د ملحدینو شکونه او شبهې ناپوه او تشذهنه خلکو ته خطرناکې دي.
د ملحدینو شکونه او شبهې ناپوه اوتشذهنه خلکو ته خطرناکې دي.
شک او شبهه د انسان پر زړه ډېره اغېز کوي او ان عقل یې اغوا کوي او تښتوي، لکه علامة الذهبي دا خبره په دې جمله تعبیرلې ده (الشُّبَه خَطّافَة) خصوصا عقیدوي او ګروهي مسائلو کې شکوک او شبهات ډېر مؤثر او اغېزمن دي، په ځانګړې توګه پر ځوانانو او تشذهنه خلکو خورا بدې اغېزې شندې، ډېر ژر یې تر اغېز لاندې راولي او خامخا بدې پایلې ورته لری. په دې اړه لومړی شرعي حکم او لارښوونې راخلو او وروسته د سلفو ویناوې او سپارښتنې ورپورې نښلوو.
الله جل جلاله رسول الله ﷺ ته هدایت او لارښوونه کوي او ورته فرمایي: اې محمده! کله چې ته هغه خلك وینې چي زموږ په ايتونو کښي نقطې لټوي، نو د هغو له څنګه پاڅېږه، تر دې پوري چي هغوى دا بحثونه پرېږدي، په نورو خبرو پېل وکړي. او كه كله شيطان تا په هېره کښي واچوي، نو چي څه وخت دا خطا احساس کړې، له هغه وروسته بيا د دې ظالمانو څنګ ته مه کښېنه. وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِىٓ ءَايٰتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتّٰى يَخُوضُوا فِى حَدِيثٍ غَيْرِهِۦ ۚ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطٰنُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرٰى مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِينَ. [سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 68]
امام ابن جریر الطبري رحمه الله د دې ایت په تفسیر کې لیکي: (يَخُوضُونَ فِىٓ ءَايٰتِنَا) یعني موږ چې تا ته کوم ایتونه او وحي درنازله کړې ده، مشرکان چې کله د هغو په اړه سپکې خبرې او مسخرې کوي، ښکنځلې او بېځایه غږیدا کوي؛ نو ته مخ ورنه واړوه، ورنه ولاړ شه او مه ورسره کېنه. علماء له دې ایته استنباط کوي چې بې دینه، ملحدین او آیټیسټان چې د دین پر خلاف سپکې، پوچې او د استهزاء خبرې کوي؛ هغوی سره ناسته او د هغو مجلس کې ګډون ناروا او حرام ده، په ځانګړې توګه د بې علمه او تشذهنه ځوانانو لپاره بېخې نه ده په کار ده.
داراز ابو داود رحمه الله پخپل کتاب (سنن ابي داود) کې د دجال په اړه یو حدیث راخیستی، هغه کې یوه جمله داسې راغلې ده چې څوک د دجال د راتګ خبره واوري نو ورنه لېري دې شي، هسې نه چې د هغه خبرې واوري او پرې دوکه شي. (من سمع به فلْينأَ عنه. رواه أبو داود) له دې حدیث نه هم ځینې علماؤ دا قاعده رایستلې ده چې پر مومن واجب ده چې خپل دین، عقیده او زړه دې له شکونو او شبهاتو لېري لري. د دین پر خلاف سپکو او پوچو خبرو نه دې ازاد ګرځي.
ځکه شکونه او شبهې زړونه له چټې وسوسو او اندېښنو ډکوی، بلکې داسې شبهې هم وي چې زړونه تښتوی او زړونو کې هم ډېر داسې زړونه شته چې په معمولي شک او شبهه لړزانده او لالهانده شي او پر دین ثبات یې متزلزل وګرځي. په ځانګړې توګه د کومو زړونو خاوندان چې بېعلمه او ذهنونه یې تش وي هغوی ته دا ډول شکوک او شبهات ځکه خطرناک دي چې هغوی کره او مقنع ځواب نه لري او نه یې بل ځای موندلی شي او یا یې که پیدا هم کړي پرې پوهیږي نه، ځکه هغه ځوابونه دقیق او باریک وي. په دې توګه د شبهاتو او شکونو رحم ته پاتې شی او د ګمراهي لاره خپله کړي. العیاذ بالله
سفيان الثوري رحمه الله وایي: څوک چې د کوم بدعت خبره واوري د خپل مجلس خلکو ته دې نه بیانوي هسې نه د هغوی زړونو کې ځای ونیسي. امام الذهبي رحمه الله د امام الثوري پر دې خبره داسې تبصره کوي: د سلفو اکثره علماء همدا د اتیات خبره کوي، ځکه دوی وایي چې زړونه کمزوري دي او شک و شبه زړه اغېزمنوي او تښتوي. سير أعلام النبلاء (7/ 261).
