وقايت الله وقار صيب د وطن په اړه يو غمجن او پر مفهومه شعر.
Wednesday, June 30, 2021
Comment
د وطن په اړه يو غمجن او پر مفهومه شعر.
شعر
څه د سياست لوبغاړو وخوړو څه تا وخوړو
وطڼ لوټ لوټ شو، غاصبانو د دنيا وخوړو
بوره مورکۍ د ځوان شهيد کونډې ته ساندې وايي
د ډېرو غم شيرين وجود د خپل بابا وخوړو
آه مونږ د کوم مظلوم ازار اخيستی داسې چې يو
آه مور وطن نو بيا د کوم مظلوم ښېرا وخوړو
مونږ د يوې ټکې کوربه نه يو، بلا ټکې دي
د زړګي شـــــور مـــــو د بلا ټکو درزا وخوړو
ستا د وجود او بهبود زور هغو ته ښه معلوم دی
وطنه ستا د شتـــــــمنيو بار چې چا وخوړو
په ګران هېواد کې هر چا خپل وسه تخريب کړی دی!
دا صـــحي نه ده چې ملا وخوړو ميا وخوړو
مونږ به تر څــــــو وقاره يو د مرکو وګړي
مشر وينا وخـــــوړو، کشر هم وينا وخوړو
#وقار، جلال آباد ۱۴۰۰/۴/۹
0 Response to "وقايت الله وقار صيب د وطن په اړه يو غمجن او پر مفهومه شعر."
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com