رياست ، جرم او تشدد
رياست ، جرم او تشدد
تشدد مثبت او منفي دواړه اړخونه لري ، د مثبت تشدد البته استعمال د جرم ختمولو لپاره کېږي ، بعض وخت د نظم ساتلو لپاره هم تشدد ته ضرورت پېښېږي ، په اسلامي نظام کې سزا د جرم ختمولو لپاره ورکول کېږي ، همدا لامل وي چې اسلامي حدود په عام محضر کې تطبيق کېږي ، البته په غربي نظامونو کې سزا د مجرم تعذيب کولو لپاره کېږي خو مشکل دا دی چې دا سزاګانې جرم ختمولو کې ډېره کمه مرسته کوي .
په تېره پيړۍ کې يو فرانسوی مفکر چې ميشل فوکالټ نومېږي د ډسپلين اينډ پنيش (discipline and punish ) په نوم کتاب وليکه او په ياد کتاب کې يې يوه نظريه ورکړه چې پنپټيکون ( the panopticon ) ورته ويل کېږي ، پنپټيکون اصل کې يوه ودانۍ يا مورچه وي چې د جيل په منځ کې وي او ټول جيل باندې نظر ساتي ، دا نظريه اصل کې يو بل مفکر چې جيرمي بنتم نومېږي دوه پېړۍ مخکې وړاندې کړې وه خو ميشل فوکالټ د دې نظريې جديد وکړ.
د دې نظريې اصل مفهوم دا دی چې رياست بايد د خپلو وګړو په ذهن کې يي قسم ډار او خوف پيدا کړي ، يعنې هر وګړی بايد داخبره حس کړي چې ما باندې حکومت نظر ساتي ، دغه ډار او خوف حس کول به دا فرد له جرم کولو څخه منع کوي ، لکه څنګه چې په جيل کې قیدیان د پنپټيکون څخه ډاريګي او غلط حرکت نشي کولای نو په همدې اساس د دې نظريې نوم هم په همدې مناسبت ايښودل شوی ، وس مهال د ميشل فوکالټ نظريه تقريباً چې هر ملک تطبيق کړې ، بانکي نظامونه که وګورو نو د پيسو ليږد او انتقال مکمل کنټرول دی يعنې د حکومت پرې مکمل نظر دی ، بايد د خپل اقتصاد حساب حکومت ته ورکړې ، د سفرونو کولو په اړه به اول انټرويو ورکوې او چې سفرونه دې لګ زيات شي بيا درپسې پلټنه کېږي ، ميلمانه دې زيات شي حکومت درپسې پلټنه کوي چې اخر ولې زيات خلک زي رازي ، دا خبره ذه افغانستان کې ډېره کمه حس کېږي البته اروپايي يا خليجي هېوادونو کې دا خبر په اسانه حس کېږي ، د دې نظريې دوه مشکلات دي ، يو مشکل دا دی چې ممکن کوم مجرم هم د پنپټيکون درجې ته ورسېږي يعنې غل ته حکومت په لاس ورشي بيا د هغه په ساحه کې تر ټولو محفوظ خلک همدا غله وي ، دويم مشکل دا دی چې پنپټيکون يو محدود حده پورې رسېږي يعنې د انسانانو فردي ژوند او په کور کې دننه ژوند نشي څارلی .
پخو په اسلامي نظام کې د عوامو د کنټرول لپاره دوه ډوله ترتيب موجود دی ، يو دا چې په اسلامي رياست کې د عوامو په زړه تقوا لپاره دعوت کېږي او د الله تعالی خوف به د انسانانو په زړه کې اچول کېږي ، دويم دا چې مجرم ته به سزا په عام محضر کې ورکول تر څو د خلکو په زړونو کې يو خوف پروت وي او جرم ته نه ورنيږدې کېږي .
چونکه رسنيو د اسلامي حدودو څخه وحشت جوړ کړی خو د دې حدودو انداز هغه وخت ښه لګول کېداي شي چې کله د يو موبايل په سره يو ځوان په چړو وهل کېږي ، يا کوم کومه زنانه باندې جنسي تېری کېږي ، يا کوم ماشوم وتختول شي او جنسي تيري نه بعد يې جسد په پټيو کې وغورځول شي ، د اسلامي حدود تناسب ډېر موثر دی ، مثال که وګورو نو په کابل کې د غلا په پېښو کې د يو موبايل په سر څومره ځوانان شهيدان شول ؟ واقعا چې ډېر ....!
که چېرې د غلو لاس په عام محضر کې پريک شوي وای نو بيا به هم دومره ځوانان شهيدان کېدل ؟ بلکل نه ...!
سيکولر ته اسلامي حدود تشدد ښکاري خو هغه شهدا ورته نه ښکاري ، دلته سيکولر وايې چې بايد جرم ختم شي او يو عمومي شعور په خلکو کې پيدا شي ، خو سوال دا دی چې په عمومي شعور پيدا کېدلو کې څومره وخت لګېږي ؟
په دې موده کې چې کوم جرائم کېږي هغه به څنګه لمنځه ځي ؟ آيا يوازې شعور او تربيت به مجرم نور هم نه زړور کوي ؟ نو په اسلام کې چې کومه فلسفه ده هغه يو اړخ شعور لپاره کار کوي او بل اړخ د جرم ختمولو لپاره ...!
پاتې شوه د ترحم خبره نو دا خو موږ وليدل چې ډېرو سيکولرانو يو څو ورځې مخکې د يو څو کيلو کباړو په سر د انسانانو ټوټه ټوټه کولو جوازونه ورکړل .
اسلام د لوئ تشدد ختمولو لپاره په لګو مجرمينو اصولي تشدد کوي تر څو موثره ټولنه رامنځته شي .
نوټ: پنپټيکون دا لاندې عکس کې ليدلی شئ ، دا کومه ودانۍ کې چې لوي برق دی.
0 Response to "رياست ، جرم او تشدد "
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com