لبراليزم او بې بنسټه بنسټونه
لبراليزم (٣ برخه)
بشري حقوق
د بشري حقوقو (Human Rights) الفاظ د 1948 راهيسي مشهوره شوي دي. دا هغه اخلاق دي چي لبرال ئې د ټولو لپاره(objectively) تجويز کوي, بېله دې چي منبع او اساس ئې دين وګڼل شي. همدغه بشري حقوق لبرالانو اوس خپل اخلاقي تګلاره ګرځولې ده او مسلمانان په کنايه کي په ټکوي. مثال دوى د مسلمانانو د کم راوړلو لپاره دا پوښتني کوي چي ايا موږ د بيان او وينا په ازادۍ باور لرو، ولي په اسلام کي د ارتداد جزاﺀ سته، دا خو د انساني حقونو خلاف عمل دى او نوري ورته پوښتني. هدف ئې دا وي چي يعني بشري حقوق تر اسلامي حقونو غوره ثابت کړي. د بحث په خاطر به تر يو دمه ورسره ومنو چي هو د بشري حقونو خلاف عملونه دي. خو راسئ دې ته ځير شو چي بشري حقوق خپله د څه شي څخه رامنځته شوي دي. په حقيقت کي انساني حقوق د دغه بې ثباته، بې اساسه او کمزوري لبراليزم زيږنده دي کوم چي په خپله کوم اساس نه لري. (د لبراليزم د بنسټ نه درلودلو بحث په تېر پوسټونو کي ذکر شو)
د تاريخي پلوه بشري حقوق لومړى د طبعيي حقونو (Natural Rights) په نوم عام وه. Jeremy Bentham چي خپله لبرال او د utilitarianism وړاندي کونکى وو د طبعيي حقونو د نوم سره اختلاف درلود ځکه نوموړب په دې اند وؤ چي موږ د دې توان نلرو چي يو عمل د ټولو لپاره طبعيي حق وبولو ځکه چي د هغه طبعي واله موږ هيڅ ثابتولاى نشو. نوموړي د طبعيي حقوقو نوم د چټياتو سره مشابه بللى دئ.
د بشري حقوقو الفاظ د دوهمي نړيوال جګړي او 1948 وروسته کثرت و شهرت پيدا کړ او همدغه وخت وو چي بشري حقونه په يو مجلس convention of human rights کي وليکل شوه. شهرت ئې د ملل متحد (UN)چي امريکا پکښي ډېره برخه لري او نورو لويو قوتونو له امله پيدا کړ او د رسنيو (media) په مرسته خپور شوه. د هغه څخه مخکي د لبراليزم د اول سر لپاره د رامنځته کېدلو تر وخته د بشري حقونو د الفاظو څرک ډېر نه ليدل کېدئ. دغه حقوق ډېر وروسته جوړ او اعلان کړل شوه اوبېله دې چي کوم ثبوت او شواهد ورته ولري طبعيي و جهاني (universal يعني د ټولو لپاره) وبلل شوه. اوس داسي وخت ته رسېدلي چي همدغه بشري حقوق د مستعمره کولو لپاره په جبر پر مخ وړي.
نوټ١: د بشري حقوقو په طرحه او تحليل کولو کي هيڅکله زموږ د پوهانو سره سلا نه ده شوې.
نوټ٢: بشري حقوق پر لبراليزم بناﺀ دي چي خپله کوم اساس نلري او په ډېرو مواردو کښي خپل په ځان کي نقيض دي.
ملحد لبرال مکلف دئ چي په لبراليزم کي د مساوات کلمه شرح کړي؟ جان لاک( Locke) خو د خالق د نګاه څخه دا خبره کول، ملحد ئې د کومي منبعې څخه کوي؟
لکچرر: محمد حجاب
ژباړه: منير احمد قلم مل
ژباړه د لکچر د موضوعاتو د بهير له مخي ترتيب سوې ده.
0 Response to "لبراليزم او بې بنسټه بنسټونه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com