د الحاد پيدايښت
د الحاد پیدایښت:
الحاد په څو دورو باندي ویشل سوی دی.
لومړۍ دوره یا طبقه
د اسلام څخه مخکي د جاهلیت په وخت کي ځیني داسي کسان وو چي په زمانه او طبیعت کي یې اعتقاد لرلو چي قران کریم ورته دهرین ویلي دي، الله سبحانه و تعالی فرمایي:
وَقَالُوا مَا هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَآ إِلَّا الدَّهْرُ ۚ وَمَا لَهُم بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ
(سُوۡرَةُ الجَاثیَة : 24)
ژباړه: او هغوی وایي چي ژوند همدغه د دنیا ژوند دی چي همدلته مړه کیږو او پیدا کیږو او زمانه ده چي موږ هلاکوي، په دې برخه کي هیڅ پوهه او علم ورسره نسته، بس د اټکل له مخي هر څه وایي.
یعني:
په نړۍ کي هیڅ څوک د یو مافوق قوت څخه انکار نه سي کولای خو ددغه مافوق قوت او قدرت په پېژندلو کي خطا سوي دي او د شیطان پیروي یې کړې ده چي چا طبیعت ګڼلی، چا لمر یا اور او چا بل څه او د خپل حقیقي مافوق قدرت رب العالمین څخه یې د جهل، ګمان یا عناد له مخي انکار کړی دی.
د دعوت اصول او معاصر وسائل ص۹۵.
0 Response to "د الحاد پيدايښت"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com