داسې سياره چې د اوسپنې باران پکې کېږي!
*د قدرت عجائب
*داسې سیاره چې د اوســــــپنې باران پکښې کیږي؛
لیکنه: محمدرسول حمزه
ساینسپوهانو یوه ډېره جالبه سیاره کشف کړې ده.
د (WASP-76b) سیاره، په دې سیاره کې تل د اوسپیني بارانونه کیږي، داسې بارانونه لکه تاسو چې پر ځمکه د اوبو بارانونه ګورئ. دا سیاره پر یوه ستوري باندې را څرخي او د پایسیس د ستورو په ګروپ کې موقعیت لري
ددې سیارې د تودوښې درجه °4400 سانتي ګراد ته رسیږي.
سیاره له اوسپني او نورو فلزاتو څخه جوړه ده، په همدې ډېره لوړه د تودوښې درجه کې اوسپنه په بخار (بړاس) بدلیږي، ورورسته د وریځو په شکل فضا ته پورته کیږي، او له هماغه ځایه د باران د څاڅکو په څېر راوریږي.
ددې سیارې ورځنۍ تودوښه °4400 درجو او شپنۍ تودوښه یې °1800 درجو ته رسیږي. په دې سیاره کې په ساعت کې د 11184 میله په سرعت تېز بادونه هم لکیږي. نوموړې سیاره له ځمکې څخه 640 نوري کاله لېري واټن کې ده.
الله تعالی فرمایي؛ [سُوۡرَةُ الشّوریٰ : 12]
لَهُۥ مَقَالِيدُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ ۖ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ
ژباړه: د اسمانونو او ځمکي د خزانو كِليیاني له هماغه سره دي. چا ته یې چي خوښه شي پراخه روزي وركوي او چا ته یې چي خوښه شي لنډه تنګه روزي وركوي. هغه په هر څه پوهیږي.


0 Response to "داسې سياره چې د اوسپنې باران پکې کېږي!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com