ساينس او اسلام
ساینس او اسلام
د اټومي قوت (اټومي انرژې\وسلې) د کشف کولو موجد مسلمان سائنس پوه ”جابر بن حیان" دئ چې د "حران" پوهنتون مشر هم وو.
نوموړی په ۱۰۱ هجري کال کې زېږېدلی، د ده په کتاب کي داسي معلومات تحریر شوي دي چي معاصر سائنس پوهان ورته حیران دي.
لیکي: "د پخواني یوناني سائنس پوهانو دا خبره صحت نلري چي وایي د مادې وړه زره (اټوم) مزید نشي وېشل کېدلی، بلکي دا نور هم تقسیم کېدلی شي، دهمدې وړی زرې د تقسیم نه یو داسي قوت په وجود کي راتللی شي چې کولای شي د بغداد ښار نسکور کړي، او دا د الله ج د قدرت د عالماتو نه یوه نښه ده."
په دې ترتیب ویلی شو چي مسلمان سائنس پـوه ”جابر بن حیان“ هغه شخصیت دئ چي په انساني تاریخ کې ئې د لومړي ځل لپاره پر اټمي قوت خبـره کړېده.
مصدر: د اسلام قصه/ مؤرخ: راغب السرجانی
اسلام او ساینس!
همدغه حدیث د اوسنيو ساینس پوهانو او ملحدینو پر مخ یوه کلکه څپیړه ده، کوم څوک چي د اسلام له دومره ريښتینو واقعیتونو خبر خو بیا هم د اسلام په مبارک دین نه مشرف کیږي!!
(إِنَّ مَا بَيْنَ الْمِصْرَاعَيْنِ مِنْ مَصَارِيعِ الْجَنَّةِ لَكَمَا بَيْنَ مَكَّةَ وَهَجَرٍ أَوْ كَمَا بَيْنَ مَكَّةَ وَبُصْرَى) (صحیح مسلم ١٩٤)
رسول الله ﷺ فرمایي: د جنت د دوو دروازو ترمنځ فاصله دومره لویه ده لکه د مکي او هجر تر منځ فاصله او یا د مکې او بصرې تر منځ فاصله.
که څه هم له نن څخه ۱۴۰۰ کاله پخوا نه متریک سیستم وه او نه هم د اندازه کولو کومه بله پرمختللې اله وه، نو دا خبره چې ۱۴۰۰ کاله پخوا رسول الله ﷺ کړي وه، د اوسني عصر مصنوعي سپوږمکۍ د تصویر اخستني ټکنالوجي هم په دي وتوانیده او ثابته یې کړه چې له مکې څخه تر هجر پوري او له مکي څخه تر بصرا پورې فاصله یو شان ده، یعني دغه دواړه فاصلې له مکي څخه په یوه واټن کي پرتې دي.
سبحان الله!!!
0 Response to "ساينس او اسلام"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com