غرب کی ولی په ډاروینیزم ډیر تاکید کیږي؟
غرب کی ولی په ډاروینیزم ډیر تاکید کیږي؟؟؟
ایولوشن په غرب کی د الحادیانو عقیده ګرځیدلی ده او تری اوښتل ورته ناممکنه دي. په اوس وخت کی د دوئ الحاد فقط همدا یوه رنګینه شبهه لري چی خلک پری تیر ایستلی شي او بس نوری شبهی یی هسی هوایي فیرونه دي.
دا چی غرب ولی دی تیوري ته ډیر کار کوي مختلف عوامل به لري چی ځیني یی په لاندی ډول دي.
د ساینس د لا پرمختګ سره دوئ اوس دی نتیجی ته رسیدلي او پوئ شوي دي چی د دی کایناتو ترشا څوک شته خو دا چی دوئ انکار تری کوي نو علت یی دا ده چی که دوئ د کایناتو د خالق شتون ومني نو کیدائ شي چی دین(کلیسا) په اروپا کی بیا سر راپورته کړي او د وخت په تیریدو سره واک ته ورسیږي نو دوئ د کلیسا له ډاره هم د خالق د شتوالي منلو ته نه تیاریږي. داسی نشي چی کلیسا واک ته ورسیږي او اروپا بیا منځینیو پیړیو ته بوځي.
همدارنګه په غرب کی د ارتقا نظریه الحادي مافیی ځکه کلکه رانیولی چی دوئ په ځمکه کی د ژوند د رامنځته کیدو لپاره بله توجیه نه لري نو ځکه دوئ مجبور دي چی دی نظریی باندی بی حده ډیر زیات تاکید وکړي، د حقیقت جامه ورواغوندي او خلکو ته د الحاد له زاویی د ژوند په اړه ځواب اووایي.
دغه د داروین نظریه چی میلیونه کلونه مخکی د اوبو منځ کی اول یوه حجره پیدا شوه او ژوند پیل شو... که دغه نظریه اوس وخت کی له الحاد نه حذف کړل شي نو الحاد کی به پاتی څه شی شي؟؟؟
هیڅ!
اوسنی الحاد خو په همدی نظریی ولاړ ده نو ځکه په غرب کی الحاديان مجبوره دي چی د ارتقا په نظریی ډیر تاکید وکړي کني دوئ هم ښه پوهیږي چی د دی نظریی له ختمیدو سره به له نړۍ نه د الحاد ټغر هم ټول شي.
په ۱۹مه پیړۍ کی یوه بله نظریه چی الحاد ډیره تکیه پری کوله هغه د کایناتو د ازلیت او ابدیت نظریه وه یعني کاینات له اوله موجود دي او همدارنګه پائ هم نه لري. دغه نظریه په الحادي ماحول کی یوه منل شوی نظریه وه خو په ۲۰مه پیړۍ کی کله چی ستوري او کهکشانونه په ځیر ځیر سره وکتل شول نو ساینسپوهان دی نتیجی ته ورسیدل چی دا کاینات هم شروع لري د بیګ بینګ په نتیجه کی او هم به پائ ولري.
دغی د بیګ بینګ تیوري چی د کایناتو د ابدیت او ازلیت نظریه یی ختمه کړه نو الحاد هم ورسره سمی مظبوتی جټکی وخوړی نو ځکه اوسنئ الحادي مافیا د ارتقا په نظریی باندی ډیره توجه کوي چی داسی نشي چی د ارتقا نظریه هم راختمه کړي او الحاد توت ته وخیژي.
0 Response to " غرب کی ولی په ډاروینیزم ډیر تاکید کیږي؟"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com