دهریت څه شي ته وايي او دهري څوک دی؟
دهریت څه شي ته وايي او دهري څوک دی؟
انجینر محمود - هندوستان
موږ اکثره لیکنې چي د ملحدینو په هکله لولو د هغو سره «دهري» او «زندیق» هم راغلی وي نو اوس پوښتنه داده چي دهریت څه شی دی او دهري چاته ویل کیږي؟ او زندیق څوک دی؟
دهري او دهریت وڅه شی ته وايي؟؟؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
(دهر) وزمانې ته وايي، دهري یا دهریه وهغې ډلي ته ویل کیږي چي هغوی زمانه ازلي ګڼي، او وايي چي زمانه قدیمه ده، قیامت نه مني، ددوی په نظر هر څه زمانه پیداکوي او رامنځته کوي، دوی وايي چي هرډول عبادت بې معنا دی، دوی داهم وايي چي زمانه د مور څخه اولاد زیږوي، له ځمکې څخه اصول لاسته راوړي، له اسمانه څخه اوبه راکښته کوي، بادونه او بارانونه همدا زمانه کوي، دوی خدای مني خو وايي چي داهرڅه زمانه کوي او خدای هیڅ رول نه پکښې لري، العیاذ بالله.
دهریت ودې ته هم وايي چي بس همدا ژوند دی، لکه واښه شین شو، وچ شو او ختم شو، دهریه په دې باور دي چي نه قیامت شته نه حساب او کتاب شته او نه هیڅ شی شته، انسان پیداشو، لوی شو مړشو او ختم شو.
0 Response to "دهریت څه شي ته وايي او دهري څوک دی؟"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com