ايا خدای د انسان په بڼه سره دى ؟
ايا خدای د انسان په بڼه سره دى ؟
عبدالغفار جبير - د عيسايي راهب جان جوزف والټر سره بحث
God incarnate
په ځینو مذهبونو لکه: عیسائیت، هندو مذهب، بودایي مذهب، شنټو مذهب او نورو کي دا عقیده شته چي خدای و مځکې ته د انسان په شکل سره راکښته شو، (العیاذ بالله) اصلاً دا عقیده د پخواني یونان د فلسفې یوه برخه ده، چي د زرهاوو کلونو راهیسي په ډیرو مذهبونو کي شتون لري، عیسائیت ته هم له مشرکینو څخه دا عقیده راغلې ده، د هندو مذهب فلسفه وايي چي راما اووم خدای دی چي دانسان په بڼه سره و انسانانو ته راکښته شو، کرشنا اتم خدای دی دانسان په بڼه سره، بودا یې نهم خدای دی او داسی نور... عیسایان وايي چي داسی نه ده بلکې خدای یواځی او یواځی په حضرت عیسی علیه السلام کي حلول وکړ او دده په جسم کي داخل شو او دانسان په بڼه سره راکښته شو او بس.
دیوتا/اوتار:
دا توري به مشرکینو وخپلو خدایانو ته استعمالول، مشرکینو هم داسی عقیده درلوده چي خدای ددغه کس په بڼه سره راکښته شویدی، بیا به دهغه دمړینې وروسته دهغه مجسمه جوړه شوه او بیا به یې عبادت کیده ودې ته یې او تار/دیوتا وایه.
ولي خدای په انسان کي حلول او تجسم وکړ؟؟؟ هندوان ، بودایان او عیسایان وايي چي خدای په دغه دانسان په بڼه سره راکښته شو، او په انسان کي یې حلول وکړ چي تر څو انسانان ښه پوه کړي، او هغو ته خپل پیغام ورسوي، او دا هم وايي چي خدای تر هغو په انسانانو نه پوهیږي تر څو دانسان په بڼه سره راکښته نشي.
دجهوا ویټنس دیوه راهب سره بحث
خپله د هندوانو او عیسایانو په مذهبي مقدسو کتابونو کي راغلي دي چي خدای نظیر او مثل نلري، خدای یو دی او حال داچی نه هندوان او نه هم عیسایان دا مني چي خدای یو دی، هندوان وايي چي هر مخلوق خدای دی، او عیسایان بیا وايي چي خدایان درې دي ، پر حلول او تجسم دخدای په انسان کي مي یو بحث درلودی چي مهم ټکي یې دا دي:
عیسایي راهب جان جوزف والټر راسر بحث کاوه:
= تاسی حضرت عیسی علیه السلام خدای بولی؟
جان جوزف والټر: خدای انسانان نشوای پوهولای نو ځکه خدای په انسان کي حلول وکړ او دانسان په جسم کي راکښته شو، نو ځکه هغه خدای دی.
= تاسی فرض کړي دغه میز چي ماته پروت دی ما جوړ کړیدی، زه ددغه میز په هر کونج، میخ او هرڅه خبر یم، داځکه هرڅه یې ما ترتیب کړیدي ، وماته معلوم دی، ستاسو منطق دا وايي چي زه باید میز شم او بیا زه په میز پوهیدلای شم او که میز نشم زه په میز هیڅ نه پوهیږم، همداسی هرشی لکه موټر، اور ګاډې، الوتکه او نور.... زه ستاسو ددې استدلای په رڼا کي درته ویلای شي چي هیڅ مستري په موټر نه پوهیږي تر څو دغه مستري موټر نشي، دا تاسی څنګه منطق لری؟ حال دا چي داسی نه ده، الله جل جلاله چي دا مخلوقات پیدا کول په هرڅه یې پوهیږي، خدای خپله ودې ته اړتیا نلري چي دانسان په بڼه سره راکښته شي او بیا انسانان پوه کړي، بلکې دانسانانو له جنس څخه یې پیغمبران او رسولان انتخاب کړل او دبشریت دتعمیر او لارښوونې لپاره یې راولیږل.
جان جوزف نور چوپ شو ټول استدال او منطق یې ختم شول.
په هندو، بودايي، عیسائیت او نورو ټولو مذهبونو کي دا عقیده غلته ده او له عقل سلیم څخه لیري ده، او هیڅ سلیم عقل دانشی منلای.
0 Response to "ايا خدای د انسان په بڼه سره دى ؟"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com