نوی افغانستان له مونږه سه غواړي: ليکوال: وقايت الله وقار!
نوی افغانستان له مونږه سه غواړي: ليکوال: وقايت الله وقار!
«نوی افغانستان له مونږ څه غواړي» د ځوان، هڅاند ليکوال او شاعر مولوي وقايت الله وقار هغه أثر دی چې له روانو حالاتو سره ډېر ښه سمون خوري، باوري يم که چېرې پرې عمل وشي، لرې نه ده چې هيواد به مو رنګين او د سيالانو سيال شي.
دی د ټولنې په نبض آګاه دی، او ډېر ښه درک کولی شي چې د افغانانو اساسي ستونزې څه دي؟ په کتاب کې يې د لويو ستونزو يادونه کړې او حکيمانه حل لارې يې هم په ګوته کړي دي.
ځوان قشر ته يې په ډېره ماهرانه توګه خپلې دندې او مسئولیتونه ور په ګوته کړي دي، دی په دې باوري دی چې که چېرې ځوان نسل په سمه لاره يون پيل کړي؛ نو ټولنه به مو له شته کشالې خلاصی ومومي.
د ځوانانو په اهميت غږېدلی، بيا يې اهداف روښانه کړي.
په تغير يې پيل کړی، ديني پوهه يې ورسره لازمه بللې، ايماني قوت خو ډال شمېري، تېره نړۍ او اوسنۍ نړۍ تر مطالعې لاندې نيسي، راتلونکي ته خوشبين دی، ځوانان تحريک کوي، او په روحونو کې يې د وطنۍ مينې حس ور پوکوي.
د نظر پراخي هم اړينه بولي، رسنيز ډګر يې هم له پامه نه دی غورزولی.
له سياسي بصيرت سربېره عملي خوځښت غوره بولي، اخلاق ترې هم نه دي پاته، يووالی او ټولنيز ژوند خو ورته سره کرښه ده.
او په پای کې یې ځوانان يوې داسې مبارزې ته هڅولي چې بنياد يې په حکمت شوی وي، خو د لټۍ دمې ونلري.
په دومره جالب او زړه راښکونکي بڼه ليکل شوی کتاب دی چې د لوستلو جريان کې درته د وطن جوړونې الهام کوي.
په يقيني توګه ويلای شم که چېرې مو په نوي افغانستان له مونږ څه غواړي کتاب عمل وکړ نو يو سيال او با ثباته افغانستان به ولرو.
په همدې هيله
ګران ورور ته د کتاب چاپ له امله ډېر ډېر مبارک وايم، او د لا نورو پنځونو په هيله يې يم.
۱۴۰۰/۸/۱۵
جلال آباد - نارنج باغ - خپله مېنه
0 Response to "نوی افغانستان له مونږه سه غواړي: ليکوال: وقايت الله وقار!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com