ايا اسلام په زور خپور شوى دين دى? سالم فکر اوکړئ!
ايا اسلام په زور خپور شوى دين دى?
نن نه يوازې کافران، بلکې ډېرى مسلمانان هم پر دې باور دي چې اسلام د تورې په زور خپور شوى دين دى، په داسې حال کې چې اسلام د سلام له لفظ اخيستل شوى او مانا يې سوله،سلامتيا او امن دى. پر دې برسېره اسلام د سلم له لفظ هم اخيستل شوى چې مانا يې خپل ژوند د الله تعالى د اوامرو په جوکاټ کې ترسره کولو ته وايې.
اوس که چېرته اسلام د تورې په زور خپور شوى دين وي، نو تعريف ته په کتو سره بايد ووايو چې د سولې او سلامتيا خپرول د زور او تورې په ځواک نو دا جمله د تعريفاتو سره په ټکر کې ده، همدارنګه د سولې او سلامتيا لپاره زور ته اړتيا نشته غواړم د دې اړوند ځيني بېلګې درته ووايم:
لومړۍ بېلګه:
تقريباً د 1400 کالو راپدېخوا په عربي ممالکو باندې مسلمانان پاچاهي کوي، خو اوس هم پکې تقريباً يو کروړ او څلور سوه لکه عيسويان ژوند کوي او دا عيسويان هم په دې شاهدي ورکوي چې اسلام د تورې په زور نه دى خپور شوى نو اوس سوال دا دى:
چې ولې له دومره قوت سره چې مسلمانان يې په عربو کې لري اوس هم عيسويانو ته هلته د عبادت کولو او ژوند کولو اجازت ورکوي؟
ولې دوي نه دې مسلمانان شوي?
ولې دوي نه دې وژل شوي?
دوهمه بېلګه:
په هندوستان کې مسلمانانو تر زرګونو کالونو ډېر حکومت کړى دى، خو اوس هم په دې هيواد کې اتيا سلنه خلک کافران دي او دا اتيا سلنه خلک هم شاهدي ورکوي چې اسلام د تورې په زور نه بلکې د يو حقيقي دين په توګه خپور شوى دى،که نه نو اوس به دا اتيا سلنه يا مړه او يا هم په زوره مسلمانان شوي وو.
درېيمه بېلګه:
په نړۍ کې ترټولو زيات مسلمانان چې لري هغه اندونيزيا ده کوم چې هلته هېڅ اسلامي لښکر نه وو تللى اوس سوال دا دى چې هغه خلک د څه په وسيله مسلمانان شوو?
په ماليزيا کې خلک په شدت سره مسلمانيږي او ورځ په ورځ يې هلته د مسلمانانو شمېر په ډيريدو دى کوم چې ماشاالله اوس يې پنځوس سلنه ته رسېږي، بيا هم دا پوښتنه ده چې دې هيواد ته کوم اسلامي لښكر ورغلى دى چې په خلکو دې يې په زوره کلمه تېره کړې وي؟
نن په اروپا کې اسلام تر نورو اديانو تېز خپرېدونکى دين دى، نو هلته کومه اسلامي قوه تللى ده او دوى په زوره مسلمانان کړي دي؟
څلورمه بېلګه:
د نړۍ مشهور عيسوي تاريخ ليکونکى ټوميس کالايل د يو دين د خپريدو په اړه په خپل کتاب کې ليکي
د نړۍ تر ټولو ستر اتل محمد ص دى. په داسې حال کې چې هره فلسفه،هر فکر او هر سوچ په پيل کې له يو نفره رامنځته کېږي، نو که چېرته يو نفر ته سوچ ورځي او دې وسله را اخلي، د دې لپاره چې دا سوچ پر ټولې نړۍ ومني دا کار ناشونى دى، ځكه خو هغه بايد د دې هدف لپاره له خپلې فکري وسلې( د حکمت وسله) کار واخلي، کوم کار چې رسول الله ص تر ټولو ښه ترسره کړى دى.
کتاب ــــ Champions Devotion
پنځمه بېلګه:
دا چې څرنګه اسلام تر نورو ورسول شي په دې اړه الله جل جلاله په سورة النحل 125 کې فرمايي:
ژباړه: اى پيغمبره! د خپل رب د لارې پر لور په حکمت او نېک اسلوب بلنه وکړه او په خورا نېکه او غوره توګه ورته خپل هدف وړاندې کړه،ځکه چې ستا رب ته ښه معلوم دي چې څوک د هغه له لارې اوښتى او څوک پر سمه روان دى. ( القران)
اکثره د اسلام ضد ټولنې په تېره بيا د اسلام ضد رسنۍ دا هڅه کوي چې په يوه نوم نه يو نوم اسلام د ځبر، زور او بد دين خلکو ته ور وپېژني، خو الله ج په سورة ال عمران 57 کې په دې اړه فرمايې:
ژباړه: هغوى د عيسى عليه اسلام پر خلاف پروګرام جوړ کړ او الله جل جلاله هم پروګرام جوړ کړ، الله تعالى غوره پروګرام جوړوونکى دى.
نوووو:
اسلام يوازينى دين دى چې پرته له کوم زور،ځبر،ظلم او بدو کارونو څخه خپور شوى دى او د تېز خپرېدو قوه يې د دين حقيقتوالى دى نه د تورې زور.
د د مسلمانانو د اسلام اړوند لويه تېروتنه ده چې اسلام د زور او جبر دين معرفي کوي. په دې اړوند د قرانکريم او کل کې اسلام ډېرې بېلګې لري خو پوهه اشخاصو ته به همدومره کفايت وکړي.
راټولوونه، زياتوونه :
0 Response to "ايا اسلام په زور خپور شوى دين دى? سالم فکر اوکړئ!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com