سالم فکر اوکړئ

د الله تعالی دعدالت يوه بېلګه اونمونه!

د الله تعالی دعدالت يوه بېلګه اونمونه!

 دالله تعالی دعدالت يوه بېلګه اونمونه 

ليکوال مولوي نقيب الله منقاد 

موسى عليه السلام يوه ورځ دالله تعالی دمناجات لپاره راووتی، اودالله تعالی څخه ئي وغوښتل چه څرنګه يو کمزوری کس دزورور څخه خپل حق ترلاسه کولای سي، ؟

 الله سبحانه وتعالی :ورته وویل دماځيګر ترلمانځه وروسته فلاني ځای ته ورسه هلته به وګورې چه څرنګه يوکمزوری دزورور څخه خپل حق اخلي. 

 موسى عليه السلام چه هلته ورغی،

 ګوري چه هلته داوبو يوه چينه موجوده ده.ډيري صفااوبه ئي دي.يوکس پرآس سپور راغلی، سړی دآس څخه راکښته سو اوبه ئي وچيښلې اويوه خلته ياغوټه ورسره وه،

 هغه ئي داوبوپرغاړه کښېښوده.اوبه ئي وچښلې غسل ئي وکړی اوبېرته پرآس سپور سو.اوولاړی خوهغه غوټه ئي داوبو پرغاړه پا ته سوه. .

.لږ وخت وروسته يوکوچنی هلک راغلی.اوبه ئي وچيښلې او دالله تعالی حمد ئي ووايئ،کله چه تلی سترګي ئي پرهغه غوټه ولګېدلې کومه چه دآس والاکس څخه پاته سوې وه غوټه چه ئي وکتل ډيره اندازه سره زر اوقيمتي جواهرات.پکي موجود وه.غوټه يي دځان سره واخيسته اوولاړی.،

لږوخت ورسته بيايوبل يوبوډاکس راغلی اواوبه ئي وچښلې.خوداوخت کي هغه دآس سپور کس بيرته راغلی ترڅو خپله غوټه ترلاسه کړي.خوهغه نه معلوميږي نويي بوډاته وويل چه زماغوټه راکړه،

 بوډا ورته وويل چه ماستاغوټه هيڅ نده لېدلې.خودآس سپور سړي ويل چه ستابغير دلته بل څوک ندی راغلی.حتما تااخيستې ده.خوبوډا،انکار کاوه..

دآس سپور سړی ورته په غصه سو.توره ئي پورته کړه اودبوډاسريي غوڅ کړ.

موسی عليه السلام حيران سو ،

چه ياالله داڅه عجبه ده پېسې اوجواهرات چايووړل اوناحقه څوک قتل سو،

 بوډا سړی خوبيخي بې ګناه وو.

الله تعالی ورته وویل چي دغه بوډا کس ډير وخت مخکې ددغه آس والاکس پلار وژلی وو.ده دپلار قاتل هيڅ نه پېژانده.

دغه دی دلته مي موقع ورته برابره کړه.

اودغه ماشوم چه وو دده پلار ددغه آس والاکس سره شل کاله مزدوري کړې وه اودغه کس په ظلم او زورهغه دمزدوری پيسې ځني ګرزولي وې.اوس هغه مړ وو اوماشومان ئي يتيمان وه.اومحتاج وه.دادی دلته مي دهغه ظالم څخه ددوی دپلار حق په دغه طريقه ور.ورساوی.


#سبحان الله الله تعالی ډېر عادل ذات دی.زموږ پر افغانانو چه دغه بده ورځ اودغه غوغا ده اکثر ئي زموږ دظلمونو بې عدالتیو.اوبې لاريو نتيجه ده هرڅوک چه وس پيداکړي چه زړه ئي غواړي هغه کوي.اوخپله وسه ظالم وي. دالله تعالی دامقام.اودالله دګرفت اوانتقام څخه غافل وي.

د الله تعالی دعدالت يوه بېلګه اونمونه!



0 Response to "د الله تعالی دعدالت يوه بېلګه اونمونه!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article