سالم فکر اوکړئ

د جنت امتیازات ولي د نر لپاره دي؟

د جنت امتیازات ولي د نر لپاره دي؟

د جنت امتیازات ولي د نر لپاره دي؟

سوال: ولي په اسلام کي د جنت ټول امتیازات د نر لپاره دي، لکه حورې، د شرابو ډک جامونه او داسي نور...؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

الله جل جلاله د ټولو کائناتو مالک او خالق دی، الله جل جلاله حکیم، خبیر او علیم ذات دی، هغه په هر څه تر ټولو ښه پوهیږي، خدای پاک چي دا مخلوقات څنګه پیداکړي او د کوم کار لپاره یې پیداکړیدي؟ په دې کي یې زښته ډېر حکمتونه، رازونه او نېمګرغۍ سته، موږ د الله جل جلاله څخه دا پوښتنه نسو کولای چي دا شی دي ولي پیدا کړ؟ ولي دي دا دنده ورکړه؟ لکه په قرآنکریم کي چي راځي:

  لایُسئل عما یفعل و هم یُسئلون . (سورت انبیاء: ۲۳)

ژباړه: هغه (خدای) د خپلو چارو لپاره پوښتنل کېدونکی نه دی، خو دوی (بندګان) ټول پوښتل کېدونکي دي.

ددې ساده بېلګه داسي ده، لکه یو څوک چي پخپل ملکیت کي لس پسونه ولري، دغه کس چي هر پسه ذبح کوي، څوک دا حق نلري چي پوښتنه ترې وکړي چي دغه پسه دي ولي ذبح کړ او دغه دي ولي پرېښود؟

هغه څوک چي پر خدای ایمان لري (مسلمانان، یهود، عیسایان) و دوی ته معلومه ده چي خدای پاک چي څه غواړي هغه کوي او هغه کولای سي او مخلوق د خالق څخه د پوښتنو حق نلري، یو هغه ډله انسانان دي چي له خدایه منکره او ملحدین دي، دوی لومړی خدای نه مني او بیا د خدای په هکله پوښتني کوي ، چي دا غیر معقول منطق دي، د دوی ډېري پوښتني موږ زما په چاپ سوي کتاب (ښکلي ځوابونه) کي ځواب سویدي، د ملحدینو پوښتني د بېلګي په ډول:

: ولي حضرت آدم علیه السلام له خاورو پیدا سویدی ولي له طلا نه دی پیدا سوی؟

ددې سوال مفصل ځواب ما ورکړیدی، د دوی دا سوال په دې بېهوده دی چي دوی حضرت آدم علیه السلام نه مني، دوی وايي چي انسان د بیزو له نسله دی، چي د دوی ددې بې بنسټه سوال ځواب بیا استاد لعلي صاحب پخپل چاپ سول کتاب (ایا انسان د بیزو له نسله دی؟) په ساینسي او معقول ډول سره ځواب کړیدی، همداسي نور بېهوده سوالونه لکه:

: ولي خدای پاک انسانان د مځکي پرځای په مریخ کي نه دي اباد کړي؟

او داسي نور بېهوده او له عقله لیري سوالونه.

ولي نر تر ښځې امتیازات لري؟؟؟

په قرآنکریم کي راځي: الرجال قومون علی النسآء بما فضل الله بعضهم علی بعض و بمآ أنفقوا من اموالهم. (سورت النسآء: ۳۴)

ژباړه: ژباړه: سړي پر ښځو باندي حاکمان دي، له دې کبله چي الله ځيني د دوی ته پر ځينو نورو غوراوی ورکړيدئ او له دې امله چي نارينه (د ښځو لپاره) خپله شتمني لګوي.

قوام- و هغه چاته ويل کيږي چي د انتظام ذمه واره وي.

