د ساینس او ټکنالوجئ د ګټو سره سره ( نو قرآن او سنت ولې ورته اهمیت نه ده ورکړی؟)
Sunday, September 5, 2021
Comment
دیوی پوښتنی ځواب :
یو ورور پوښتنه کوی چه د ساینس او ټکنالوجئ د ګټو سره سره ( نو قرآن او سنت ولې ورته اهمیت نه ده ورکړی؟)
.................
دا پوښتنه رښتیا هم په ځواب ارزی ، او ما ته یی ځواب داسی ښکاری چه :
دا صحیح ده چه په شرعی نصوصو کی په مستقیمه توګه په مادی او دنیوی علومو ټټینګار ندی شوی خو داسی شرعی نصوص ډیر دی چه د هغی له مخی فقهاوو دغه علوم فرض کفایی ګڼلی دی . پدی هکله ما د ( اسلام او دنیوی علوم ) په نوم یوه مدلله ليكنه كړی ده چه لوستل به یی بی ګټی نه وی .
او دا چه ولی شرعی نصوصو په دی علومو مباشرة او په مستقیمه توګه ټینګار ندی کړی ما ته یی سبب هغه فقهی قاعده ښکاری چه وايي ( داعية الطبع تجزئ عن تكليف الشرع) او په بله عبارت : ( داعی الطبع اقوی من حکم الشرع ) . پدی معنی چه انسان د خپلو طبیعی غوښتنو د اشباع په خاطر کوم کار کوی نو بیا دی ته اړتیا نه پیدا کیږی چه شریعت امر پری وکړی الا من باب التآکید .
امام شاطبی همدغه معنی داسی یادوی : " الضروريات ضربان: أحدهما ما كان للمكلف فيه حظ عاجل مقصود, كقيام الإنسان بمصالح نفسه وعياله في الاقتيات واتخاذ السكن والمسكن واللباس وما يلحق بها من المتممات كالبيوع والإجارات والأنكحة وغيرها من وجوه الاكتساب التي تقوم بها الهياكل الإنسانية, فلما كان للإنسان فيه حظ عاجل وباعث من نفسه يستدعيه إلى طلب ما يحتاج إليه, وكان ذلك الداعي قويًا جدًا بحيث يحمله قهرًا على ذلك لم يؤكّد عليه الطلب بالنسبة إلى نفسه, بل جعل الاحتراف والتكسب والنكاح على الجملة مطلوبًا طلب الندب لا طلب الوجوب, بل كثيرًا ما يأتي في معرض الإباحة, كقوله: {وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ} [البقرة: 275] , {فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ} [الجمعة: 10] , {لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ} [البقرة: 198] , {قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ} [الأعراف: 32] , {كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ} [البقرة: 172] وما أشبه ذلك, مع أنا لو فرضنا أخذ الناس له كأخذ المندوب بحيث يسعهم جميعًا الترك لأثموا؛ لأن العالم لا يقوم إلا بالتدبير والاكتساب, فهذا من الشارع كالحوالة على ما في الجبلة من الداعي الباعث على الاكتساب, حتى إذا لم يكن فيه حظ أو جهة نازع طبعي أوجبه الشرع عينًا أو كفاية كما لو فرض هذا في نفقة الزوجات والأقارب وما أشبه ذلك " الموافقات ۲/180
اوس می ولیده چه امام نووي هم په خپل روضة الطالبین نومی کتاب کی (7/424 ) پدداسی حال کی چه دنیوی علوم یی فرض کفایه بللی ، همدي سبب ته داسی اشاره کړی ده : "وأما الحرف والصناعات وما به قوام المعايش كالبيع والشراء والحراثة وما لابد منه حتى الحجامة والكنس فالنفوس مجبولة على القيام بها فلا تحتاج إلى حثٍّ عليها وترغيب فيها، لكن لو امتنع الخلق منها أثموا وكانوا ساعين في إهلاك أنفسهم، فهي إذن من فروض الكفاية"
نوځکه علما وایی چه : ولداعية الطبع وما جبل الإنسان عليه مدخل في فروض الكفايات عند كثير من العلماء؛ فإنهم عدوا منها المناكحات والحرف والصناعات وما به قوام المعاش كالبيع والشراء والحراثة وما لا بد منه, وكل هذه وغيرها قد جبلت النفوس على القيام بها, ولو فرض امتناع الخلق منها أثموا كما يقول الزركشي, رحمه الله في كتابه المنثور في القواعد الفقهية 3/37 .
خو دا چه، په ډیری خواشینئ او تاسف سره ، مسلمانانو ولی د انسانی طبعیت په خلاف دنیوی علومو ته شا کړی دا بیا ډیر لاملونه لری چه دلته یی د یادولو ځای نه دی .
عمر عماد
0 Response to "د ساینس او ټکنالوجئ د ګټو سره سره ( نو قرآن او سنت ولې ورته اهمیت نه ده ورکړی؟)"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com