امام مالک رحمه الله ته یو عالم ورغی، ورته ویې ویل: زه مناظره درسره کوم؟ مالک ورته وویل: که ته راباندې غالب شوې بیا به زه څه کوم؟ هغه ورته وویل: بیا به زما پیروي کوې، امام مالک ورته وویل: که چرته دریم سړی راغی او هغه پر ما او تا دواړو غالب شو، بیا به څه کوو؟ هغه وویل: بیا به دواړه د هغه پیروي کوي. امام رحمه الله ورته وویل: دا به همداسې زه جدلونه او مناظرې وي او له یوې لارې بلې ته به لېږدو؟! امام زیاته کړه د الله دین د دې لپاره نه دی راغلی، ته ځه خپل کار کوه، ستا په څېر شکاکیانو پسې ښوره، زه مې پر خپل دین مطمئن او ډاډه یم. الحمد لله
علامة الذهبي د الریوندي په نوم یوه کس په ژوند لیک کې کاږي: له بدعتیانو سره یې ناسته پاسته ډېره کوله، اخیر ملحد شو! دی زیاتوي: دی به هر وخت له روافضو او ملحدینو سره ګرځېدی، که چا به ملامت کړ چې دې خلکو سره ولې ګرځې؟! ده به ورته وویل: د دې لپاره چې د هغوی خبرې زده کړم، ان تردې چې ایسته ملحد شو او د دین او ملت پر خلاف راپورته شو. سـيـر الأعلام النبلاء ٥٩/٤]
چې خبره ښه روښانه شي باید زیاته کړم چې له شکاکيانو ملحدینو سره له مباحثې او خبرو موږ ځوانان له دې امله نه منعه کوو چې ګواکې د اسلام دلایل سست او کمزړږوري دي، بلکې د دې لپاره چې هغه دلایل خو د هر چا زده نه دي او نه یې هر څوک په منطقي توګه وړاندې کولی شي، بلکې هغه د خاص او کره علماؤ کار دی او د هغوی مسؤلیت دی. دا بحثونه او مناظرې هیڅکله نه د هر چا کار ده او نه یې کولی شي. بلکې عام علماء هم دا دلایل په اغېزمنه توګه نه شي وړاندې کولی، نو یو تشذهنه یا د دوه دری کتابونو په مطالعه مست ځوان به څه وکړای شي؟! بلکې اُلټه به خپله عقیده او ګروهه لړزانده او نیمژوانده کړي.
څرنګه چې زموږ ایمان او عقیده پر کره دلایلو ثابته دي او موږ پر هغه کره باور لرو، بل لور ته لکه موږ وویل: شکوک او شبهات د تشذهنه انسان زړه او ماغزه هیڅکله بې اغېزې نه پریږدي (الشُّبَه خَطّافَة) نو عقیده خو دومره بې ارزښته شی نه ده چې خامخا به یې بې له ضروري علمه او بې له پوره تیاري د شکاکي ملحدانو او آیټیسټانو شکونو او شبهاتو ته وړاندې کوو، پخپلو سترګو مې داسې ځوانان لیدلي دي چې خپلې کمې اندازې پوهې (بضاعة مزجاة) غاره کړي، د الحاد د شکوکو او شبهاتو ډنډ ته لویدلي، هغو شبهاتو یې زړونه ورنه تښتولي، عقیدې یې ورسستې کړې او د الحاد په بوین ډنډ کې هلاکت ته رسوونکې غوپې وهي. الله تعالی مو دې وساتي.
لطفاً د لیکنې په لایک، شیر او کمنټ کې مرسته جاري لرئ، الله تعالی مو په دین او دنیا کې عزتمن لره.
0 Response to "د ملحدینو شکونه او شبهې ناپوه او تشذهنه خلکو ته خطرناکې دي."
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com