سالم فکر اوکړئ

حجر الاسود او کمپيوټر:

حجر الاسود او کمپيوټر:

حجر الاسود او کمپيوټر:

پوښتنه: څنګه یوه ډبره کولاي سې چې د میلیونونو انسانانو تصويرونه او ږغونه ثبت کړي او بیا دي همدا ډبره د قیامت په ورځ پر هغه باندي شاهدي ورکړي؟

ځواب: عن ابن عباس (رض) ان النبی (ص) قال: الحجر الاسود من الجنة. (الحدیث).

ترجمه: حجر السود د جنت څخه را لیږل شوي ده. 

دا ډبره د بیت الله شریفي و ختیځي دروازي ته پرته ده، کله چې حاجیان پر کعبه شریفه باندي طواف کوي نو حاجیان نوموړي ډبره مسحه کوي، نو که چیري په داسې حال کې حاجیان و دي ډبري ته را ورسيږي چې هغه ډبره په لاس نه سې مسحه کولاي نو بیا دا ډبره د دستمال، لکړې او یا نورو وسایلو په مرسته سره مسحه کوي. د دي ډبري په مسحه کولو کې یو عجېبه راز پروت دی چې د آخرت په ورځ به الله (ج) و دې ډبري ته د خبرو کولو توان ورکړي او هغه کسانو چې د حج فريضه اداء کړي وي پر هغو به شاهدي اداء کړي او د دي تر څنګ به نوموړي ډبره د هغه شخص اواز او تصویر د شاهدي په بڼه سره راوړي چې زه ئې مسحه کړي یم او دا کس د حج فریضه اداء کړي ده او زه پر دي ګواهې ورکوم چې دا بنده مسلمان دی.

الله (ج) و دې ډبري ته دومره استعداد ورکړی دی چې د حاجیانو کوم آوازونه او تصوير چې نوموړي ډبره نیسي نو هغه ټول په دي کې ثبتیږي او د قیامت په ورځ به ټوله بیله اختلاله ښکاره کوي. پيغمبر (ص) فرمایي: عن ابن عباس (رض) قال قال رسول الله (ص) ان الهذا الحجر لساناً وشفتین یشهد لمن استلمه یوم القیمة بحق، ابن ماجه جلد ۲ صفحه ۳۲۸۱.

ژباړه: د آخرت په ورځ به الله (ج) حجرالاسود ته ژبه او دوي شونډي ورکړي چې د حق شاهدي به پر هغو کسانو باندي ورکړي چې په دنیا کې ئې نوموړي ډبره مسحه کړي وي.

نو هغه ملحدانو چې د نوموړي حدیث شریف څخه انکار کوي او دا نیوکه پر دي کوي چې څنګه یوه ډبره داسې څه کولای سې چې هيڅ د عقل او منطق سره نه برابریږي. 

مګر موږ ټوله پر دي شاهدان یو چې نن ورځ دا ثابته شوي ده او موږ ئې په خپله وینو چې حقیقت څه دی، اصلاً دوي په خپله اشتباه او ناپوهان دي او د سرور کائنات قول پر ځای او دُرست دی. لکه مخکې چې مې وویل ګرانو لوستونکو تاسو دا واقیعت نن ورځ په خپلو سترګو ویني چې یو کمپیوټر څنګه کولاي سې چې په میلیونونو تصویرونه، اوازونه او نور ضروري مواد په خپل ځان کې بيله کومه اختلال او ګډوډي څخه ثبت کړي.

حال دا چې کمپیوټر د بشر آختراع ده چې څومره کارونه کولای سې، نو آیا هغه پاکه او مقدسه ډبره چې الله (ج) د جنته څخه را استولې ده نه سې کولاي چې په خپل ځان کې تصویرونه، آوازونه ثبت کړي؟

بیشکه چې دا ډبره د ټولو حاجیانو د لبیک آواز ثبتوي او د آخرت په ورځ ئې د شاهدي په بڼه سره بیانوي.

نن ورځ همدا کمپیوټر و ټولو ملحدانو ته یو واضح او صریح ثبوت او مثال دی چې څنګه یو د بشر په لاس جوړ سوي شي دا هر څه کولاي سې بیله کومې ګډوډي څخه خو بیا هم دا ملحدین پر یوه ستر حقیقت باندي سترګي پټوي.

نو اسلام په واضح ډول دوي ته وایې چې تر پرونه پوري تاسو د (حجر الاسود) حقیقت نه مني خو نن ورځ بیا کمپیوټر چې تاسو په خپلو لاسونو سره جوړ کړی دی هغه مني، نو که چیري د همدي ډبري حقیقي میکانیزم د پيغمبر (ص) په مبارکو احادیثو کې نه واي بیان شوي نو تاسو به نن ورځ دا پرمختتلي کمپیوټر څنګه جوړولاي، نو دا واضح خبره ده چې نني پرمختللي کمپیوټرونه ټول د پیغمبر (ص) د دي حدیث پر بنا باندې جوړ شوي دي او بیا هم ملحدین د دي څخه انکار کوي.


سرچېنه او ماخذ: قرآن و اکتشافات عصر جدید.

لیکوال: مولوي شمس الدین "هاشمي"

ژباړن: محمود "هوتک"

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "حجر الاسود او کمپيوټر:"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article