د الحاد تعريف او ډولونه (اقسام) ېې
د الحاد تعريف
الحاد په لغت کي له دین نه ګرځیدل، په دین پسې بد ویل، د خدای د وجود څخه منکره کیدل او بې دینۍ ته وايي،
الحاد همدارنګه و کفر، شرک او بت پرستۍ ته هم وايی.
په اصطلاح کي د حق د لارې څخه ګرځیدلو ته الحاد وايي، او هغه څوک چي د حق د لاري څخه وګرځي و دغه کس ته (ملحد) وايي.
الحاد پر دوه ډوله دی:
۱: خاص الحاد: د خدای د یووالي څخه انکار کول او له اسلامه ګرځیدل و دې ته خاص الحاد ویل کیږي. هغه څوک چي د خدای د وجود څخه منکره وي هغه ته ملحد ویل کیږي، ټول الهي دینونه (یهودیت، عیسایت، اسلام) د خدای د وجود قایله او منونکي دي، حتي ټول مشرکین یې مني چي خدای شته؛ و الحاد ته دهریت هم ویل کیږي، ملحدین او دهریان د پخوانیو فلاسفه وو یوه برخه ده، هغوی په دې باور وه چي زمانه (دهر) ازلي ده، هرڅه همدغه زمانه پیداکوي او الله نشته، الیعاذ بالله، که له دوی څخه پوښتنه وشی چي دا زمانه چا پیداکړل بیا هیڅ ځواب نلري.
الحاد په خاصه معنا سره و ارتداد ته هم ویل کیږی، کافر ، مرتد ، دهري او ملحد په ځینو ځایونو کي په یوه معنا سره هم استعمالیږي.

0 Response to "د الحاد تعريف او ډولونه (اقسام) ېې"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com