واګنر د روسيې نوې استعماري هڅه
Saturday, July 3, 2021
Comment
دافریقاء په ساحلي هیوادونو کې له فرانسې وروسته،دروسي استعمار نوې بڼه!
فرانسېې په دوه زره او څوارلسم کال کې دبرخان په نامه عملیات دافریقاء په ساحلي هیوادونو کې پیل کړل.
دغه عملیات یې په پیل کې دهغه اسلامپالو پر ضد پیل کړل چې،دهغه پوځيانو له لاسه غرونو ته تللي وه چې پوځي چوڼيو کې یې دسکولاریزم شعارونه زمزمه کول،خو کله چې سیمې ته فرانسه ننوته نو دفرانسې په ضد یو شمیر نورې جهادي ډلې لکه القاعدة او داعش هم راپورته شوې او دغه سیمه په سختې جګړې ورښکیل شوه،دغه عملیات تیر ۲۰۲۰میلاددي کال هغه مهال پای ته ورسیدل چې دساحل په یوه مهم هیواد مالي کې دوهمه کودتاء هم وشوه،دفرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون یې په غبرګون کې وویل:فرانسه به دهغه هیوادونو له ملاتړه لاس واخلي چې پوځيان یې هم راډيکال اسلام غواړي،ماکرون اصلا په دې خبرو سره غواړي دفرانسې هغه شرمیدلې ماتې پټه کړي چې دوۍ په تیرو څو کلونو کې په دغه سیمه کې وخوړه،فرانسویان په افریقايي اسلامي هیوادونو کې اوږده استعماري سابقه لري خو دوۍ له تیرې بې شرمې ماضي څخه کوم عبرت وانخیست او داځل یې دحال په اینه کې هم دخپل ذلت وژونکې ننداره ولیده.
خو دومره ده چې ماکرون هم نه غواړي چې په چټکۍ له دغه سیمې ووځي،دا ځکه چې دفرانسې ګټې له خطرونه سره مخ کیږي،ځکه دغه سیمې ته نوي ځواکونه په ننوتو دي،که فرانسه ترې په داسې چټکۍ راووځي،نو امکان نلري چې په راتلونکې کې دې په دغه سیمه کې دپښې ایښودلو ځای ولري.
ماکرون او مجبوریتونه!
دمګړۍ په فرانسه کې وروستۍ نظر پوښتنې ښايي چې دولسمشر ماکرون محبوبیت خورا زیات کم شوی دی او دده دمخالف ګوند اغیز په ډیریدو دی،دا ځکه چې فرانسوي حکومت دنورو ډيرو لانجو وراخوا ډيری پیسې دافریقاء په لویه وچه کې په استعماري جګړو شیندي،په دغه جګړو کې دفرانسوي ولس ډله ډله ځوانان دهغه جهادي ډلو په لاسونو وژل کیږي چې اصلا دفرانسې سیکولار مزاج څخه کرکه لري،خو برعکس ماکرون بیا د ناپيلیون په څير استعماري فکر لري او يوځل بیا په نړۍ دبادارۍ خوبونه ګوري،نوځکه ډيری فرانسویان په دې باور دي چې ماکرون داقتصادي ستونزو ترڅنګ دفرانسې لپاره د بلا نورو ډيرو ستونزو زیږونکی دی،خو برعکس ددوۍ مخالف ګوند بیا وايي چې دغه اوږدې جګړې به پای ته ورسوي او خپل سرتیري به بیرته خپل هیواد ته راولي.
فرانسه په راتلونکې کې دولسمشرۍ ټاکنې مخکې لري او دغه ټاکنې دماکرون لپاره سرنوشت ټاکونکې دي،نو له همدې امله غواړي چې تر راتلونکو ټاکنو پورې له دغه سیمې څخه فرانسوي عسکر وباسي،خو حالات دافریقاء په ساحلي هیوادونو کې دومره خراب دي چې ورځ تربلې دفرانسې ځای دنړۍ درې مهم هیوادونه روسیه،ترکیه او چین نیسي،کوم څه چې دفرانسې لپاره دمرګ او ژوند معامله ده.
دا ځکه چې په دا تیر نیږدې کې منځنۍ افریقاء کې دروسیې دواګنر پوځي ملیشو له لورې یوه داسې خونړۍ کودتاء وشوه چې دفرانسوي پلوه افسرانو جرړې يې پکې وویستې او یو روغ مهم هیواد دفرانسې له لاسه ووت،فرانسې په منځنۍ افریقاء کې له ۲۰۱۶میلادي کال راهیسې عملیات هم پیل کړي ؤ،چې ددغه کودتاء نه وروسته یې هرڅه بایلودل او دغه عملیات په داسې حال کې له ماتې سره مخ شول چې فرانسوي پوځيان له یو شمیر جهادي ډلو سره په لرې غرونو کې په جګړه بوخت ول،خو دواک پر ګدۍ دروسیې پوځي ملیشې واګنر واک چلیده.
