ليکنه او ژباړه ابوبکر صديق: د شاګردانو وړتياوي مۀ وژنئ ، هر انسان کي ځانګړي او جلا وړتياوي دي .!
ليکنه او ژباړه ابوبکر صديق: د شاګردانو وړتياوي مۀ وژنئ ، هر انسان کي ځانګړي او جلا وړتياوي دي .!
وايې د پوهني رياست يو تن مفتش يو مکتب ته د نظارت لپاره وليږۀ ، په لارکی روان وو موټر🚗 ورته خراب شو ،
راښکته شو د موټر بانټ يې پورته کړ ، په هيڅ يې سر نه خلاصيده حيران ورته ودريده .
يو ماشوم يې تر څنګ تيريده تري ويې پوښتل ماما موټر دی خراب شوی ؟
زه درسره مرسته وکړم ؟
مفتش : ولي نه بچی خو ته په موټر جوړولو پوهيږي ؟
ماشوم : هو پلار مي مستري دی او زه ورسره کله کله مرسته کوم مستري خانه کي می چل زده کړي .
ماشوم بانټ ته سر ښکته کړ مفتيش ته يې وويل : هغه کيلياني او رينچونه راواخله ،
ماشوم لګيا دي نټونه خلاصوي او بندوي يې او مفتيش حيران حيران ورته ګوري ، له لږ ځنډ روسته ماشوم مفتش ته وويل : ماما ته اوس موټر چالان کړۀ🚗
موټر يې چي چالان کړ روغ جوړ وو ، مفتش له ماشوم څخه مننه وکړه او ورته يې وويل بچی ته دا وخت مکتب ته ولي نه ځي ؟
ماشوم : مدير صيب ويل نن مکتب ته مفتيش راځي...
نو معلم صيب راته ويل چي ته درس کي بيکاره يې نن مکتب ته مۀ راځه بيرته کور ته لاړ شۀ چي ستا نه پوښتنه ونکړي، نو ځکه پاتي يم 😟
#ژ
#حقيقت : زمونږ د ځوانانو او لوستو خلکو استعدادونه په دغه ډول وژل کيږي ، هوښیارتیا او مهارت فقط په درسي چاپېريال کې ندی، ځيني وخت به انسان په درس سر نه خلاصیږي خو په تخنیکي کارونه به د يو غټ انجينير نه ښه پوهيږي.
نو هر کس په خپل مناسب کار کې ګمارل چي د هغه خپل ذکاوت وړتيا او مهارت روښانه شي او بيا ورڅخه په هماغه مسلک کي ګټه اخيستل دا هوښیارتیا ده.
ځيني وخت په يوه وړه خبره د انسان زړه دومره مات شي چي په ځان بي باوره شي او د غر په اندازه استعداد يې هم خاوري شي .
0 Response to "ليکنه او ژباړه ابوبکر صديق: د شاګردانو وړتياوي مۀ وژنئ ، هر انسان کي ځانګړي او جلا وړتياوي دي .!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com