سالم فکر اوکړئ

کمونيزم پېژندنه

کمونيزم پېژندنه

کمونيزم پېژندنه

     دوهمه طبقه

     سوسیالیزم چي د الحاد په دوهمه طبقه کي راځی او وروسته د کمونیزم په نوم یاد سو لومړی بنسټ یې د الماني یهودي (کارمل ماکس) په نوم په ۱۸۴۷ کال کي کېښود او د انګلیس په مرسته یې د سوسیالیزم یا کمونیزم مرام ترتیب کړ، له جرمني، فرانسې او بلجیم څخه د شړلو وروسته یې لندن کي ژوند غوره او په ۱۸۸۳ کال کي مړ سو.


     مارکس د سوسیالیستي انقلاب په راوستو کي بریالی نه سو، خو د هغه وروسته د لینن په مشري په کال ۱۹۱۸ کي د روسیې په خاوره کي سوسیالیستي یا کمونیستي انقلاب منځته راغی.


     کمونیزم د لاتیني کلمې (Communis) څخه اخیستل سوې چي معنی یې اشتراکیت دی او هدف یې د خصوصي او فردي ملکیت لغوه کول او د ټولنیز برابر ملکیت رامنځته کول دي، ځیني فکر کوي چي سوسیالیزم او کمونیزم به یوازي یو اقتصادي مذهب وي خو داسي نه ده بلکي کمونیزم یو الحادي مذهب دی.


     موسوعة الادیان والمذاهب المعاصرة لیکي:

کمونیزم یا اشتراکیت یو فکري مذهب دی چي پر الحاد باندي ولاړ او د هر څه بنسټ ماده ګڼي.

او شعار یې دادی: موږ په دریو شیان ایمان لرو: مارکس، لینن او ستالین او په دریو شیانو کافر یو: الله، دین او ملکیت.


     ددې الحادي مذهب ځیني افکار او اعتقادات په لاندي ډول دي:

     ۱. د الله تعالی د وجود، دین او وحي څخه انکار کول.

لینین ویلي: موږ باید د دین په خلاف وجنګیږو، د دین ریښې وباسو، تل دي وې دهریت.

     ۲. د فردي ملکیت له منځه وړل او د ارث او میراث لغوه کول.

     د کمونیزم بل اساسي هدف دادی، چي د یوې کمونیسټي ټولني د جوړولو لپاره د ملکیت ختمول یو ضروري امر ګڼي.

     لینین وایي: "کمونیس یو لاتیني کلمه ده چي د شریک معنی لري، ټولنه هغه ټولنه وي چي په هغه کي هر څه شریک او ګډ وي یعني ځمکي او فابریکې باید شریکي او ګډي وي او د ټولني ټول افراد په ملکیت کي سره برابر شریک وي.

     کمونیزم تر ټولو بد ظالمانه سرمایه داري نظام دی چي د خلکو ځمکي او ملکیت په زوره غصب کوي.

     ۳. د مادې په ازلي توب ایمان لرل.

     ۴. د دوی په اند دولت حزب دی او حزب دولت دی.

     ۵. د جوماتونو نړول او د هغه پر ځای د حزب مراکز جوړول او مسلمانان د دین د شعائرو ښکاره کولو ته نه پرېښودل.

     ۶. د کورني نظام ختمول:

     مارکس د کمونیست ګوند په اساسنامه کي لیکلي: موږ د کورني نظام له منځه وړل غواړو.

لینن په خپله یوه وینا کي داسي ویلي وو: "موږ د حلالي او حرامي اولاد ترمنځ توپیر له منځه یووړ". شریکي ښځي نیول د کمونیزم یو اصل دی. مګر دغه الحادي او کمونیستي فکر په ټوله نړۍ کي الحمدلله ناکام سو.


إعداد الندوة العالمية للشباب الإسلامي، السلطان الأحمر، د. عبدالله عزام.



0 Response to "کمونيزم پېژندنه"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article