دا ښځه زما لايقه نه ده! خالد محمدي؛
دا ښځه زما لايقه نه ده!
د تکريت امير نجم الدین ايوب ډيره زمانه واده نه وو کړی، خپل ورور اسد الدين شيراکوه ترې پوښتنه وکړه: ای وروره واده ولې نه کوې؟!
نجم الدین ايوب ورته وويل: داسې څوک مې نه ده پيدا کړې چې زما لايقه وي.!
اسد الدين ورته وويل: ايا زه درته کوژده ونه کړم؟!
نجم الدین ايوب ورته وويل: څوک راته کوې؟!
هغې ورته وويل: چې د سلطان محمد بن ملک شاه سلجوقي لور، او يا د هغې د وزير لور.
نجم الدین ايوب ورته وويل: دوئ زما لايق نه دي.
اسد الدين په سوچ کې شو.
بيا يې ورته وويل: چې څوک ستا لايقه ده؟!
نجم الدین ايوب ورته وويل: چې زه داسې صالحه ښځه غواړم، چې زما لاس ونيسی او جنت ته مې يوسي، او ماته داسې بچی وزيږوي، چې ښه تربيه يې وکړي، او قوي شاهسوار ترې جوړ شي،او مسلمانانو ته بيت المقدس وګټي.
اسد الدين د خپل ورور خبرو څخه تعجب وکړ، او ورته وويل: داسې ښځه به د کومه شي نو؟!
نجم الدین ايوب ورته جواب ورکړ او وويل: څوک چې نيت خپل خالص کړي، الله به يې ورته ورکړي.
يوه ورځ نجم الدین ايوب د تکريت په مسجد کې د يو شيخ سره ناست وو خبرې يې کولې، چې يوه جلۍ راغله، او شيخ ته يې د پردې څخه اخوا غږ وکړ، او اجازه يې وغوښته، شيخ د نجم الدین ايوب څخه اجازه وغوښتله، چې د جلۍ سره خبرې وکړي، نجم الدین ورته اجازه ورکړه.
نجم الدین ايوب د شيخ اواز اوريدلو چې جلۍ ته يې ويلې،
هغه ځوان چې ستا د نکاح لپاره مې درليږلي وو،ولې دې د هغې خبره رد کړه؟!
جلۍ ورته وويل: شيخ صيب! ډير ښايسته او ښه ځوان وو، او د لوړ مقام خاوند وو، خو هغه زما لايق نه وو.
شيخ ورته وویل: ته څنګه ځوان غواړې؟!
هغې ورته وويل: شيخ صيب داسې ځوان غواړم، چې زما لاس ونيسی او جنت ته مې يوسي،او له هغې څخه داسې بچی وزيږوم چې قوي شاهسوار ترې جوړ شي، او مسلمانانو ته بيت المقدس وګټي.
الله اکبر ولله الحمد هغه کلمات چې نجم الدین ايوب د ښځې په غوښتنه کې خپل ورور ته ويلي وو، او د سلطان او وزير لور يې نه وه قبوله کړې، چې د ډير ښايست او مقام خاوندې وي.
همدارنګه ښځې هم د هغه ځوان غوښتنه رد کړه چې د ډير ښايست او لوړ مقام خاوند وو.
خبر يې! دا ټول په څه وجه؟!
دواړو داسې څوک غوښته چې د دې لاس ونيسی او جنت ته يې يوسي، او داسې بچی يې وشي چې مسلمانانو ته بيت المقدس وګټي.
نجم الدین ايوب پورته شو، او شيخ ته يې اواز وکړ، شيخ صيب! زه غواړم چې د دغه جلۍ سره واده وکړم.
شيخ ورته وویل: دا خو د دې کلي د ډير فقير سړی لور ده؟!
نجم الدین ايوب ورته وویل: دا هغه څوک ده چې زه يې غواړم.
نجم الدین ايوب د همدې جلۍ سره واده وکړ، او څه چې غوښتل الله ورکړل، ځکه دې جلۍ نجم الدین ايوب ته داسې څوک وزيږوه، چې قوي شاهسوار وو، او مسلمانانو ته يې بيت المقدس وګټه، پوهیږئ دغه شاهسوار څوک وو؟
دا سلطان صلاح الدين ايوبي رحمه الله وو، چې مسلمانانو لپاره يې بيت المقدس وګټه.
#ژباړه_خالدمحمدي
خالد محمدي
0 Response to "دا ښځه زما لايقه نه ده! خالد محمدي؛"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com