امریکا هم بیرته ورګرځيدونکې ده!
د ټرمپ په واکمنۍ کې ډيری امریکايي عسکر دنړۍ له لرې پرتو هیوادونو بیرته وروګرځیدل او ټرمپ هڅه کوله ترڅو ټول ترکیز دنړۍ دلوي اقتصادي ځواک چین په وړاندې په اقتصادي جګړه ورټول کړي،هغه پوهیده چې نور نو په نړۍ کې پوځي جګړه داستعمار تر ټولو ګران بیه بڼه ده،هغه فکر کاوه چې نور باید دچین په څير یوه اقتصادي استعماري پالیسي ولري او هغه بودیجه چې په جګړو مصرفیږي هغه باید نوره په اقتصادي برخو کې مصرف شي،خو دبایډن په راتګ سره دهغه اروپايي شریکانو بیرته د ارام ساه واخیسته او بایډن هم بیرته دامریکا زړې استعماري پالیسۍ ته وروګرځيده.
دا چې فرانسه په دغه سیمه کې له ماتې سره مخ ده بیا هم غواړي په چاد،نیجر،مالي او بورکینافاسو کې په یو شمیر پوځي اډو کې پوځیان ولري،خو له دې ټولو مخکې غواړي هغه تشه چې دفرانسې له وتلو وروسته رامنځ ته کیدونکې ده هغه په امریکا ډکه کړي،تر څو په راتلونکي کې په دغه سیمه کې اغیز ولري،امریکا هم دغې سیمې ته دورګرځيدو لیواله ده،ځکه چې اوس دامریکا روسیې او چین جګړه له منځنۍ اسیاء هیوادونو څخه په تللو ده،او نور دغه جګړه له خلیجي هیوادونو نیولې دافریقاء تر لویې وچې غزیدلې ده.
فرانسې چې کله دافریقاء په ساحلي هیوادونو کې دبرخان په نامه عملیات کول نو دغه سیمې ته یې ۵۱۰۰ سرتیري ولیږل،اوس دمګړۍ په دغه مهمو ساحلي هیوادونو کې دامریکايي سرتیرو شمیر ۱۱۰۰ ته پورته شوی دی او دغه شمیره ورځ تر بلې په لوړیدو ده،له دې وراخوا فرانسې دامریکا په شمول نور اروپایي هیوادونه وهڅول چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې عملیات پیل کړي او په دغه هڅه کې بریالۍ هم شوه چې دګڼو اروپايي هیوادونو پوځيانو دافریقاء په دغه مهمه سیمه کې دتاکوبا په نامه پوځي عملیات پیل کړل،دا په دې مانا چې فرانسه له دغه سیمې څخه په پوره ډول وتل نه غواړي،بلکې دخپلو ځواکمنو رقیبانو دمقابلې په ډګر دنویو لوبغاړو دورښکته کولو هڅه کوي،ترڅو دفرانسې ځاني،مالي او لوجیستیکي زیانونه یو څه کم شي،خو دغه اروپايي هیوادونه دافریقاء په دغه سیمه کې دفرانسې دګټو دساتلو لپاره دغه څه ته داسې ډير لیواله ندي،نو ځکه اوس دتاکوبا عملیات ډیر پيکه،سست او ناکامه روان دي،نو ویلی شو چې داروپايي هیوادونو شتون هم دغه سیمه کې ناکام ښکاري.
روسان به دفرانسې غلطي تکرار کړي؟
روسیې دشوروي اتحاد له ماتې وروسته او د پوتین له راتګ سره سم په نړۍ داغیز راوستلو لپاره نوې استعماري طریقه خپله کړې ده،پوتین ته نیږدې د روسي استخباراتو یو لوړ پوړي افسر دواګنر په نامه ملیشې رامنځ ته کړې او په دغه طرحه کې ورسره پوتین ډيره لویه مالي،پوځي او استخباراتي همکاري وکړه،اوس مهال واګنر په سوریه،لیبیا،قره باغ او منځنۍ افریقاء کې شتون لري او هلته د روسیې استخباراتي موخې تعقیبوي،واګنر دروسیې ټول هغه پوځي استخباراتي کارکونکي په ځان راټول کړي دي چې دسړې جګړې پرمهال یې دکی جي بي لپاره کار کاوه،دوۍ په استخباراتي لحاظ دومره پیاوړي دي چې امریکايي استخباراتي اداره سې ای اې،چینيي فرانسوي او دنړۍ نورې مهمې استخباراتي ادارې یې ورخطاء کړې دي،ځکه دوۍ نه پوهیږي چې اوس دروسیې له ملي استخباراتو سره مبارزه وکړي که دواګنر ګروپ له استخباراتي ډلې سره؟
روسیه په دې ډول غواړي چې په نړیواله کچه دپیاوړو هیوادونو له ګوت نیونې ځان وژغوري او نړۍ ته وښايي چې دوۍ اوس دتیر په څير دپوځي استعمار پلویان ندي.
