سالم فکر اوکړئ

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۵)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۵)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۵)

ځواب: عبدالغفار جُبیر 

د اسلام څخه مخکي د ښځو حالت:

د اسلام څخه مخکي ښځو هيڅ ارزښت نه درلودئ، يو چا کولای شوای چي تر هر څو پوري چي ئې خوښه وي په هغه اندازه او شمېر سره ښځې په نکاح کړي، لور ودېدل يو شرم ګڼل کېده، نو له همدې کبله خلکو هغه ژوندۍ ښخولې، ښځې په بازارونو کي داسي خرڅېدلې لکه حیوانات چي خرڅيږي، له ښځو څخه د نڅاه، جنسي اړيکو او خوښيو لپاره ګټه اخستل کېدل، ښځو د ميراث حق نه درلودئ، که له ښځي سره يو جرم شوي وای کوم مجازات ئې نه درلودل، حيواناتو ښه عزت تر درلودئ خو کله چي د اسلام مبارک دين راغئ و ښځې ته ئې داسي لوړ مقام ورکړ چي د نړۍ په تاريخ کي په یوه قانون کي نه وو ورکول شوی ، او نه به هم ورکول شي چي مخکي رڼا ور باندي واچول شوه.

۱: که چیري دغه سوال عیسایان کوي، و هغو ته ځواب:

ښځه په عيسائيت کي:

نصرانيان خو په ۵۸۶م کي په فرانسه کي په دې سره راټول شوي وو چي ايا ښځه انسان دي که نه؟ ايا روح لري او که نه؟ که روح لري نو روح يي انساني دي او که حيواني دي؟ که انساني روح لري نو ايا د يوه نارينه په څېر روح يي دي که يا؟ په پای کي دوی پرېکړه وکړه چي ښځه انسان ده خو د نارينه د جنسي غريضې او خدمت په موخه پيدا شوېده.

د انګريزانو پارلمان د اتم هنري په وخت کي يو پرېکړه ليک صادر کړ چي پکښي راغلي وه، ښځه حق نلري چي انجيل ولولي دا ځکه چي دا پليته ده.

د عیسایانو او یهودو په مقدس کتاب بایبل کي راغلي دي:

(او کومه ښځه چي سر توره دعاء یا نبوت کوي هغه خپله بې عزتي کوي، د هغې سر باید و خریل سي.

(کورنتیانو اول ، ۱۱ باب: ۵)

۲: که چیری دغه سوال یهود کوي ، د هغو ځواب:

په یهودو کي د ښځې ارزښت:

ښځه يو ملعون موجود دئ ځکه چي د سرکښۍ لامل کيږي همدارنګه ښځه د حيض په ورځو کي پليته ده او په دغو ورځو کي يي د لاس خواړه مه خورئ او يوې دښتي ته به يي شړل، او د نجلۍ پلار دا حق لري چي د يوه حيوان په شان يي و پلوري.

په اوسني تحریف سوي تورات کي راغلي دي:

همور حوي د هغې علاقې ملک وو د هغه زوی شکم هغه ولیده نو هغه یې بوتله او جنسي تېری یې پر وکړ ( پیدایښت ۳۴ باب: ۲)

بل ځای په تورات کي راغلي دي:

کله چي تاسو د خپلو دوښمنانو خلاف جنګ ته ولاړ شئ اومالک خدای تاسو ته پر هغو بری درکړي او څه کسان قیدیان کړي تاسو په هغو کي یوه ښایسته ښځه وګورئ هغه خپل کورته بوځئ هلته بې سر ور کل (خریل) کړئ، نو کان یې پرېکړئ، خپلې جامې یې وربدلي کړئ . (تورات، ګردان باب۲۱: ۱۰- ۱۵)

بل ځای په تورات کي راغلي دي:

د هغوی هر څه تباه کړئ یو شی یې هم مه پرېږدئ، سړي، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چي تی رودي هغه هم ووژنئ، څاروي، پسونه، اوښان او خره هم ووژنئ. (سموئیل اول، باب ۱۵: ۳)

د عیسایانو او یهودو په مقدس کتاب (بایبل) کي تر لس ځایه پوري زنا بالجبر راغلې ده، نو ځکه په کفري نړۍ کي زنا بالجبر یو عادی کار، او هره ورځ په سلهاوو ښځې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

نور هیوادونه لا پرېږده، زه صرف د امریکا د متحده ایالاتو چي په نړۍ کي ځان د بشري حقونو سرپرست او پوره دیموکراسۍ برخمن بولي، د زنا بالجبر یو وړوکی راپور درته راوړم:

په هرو (۹۲) ثانیو کي یوه زنا بالجبر صورت نیسي، ۱۵٪ ( ۱۲- ۱۷) عمر لرونکي، ۵۴٪ (۱۸- ۳۴) عمر لرونکي ، ۲۸٪ (۳۵- ۶۴) عمر لرونکي، ۳٪ (۶۵- +) عمر لرونکي، په دې سروې کي ۷۰ کلنه ښځه هم مصؤنه نه ده، په ۱۹۹۸ میلادي کال کي ( 7.7 ) میلونه ښځې د زنا بالجبر ښکار سوې، ددې ناورین وروسته ۳۱ ٪ ښځو یې د جنسي زورونې وروسته د ځان وژنې هڅه کړېده، په دې راپور کي دا هم وايي چي په ۳۴٪ زنا بالجبر دولت خبر دئ .

دغه د دیموکراسۍ او کفري نړۍ سوغات دئ و ښځو ته، اوس یې تاسي له اسلام سره مقایسه کړئ.

((الحمدلله علی دین الاسلام))


 

0 Response to "په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۵)"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article