په لاندې ډول ښودل شوې دي:
۱: مرنوس (Marnus)
۲: دیونیسوس (Dionisus)
۳: مکشیلیان ( Maxillian)
۴: منسیلیا ( Mislina)
۵: شاذنوس ( Sadnus)
۶: دېبرانوس ( Debranus)
۷: کفشطیطوس ( Kafastytos)
دا اووم وېل کیږي چې دا هغه شپونکۍ وو چې دوې سره لاره کې یو ځاې شوې وو.
0 Response to "اصحاب کهف غار Cave Of Ashab E Kahaf "
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com