په دې ايات کي د نر فضيلت او حاکمتوب د دوو وجهو په سبب بيان شوی دئ لومړی دا چي الله جل جلاله چي کوم صلاحيتونه په نر کي ايښي دي هغه صلاحیتونه ښځه نلري چي دا د ښځې فطري جوړښت دئ او دوهم دا چي نر پر ښځه باندي په دې حاکم دئ چي خپل مال په ښځه باندي مصرفوي نوله همدې کبله نر حاکم دئ. (اصلاحي خطبات ټوک ۲ ، پاڼه: ۷۹/ ليکوال: شيخ الاسلام محمد تقي عثماني صاحب- خپرونکی: ميمن اسلامک پيلشرز) 


نر فطرتاً پر ښځه باندي لوړ مقام لري:

نر پر ښځه باندي په فطري ډول سره لوړوالی لري، عقل يې زيات دئ، هغه د سياست د ډکر دئ، ټول حقوق په ښه ډول سره و سرته رسولای سي، ننګ او ناموس ساتل د نر کار دئ، د مال ګټل، د ښځې د خوراک، څښاک او کالو کفيل هم خاوند دئ،له همدې کبله که د خاوند ښځه نا اهله وي نو خاوند دا حق لري چي و ښځې ته سزا ورکړي خو د سزا کيفيت يې هم معلوم دئ، لومړی به ورته پند او نصيحت کوي، که دا طريقه اغېزمنه نه وه نو بيا دي ورڅخه په ځای کي بېل سي، که دغه طريقه هم اغېزمنه نسوه نو بيا جسماني سزا ورکولای سي، خو هډوکي او پښتۍ به يي نه ماتوي پر مخ به ئې نه وهي.

(حجة الله البالغة دوهم ټوک، پاڼه: ۷۸۸- ۷۹۰/ ليکوال: حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله عليه/ خپرونکي: تاج کتب خانه پيښور)

خدای پاک لومړی انسان نر سیدنا حضرت آدم علیه السلام پیدا کړ او له هغه څخه یې بیا ښځه بې بې حوا رضی الله عنها پیدا کړه لکه په قرآنکریم کي چي راځي:

يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وٰحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً ۚ 

ژباړه: اې خلكو له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چي تاسي يې له يو تن څخه پيدا کړئ او له هماغه تن څخه یې د هغه جوړه منځ ته راوړه او له دې دواړو څخه یې په نړۍ کښي ډېر نارينه او ښځي خواره کړل.

خدای پاک د حضرت آدم علیه السلام تر پیدا کېدو مخکي ملائیکو ته وویل چي زه یو خلیفه په مځکه کي پیدا کوم لکه په سورت بقره کي چي راځي:

وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓئِكَةِ إِنِّى جَاعِلٌ فِى الْأَرْضِ خَلِيفَةً (سورت بقره: ۳۰) 

ژباړه: او [اې پېغمبره (ص)] د هغه وخت یادونه وکړه چي كله ستا رب پرښتو ته ويلي وه: "زه په ځمكه كښي د يو خليفه پيدا كوونكى يم.

چي وروسته خدای پاک حضرت آدم علیه السلام له خاور څخه پیدا کړ، چي دا هر څه په قرآنکریم کي واضح دي، بیا خدای پاک د لومړي ځل لپاره هر څه ور وښودل (علم آدم الاسمآء کلها)، له دې څخه وروسته بیا خدای پاک ملائیکو ته وویل چي حضرت آدم علیه السلام ته سجده وکړي او داسي نور..

۱: لومړی انسان خدای پاک نر (حضرت آدم علیه السلام ) پیدا کړ.

۲:هغه واک او صلاحیتونه چي خدای پاک په نر کي ایښي دي هغه په ښځه کي نسته.

۳: کله چي خدای پاک حضرت آدم علیه السلام په مځکه کي خلیفه و ټاکئ د همدې لړۍ مطابق ۱۲۴۰۰۰ زیات و کم پېغمبران ټول نارینه وه، دا ځکه چي په دې لاره کي چي څومري تکلیفونه و انبیاء علیهم السلام ته مخته راغلي دي د هغو ټولو برداشت، صبر، حوصله او مقابله صرف په نارینه وو کي وه او په ښځو کي نه وو او نه هم سته.

