سالم فکر اوکړئ

د خلکو خبرو پسې مه ځه!

د خلکو خبرو پسې مه ځه!

د خلکو خبرو پسې مه ځه!

زمونږ د ټولنې دا يو ډير بد صفت دی، چې کله يو کس نيک کار پيل کړي، نو خلک به ورپسې خپله خوله خلاصه کړي، او هر څه به ورپسې وايي، او ډيره زياته مبالغه به پکې کوي، چې فلاني داسې دی، خو ګرانه وروره!ته د خلکو خبرو پسې مه ګرځه، ته مخکې حرکت کوه، ځکه مونږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو، که ته خپله ملا د خلکو لپاره پول جوړ کړې چې خلک پرې تير شي، بيا به هم خلک وايې، چې د دې ملا خو کږه ده او د دې ملا خو خکته والي او پورته والی لري، معنی دا چې ته د هيچا له خبرو څخه نه شې خلاصيدلی، او تا پسې به خبرې کوي، نو په دې خبرو دې خپل نيک کارونه مه پريږده، ځکه وايي چې يوه ورځ موسی عليه السلام خپل رب ته شکايت وکړ، او ورته يې وويل: چې بني اسرائيل راپسې خبرې کوي، او د دوئ ژبي زما څخه بندې کړه چې نور ما پسې خبرې ونه کړي، الله تعالی ورته وويل : چې ای موسی! څه چې زه د خپل ځان څخه نه دفع کوم، څنګه يې ستا څخه دفع کړم، ما په دوئ باندې دومره زيات احسانات کړي دي ، خو بيا هم دوي زما سره شريک نيسی ، کله وايي چې الله يو د دريو څخه دی، او کله وايي چې الله اولاد لري او داسې نورې، يعنی چې د خلکو د خبرو څخه هيڅوک هم نشي خلاصيدلی، نو د خلکو خبرو پسې مه ګرځه او خپل عمل ته دې توجه وکړه او قوت ورته ورکړه.

#خالدمحمدي

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "د خلکو خبرو پسې مه ځه!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article