دوهمه مهمه خبره چې روسیه ترې موخه لري هغه داده چې که چیرته دواګنر ملیشې ماتې خوري نو په نړیوال کچ ددوۍ ماته دروسیې ماته نه بلل کیږي،روسانو په افغانستان کې له سختې ماتې وروسته دخپلې جګړې بڼه تغیر کړې ده او دنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې اوس دغه ډول جګړې مخکې وړي.
پوتین دواګنر ګروپ لپاره دومره امکانات برابر کړي دي چې دنړۍ پیاوړي دولتونه یې نلري،دنړۍ تر ټولو مخکښ هکران او دټيکنالوژۍ دډګر پوهان ددوۍ په ډله کې شتون لري،دغه ډله کاذب شخصیتونه او قیادتونه په یو شمیر هیوادونو کې راپیدا کوي او بیا دهغوی په ګټه کمپاین هم کوي،ښه بیلګه یې په امریکايي ټاکنو کې دټرمپ په پلوۍ کمپاین وه چې دامریکا په تاریخ تر ټولو بده پیښه بلل کیږي او که چیرته ددوۍ په ټاکل شویو هیوادونو کې دغه موخه په سوله ایز ډول ترلاسه نشي نو ددوۍ چریکي عملیات بیا په دغه هیواد کې عامه نظم ګډوډوي او خپلې موخې ته دپوځي کودتا ګانو له لارې ځان رسوي.
اوس مهال دروسیې واګنر ملیشې دافریقايي هیوادونو دتسخیرولو لپاره له لیبیا څخه ګټه پورته کوي او په دغه هیوادونو کې یې دروسیې وګړو ترڅنګ هغه ملیشې هم ځای پرځای کړي دي چې دسوریې،چاډ،سوډان او لیبیايي خلکو څخه جوړې دي،دمګړۍ په لیبیا کې په ښکاره توګه خلیفه حفتر دجګړې یو لوری ځان بولي خو د پردې تر شا ټول واک دواګنر ملیشو دخطرناکو قومندانانو په لاس کې دی،دواګنر وحشي ملیشو ډار اوس دنړۍ دبې وزله هیوادونو په منځ کې په خپریدو دی او تر ډيره بریده دا احتمال لا هم شته چې دوۍ به دغه نوې لوبه دامریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې هم ترسره کړي،هغه څه چې زموږ ولس ته به یو بل ناورین وزیږوي.
نو دروسیې واګنر ګروپ اوس سوریه او لیبیا دافریقاء لپاره دمرکز په توګه استعمالوي ترڅو په دغه برخه کې خپل اغیز وساتي،دا چې فرانسوي استعمار په افریقاء کې ډير بد تاریخ لري دا تیره اونۍ یې په یو شمیر هیوادونو کې پرضد سخت لاریونونه هم شوي دي او ورسره په دغه افریقايي هیوادونو کې دجهادي ډلو بریدونو هم زور اخیستی دی،روسان هم هڅه کوي چې دغه سیمې ته ورداخل شي او دفرانسې له وتلو وروسته رامنځ ته کیدونکې تشه ډکه کړي.
دواګنر جنایتونه په منځنۍ او غربي افریقاء کې!
دملګرو ملتونو یو تفصیلي راپور وايي چې دواګنر ملیشو دمنځنۍ افریقاء په جمهوریت کې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې په زرګونه ملکي وګړي وژلي دي.
په همدې ډول نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم لیکلي دي،واګنر روسي ملیشو په زرګونه مسلمانان وژلي دي،مسجدونه یې لوټلي دي او دسجدو پرمهال یې لمونځ کونکي په شهادت رسولي دي،واګنر په منځنۍ افریقاء کې دتقوی په نامه مسجد هم ړنګ کړی دی،له دې وراخوا ډير ظلمونه دغه ملیشو کړي دي،اوس دافریقاء له غرب وروسته دشمال وار دی او تر ډيره امکان لري چې دغه ملیشې دافریقاء شمال ته هم راشي.
دخصوصي پوځي کمپنیو او ملیشو لوبه نوې نده،له دې مخکې امریکا بلیک واټر،ایران حشدالشعبي،فاطمیون،حوثیان او حزب الله هم درلودل،خو دومره امکانات چې واګنر لري،نورې ډلې ترې برخمنې ندي،اوس نړۍ او اسلامي نړۍ د واګنر له ستر خطر سره مخ ده.
0 Response to "واګنر د روسيې نوې استعماري هڅه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com