۴: داچي تر قیامته پوري به ددین ټول ستر خدمتونه (په ژبه، سر او مال سره جهاد، تعلیم، تعلم، د ټولنې تعمیر، اسلامي شرعي احکام پلي کول، د الله پر مځکه باندي د الله نظام قائمول اوداسي نور.... به نارینه کوي له همدې کبله خدای پاک ددې قربانیو په مقابل کي د جنت امتیازات و نر ته ورکوي.

۵: په اعمالو کي نر او ښځه سره برابر دي لکه په قرآنکریم کي چي راځي: 

وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِۦ بَعْضَكُمْ عَلٰى بَعْضٍ ۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ (سورت النسآء: ۳۲)

ژباړه: او څه چي الله ستاسي څخه ځينو ته د ځينو نورو په پرتله زيات ورکړيدي، د هغو هيله مه كوئ؛ د نارينه ؤ برخه د هغو له کړنو سره سمه او د ښځو برخه د هغو له کړنو سره سمه ده.

۶: کوم جوړښت چي خدای پاک و ښځې ته ورکړیدی په هغه باندي هره ښځه راضي ده، که خدای پاک دا مور کړې، مېرمن کړې یا خور کړېده خدای پاک دا راضي کړېده، که ښځه په دنیا کي مېرمن وي نو په جنت کي هم په مېرمنتوب نه شرمیږي، که هر څو حوري وي تر ټولو به ددې دنیا ښځه ښایسته او د هغو مشره به وي، هلته په جنت کي ددې دنیا په شان جنجالونه، جنګونه او کړاوونه نسته هلته به نه چټلي وي، نه غم او نه خفګان.

۷: هغه کفري هیوادونه او ټولنې چي د نر او ښځو د مساواتو درواغژنې ادعاوي او دعوي کوي په هغو ټولنو کي هم نر او ښځه سره برابر نه دي زه یو څو بیلګې وړاندي کوم:

الف: په امريکا کې %٧٧ غريبان او بې وځلې ښځې او ماشومان دي .

ب: : د نرانو په نسبت د ښځو عايدات%٦٢ کم دي.

ج: د امريکا د ساينس اکاډمۍ غړي ٨٠٠ دي چي په هغې کې (٩) ښځې دي .

ه: دامريکا په ٢٧٨ نوبل جائزه اخستوونکو کې (٩) ښځې دي .

و: په نيويارک ټايمز کې ٦٢٦ خلک کار کوي چي ٦٤ پکې ښځې دي .

ز: په واشنګتن پوست کې ٣٨٥ نفر کار کوي چي ٧٠ پکې ښځې دي .

ح: په امريکا کې نژدې (١٠٠٠٠) قاضيان يعنى ججان دي چي په هغې کې (٢٠٠) ښځې دي .

ط: په لويديځو هيوادونو کې د ښځو ګډون په سياسي او ټولنيزه ډګرونو کې اوسطاً %٢٠ دې

(Women at the Cross Road)

۸: په جنت کي چي کوم نعمتونه دي لکه څښاک، پوښاک ، خوراک او ماڼۍ ددې څخه نر او ښځه دواړه استفاده کولای سي، داسي نه ده چي نر به یو شی خوري او ښځې ته اجازه نسته وږې او تږې به وي.

یادونه: (د نر او ښځې تو پیر په اسلام او ساینس کي) تر دې سر لیک لاندي پوره یوه څېړنیزه لیکنه زما په چاپ سوي کتاب (اسلام او نوي ساینسي څېړني ۴ ټوک) کي چاپ سوېده، تاسی کولای سئ پوره معلومات هلته و ګورئ.

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "د جنت امتیازات ولي د نر لپاره دي؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article