د دین او سیاست د جلاوالي لاملونه: سالم فکر اوکړئ.
د دین او سیاست د جلاوالي لاملونه:
۱: د اسلام د دښمنانو کینه او مکر: ډېری کینه ګر او حسد کوونکي کسان شته چې د حسد او کینې له وجي د اسلام په حقانیت او حقیقت اقرار نه سې کولای، نو همېشه کوښښ کوي چې کله هم د اسلام په یوه حکم پوه نه شې نو پر اسلام نیوکې کوي او د اسلام د بدنامولو لپاره تبلیغات کوي او د ناخبره مسلمانانو ذهنونه په ډول ډول منفي تبلیغاتو مشغولوي او هغوي ته د اسلام د سیاسي نظام بدۍ بیانوي تر څو د هغوي هم د اسلام د سیاسي نظام څخه کرکه پيداشې او مخ ورڅخه واړوي.
۲: د اسلام د احکامو څخه ناخبري او جهالت: ډېری مسلمانان او د هغوي اولادونه د اسلام د مبارک دین په احکامو او اصولو یا خو بېخي خبر نه دي او یا خو خبر دي په پوهیږي نه، چې دا ناخبري او ناپوهي د دي سبب شوی چې د اسلام ډېر احکام تر پښو لاندي شي او هغو څخه یو هم د اسلام سیاسي احکام دي.
۳: د نورو منحریف سوو دینونو سره د اسلام پرتله: دا خو روښانه حقیقت دی چې په اروپايي هیوادونو کې دین او سیاست سره جلا دي دین يوازي په کلیساوو کې بند دی او سیاست د کلیسا څخه جلا د زورواکانو مسلم حق ګڼل سوی دی، ځکه نو ډېری خلګ د اسلام مبین دین د دغو منحریفو دینونو سره پرتله کوي چې دا پرتله هيڅکله هم د منلو وړ نه ده، ځکه چې د دواړو ادیانو تر منځ ډېر توپير شتون لري. چې دا توپير په لنډ ډول داسې بیانیږي:
الف: د مسیحت دین منسوخ شوی او د کارولو وړ نه دی، خو اسلام هیڅکله نه منسوخ کیږي.
ب: مسیحت تحریف شوی او اصلې روح ئې نه دی پاتي او د اسلام مقدس دین کې هيڅکله څوک تحریف نه شې کولاي، ځکه د اسلام د ساتنې زیمه واري الله (ج) کړی ده.
۴: استعمار: اکثره اسلامې هیوادونه د ډېر وخت لپاره د کفري اشغالګرو تر اشغال لاندي پاته شوي دي، استعمار ئې هر وخت کوښښ کړی دی چې پر مستعمیره اسلامي هیوادونو کې دا فکر د زور له لاري عام کړي چې اسلام او سیاست سره جلا دي.
۵: غیر مسلمان واکمنان:د اکثرا اسلامي هیوادونو مشران هسي په نوم مسلمانان وه، خو همېشه ئې د اسلام د بدنامولو او اسلامي احکامو د پایمالولو لپاره هلي ځلي کړي، چې د اسلامي هیوادونو تاریخونه د داسې مشرانو ګواهي ورکوي.
۶: د سیاست په معنی نه پوهیدل: ډېر عام خلګ اوس هم د سیاست په معنا نه پوهېږي او دوي باور لري چې سیاست درواغ، چل، فریب او دوکی ته ویل کیږي او اسلام خو د درواغو، چل او فریب څخه پاک دی، او همېشه لپاره د داسې شیان تردید کوي، نو ځکه اسلام او سیاست نه سره يو ځای کیږي.
ماخذ: د اسلام سیاسي نظام.
لیکوال:پوهنیار محمد وسیم "حنیف"
0 Response to "د دین او سیاست د جلاوالي لاملونه: سالم فکر اوکړئ."
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com