اروپا او ښځه! ليکنه ميوند جمال
اروپا او ښځه:
ما په غرب کې ولیدل چې: ښځې قصدا د سړیو په وړاندې په داسې ناز او اداګانو ګرځي لکه هغه چې د تازه غوښې کومه ټوته وي چې هر څوک یې د خپلولو او لاسته راوړلو په هڅه کې دي.
ما په غرب کې ولیدل چې: ښځې په داسې حالت کې ژوند کوي چې د هغوي فطري ضرورتونه هم نه شي پوره کولی.
ما په ازاد او خپله خوښه غرب کې ولیدل چې: ښځې بیا هم په دغه ټولنه کې چې هر سړی خپله خوښه کوي او هیڅوک په بل زور نه شي کولی بیا هم د خپلو میړونو او ودونو څخه نا راْضه او زړه تنګي دي.
ما په پرمختللي غرب کې ولیدل چې: هلته میړه د خپلو ښځو هیڅ قدر، احترام او عزت نه کوي.
ما په پرمختللي او خپله خوښه واده کړل شوي پرمختللي اروپا کې ولیدل چې: یوه ښځه کلونه د یو هلک یا سړي سره له واده مخکې جنسي رابطه لري او شپې سبا کوي، تر څو یو بل ښه وپیژني، خو چې کله ودونه وکړي بیا هم د همدې ښځې میړه دغه ښځه د بلې انجلۍ لپاره پریږدي یا هم د بلې سره جنسي اړیکې نیسي.
ما په غرب کې په هرو دوو کې یو سړی یا یوه ښځه ولیدل یعنې ۵۰ سلنه چې: د هغوي له بل سره یارانه یا هم جنسي اړیکې وي.
ما په غرب کې ولیدل چې: هلته ښځه په ځان بسيا ده او د دې لپاره سهار وختي کار ته ځې او مازدیګر ستړي راځي، خو چې کله ستړي ستومانه راشي د کور کارونه بیا هم کوي.
ما په رسیدلي غرب کې ولیدل چې: د جنسي ځورونې د قانون د شتون او سختې پاملرنې با وجود هلته په دفترونو او کار ځایونو کې څو سلنه د جنسي ځورونې واقعات ورځ تر بلې زیاتیږي.
ما په غرب کې ولیدل چې: هلته ښځې د خپل ژوند د بقا په خاطر خپله ځواني او ښایست د پیسې پیدا کولو او ژوند تیرولو لپاره قربانوي.
ما په ازاد غرب کې ولیدل چې: هلته ښځې هر هغه څه کولی شي چې زړه یې وغواړي، هغوي ته د هر هغه څه ازادي ده لکه سړیو ته چې ده، هلته ښځې کولی شي نیم لوڅې یا هم لوڅې وګرځي؛ تر څو د سړیو توجه او پاملرنه ځان ته را واړوي.
ما په غرب کې زرګونه او لکونه داسې واقعات ولیدل چې: هلته ځوانې او وړې انجوني د وداه نه مخکې د جنسي اړیکو له امله حامله شوي وي.
ما په پرمختللې غرب کې ولیدل چې: هر کال په ملیون غیر شرعي ماشومان یا هغه چې د زنا له لارې د انجونو په خیټه کې وي د ماشین په واسطه غورځول کیږي.
ما په غرب کې د هغو کم عمره انجونو جنسي اړیکې نیول هم ولیدل چې: هغوي واړه عمرونه لري چې لا تر اوسه په دې هم نه پوهیږي چې سیکس یا جنسي اړیکې څه؟
ما په رسیدلې او پرمختللې غرب کې ولیدل چې: هلته ښځه یواځې لکه د اخیستو شی دی نور هیڅ قیمت نلري.
ما په رسیدلي او د ښځو د حقوقو په علمبردار او مخکښ غرب کې ولیدل چې: که یوه ښځه او سړی په یو رنګ بست او چوکۍ کار کوي نو بیا هم د ښځو تنخوا له سړیو دوه چنده کمه ده.
ما د نر او ښځې د مساوات چغه وهونکي غرب کې ولیدل چې: اوس هم هلته ښځه له سړیو څو چنده تيټه او ښکته ده.
ما په غرب کې ولیدل چې: د افغانستان او اسلامي هیوادونو په نسبت هلته د وړو انجونو ودونه تر بل هر ځایه ډير او زیات دي.
ما په غرب کې ولیدل چې: د اسلامي هیوادونو پر ځای په غرب کې د ښځو وهل او ټکول تر هر بل ځای زیات دي.
ما په غرب کې لیدل چې ....
او ما په غرب کې ولیدل چې...
زه دا نه وایم چې: زموږ ټولنه مشکلات نه لري یا موږ بیخي په اسلام عمل کړی او د اسلام ورکړل شوي حقوق موږ ټول ښځو ته ورکړي، زه یوازې دا وایم چې غرب پر ځای د دې چې زموږ ټولنه کې د ښځو په حقوقو خبرې وکړي، اول دې د خپلو ښځو حالت سم کړي.
زه دا نه وایم چې: موږ ستونزې نه لرو زه وایم چې: غرب دې زموږ د ښځو د ازادۍ او مساوات پر ځای خپلو ښځو ته د ورکړل شوې ازادۍ او مساوات دروغجنو چغو ته عملې جامه ور واعوندي او ښځه چې لا تر اوسه هلته د حیوان نه هم بدتره ده د انسانانانو په صف کې دې شمار کړي.
موږ مشکلات لرو خو سګشوي دې پوه شي چې پر ځای د دې چې ماته و وایي د خپلې ټولنې حالت سم کړه نو د کمنټ نه دې تېر شي او خپله خوله دې بنده کړي.
0 Response to "اروپا او ښځه! ليکنه ميوند جمال"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com