چين کې د ښامار سړي موندل.
چين کې د ښامار سړي موندل.
د "ښامار سړي" ځواب؛
لیکوال: محمدرسول حمزه
لرغون پېژندونکو تازه په چـــین کې انسان ته ورته يوه ککرۍ موندلې، چې ددوی په وینا ۱۴۶۰۰۰ لرغونې ده. لرغون پېژندونکو ویلي چې دلته د بیزوګانو نسل د انسان په نسل د اوښتون ورورستۍ مرحله وه، ( یعني داسې مرحله چې بېزوګان د خپل نسل په وروستۍ او انسانان د خپل نسل په لومړي پړاو کې و). دوی دې ککرۍ ته خپل خیالي انځور ورکړی، هغه چې تاسو ګورئ!
د بیزوګانو نسل اوښتل په انسان باندې د تکامل نظریه ده، چې د (ملحدینو) له خوا ترتیب او منل شوې ده. خو ددی دا نظریه ډېره زیاته له حقیقت څخه لیري ده. ځکه الله عزوجل په لومړي سرکې (بابا آدم ع.) له یو ګوټي بویناکه خټي څخه پیداکړ، او نور انسانان یې ټول له نطفې پیدا کړي دي.
کچیري نغوذبالله موږ د محلدینو دا نظریه ومنو، چې انسان د بېزو له نسل څخه طبیعي پرمختګ کړی دی، نو دا پرمختګ ولي اوس په ټپه ولاړ دی، د انسانیت په ټول تاریخ کې هیچا هم په سترګو ندي لیدلي، چې یوه بیزو دي په یوه ښایسته، عقلمند، پوه او ځيرک انسانان بدله شوې وي. اوس هم باید همدا پرمختګ روان وای، د بیزوګانو نسل هم باید تغیر کولای، او پړاو په پړاو د انسانانو نسل ته تبدلېدلای او موږ یې باید شاهدان وای. اوبله دا چې که انسان د بیزو له نسل څخه وای، نو انسان خامخا باید د بیزو په څېر بېعقله او بېعلمه وای، او انسانانو باید نور پرمختګ هم کړی وای او مخته تلای، چې اوس باید له انسانانانو څخه ډیناسوران غوندې موجودات جوړ وای، ځکه نسل یې تغیر مني، نو ولي اوس نسل تغیر نکوي او نه یې یوه زره تغیر کړيدی.
که تاسو پنځوس زره کاله مخکې انسان، اوسنی انسان او پنځوس زره کاله ورورسته راتلونکی انسان ته کتنه وکړئ، نو هیڅوک به هم دا ثابته نکړي چې یوه زره تغیر دې په انسان کې رامنځته شوي او نه به رامنځته شي.《هماغه زړه، دماغ، وینه، هډوکي، غوښه، پوستکی، عقل او هر څه به ولري). او بیزوګان به هم هماغه بیزوګان وي.
او بل دا چې که موږ د بیزو له نسل څخه وای، نو انسان خو ډېر ځیرک دی، بیزوګان باید له موږ څخه دوه ځله ځیرک وای، دا چې اوس دوی زموږ تر واک لاندې ژوند کوي، نو باید موږ ددوی تر واک لاندې ژوند کولای، ځکه موږ به ددوی له نسل څخه وای. (ددوی دا نظریه داسې مثال لري، لکه د مالګي له کان څخه دي آلماس راووځي)، نو کله به امکان ولري!!
دا نظریه بالکل غلطه او له حقیقه زیاته لیري ده.
★ موږ باید ځیرک واوسو چې د ملحد ساینسپوهانو هره نظریه حقیقت نلري، ځکه دوی هغه پوهان دي چې تر شلمې پېړۍ پورې یې ټوله کائنات ابدي بلل. خو ورورسته د قرآن نظریې ته راوګرځېدل، چې کائنات هم پیدائښت، هم پراختیا او هم ختم لري، دوی په شلمه پېړۍ کې بالکل د هغه قرآن آیتونو سره په تائید کړل چې په اوومه پېړۍ کې نازل شوی دی. موږ مسلمانان باید ددوی نظریې د قرآن او حدیث تر لابراتوار وباسو او بیا یې ومنو.
همدارنګه ددوی دا نظریه چې انسان د بیزو له نسل څخه دی، ددوی په منځ کې هم اوس له چلینج سره مخ ده، یوه ستر ساینسي عالم اوس نوې نظریه ورکړې، چې انسان د ځمکې له مخلوق څخه ندی او ښایي له بلې سیارې راغلی وي، دا نظریه پر انټرنیټ خپره شوې او په میلیونو کسانو ډانلوډ کړې ده، نوموړي عالم ډېر دلائل پکښي ځای پر ځای کړي دي. چې زیاتو خلکو تائی کړې هم ده، خو تر اوسه لا منل شوې نده، او ښایي ډېري څيړني ته اړتیا ولري او یاد ولرئ چې دا نظریه یو ورځ دوی پخپله ردوي او تېروتنه به یې ګڼي.
لیکنه د ثواب په نیت یې له ملــګرو شریکه کړئ!
0 Response to "چين کې د ښامار سړي موندل."
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com