لبراليزم او بې بنسټه بنسټونه
لبراليزم (٢ برخه)
ايا لبراليزم (ازاد خواهي) کوم تهداب/بنسټ لري؟
جالبه ده که د John Lock (د لبراليزم بنسټګر) اثار وګورو، وبه وينو چي نوموړي اکثره وخت خداى ته د لبراليزم د منبع لپاره اشاره کړېده. مثال دى وايي چي ټول انسانان ېو ډول او مساوي "تخليق شوي" دي. همداسي کله چي ده خپل کتاب Two Treatises of Government د John Filmer په نامه ېو کس ته ليکئ، دلاليل ئې د بايبل له مخي پر مخ وړل. هدف دا دئ چي د هغه مهال د لبراليزم اکثره انګيرني/شعار ديني منبع درلوده. مثال د لبراليزم دغه جملې "ټول انسانان مساوي او برابر تخليق شوي دي" اصطلاحاتو ته ځير شئ. دغه جمله د لبرالانو لخوا د John Locke د کتاب څخه اخيستل شوې ده او هغه په خپله دين و خداى منونکى وو. خو نن صبا موږ ګورو چي الحاد مخ پر ډيريدو دئ او تاسي به ملحد سياسيون او فعالين ووينئ چي اړوند لبرالي اصطلاحات افاده کوي. مثال لبرالي ملحدين هم داغه وايي چي ټول انسانان يو رکم/ډول پيدا شوي دي. جالبه دا ده چي د لبراليزم موسئس John Lock د لبراليزم مفکوروي تهداب پر دين (بايبل) تکيه کړى وؤ. خو مسئله ملحدانو ته ده. دوى لبراليزم پر کوم اساس تکيه کړى دئ، ځکه چي دوى خو د دين څخه منکره دي. دا هغه پوښتنه ده چي لبرال ئې تر اوسه ګنګس پاته کړى دئ.
ځيني لبرالان وايي چي ټول انسانان "طبعاً" برابر او يو رکم پيدا شوي دي او همدغه د لبراليزم تهداب ګڼي. خو دوى خبر نه دي چي دلته د طبعيي څخه هدف دا دئ چي انسانان د طبعيت حاصل دئ. ساده خبره ده چي د طبعيت د محصول له مخي هيڅوک مساوي، برابر او يو ډول نه دي پيدا شوي. بلکې لا نور به هم منطقي دا وي چي ووايو انسانان د طبعيت د محصول د مخي غير برابر او يو ډول نه دي. ولي؟ ځکه تاسي زما په رکم جګ او چاغ خلګ لرئ. همداسي ډنګر او کوچنى قد لرونکي خلګ هم سته. تاسي خلګ وينى چي په بېل جغرافيو کي پيدا شوي وي او اړوند مختلف فرصتونه لري. همداسي ځيني خلګ معيوب او ځيني روغ پيدا شوي وي. البته په خالصه طبعيي توګه (naturalistically) که ورته وګورو، يو څيز چي پوره پرې ډاډمن او مطمينه يو دا دئ چي ټول انسانان يو ډول نه دي پيدا شوي. حتى که د ډاروين په نظريه کي چي دوى ئې مبلغين هم دي، وڅپړو، انسانان برابر نه دي پيدا شوي بلکې ټول کيسه د مناسب ترين جانداره په بقاﺀ (survival of the first) پوري اړوند ګڼي. نو که اوس هم ملحد ووايي چي انسانان يو ډول پيدا شوي دي، تهداب به ئې غير تعين او ناسوب وي. د لبراليزم دغه بحث چي نن صبا په غربي نړۍ کي هر ځاى او مرکز کي خپور شوى دئ پر داسي څه بناﺀ دئ چي مفکوروي اساسات ئې (دين او خالق) د تاريخ په لړ کي حذف شوي دي.
ملحد لبرال مکلف دئ چي په لبراليزم کي د مساوات کلمه شرح کړي؟ جان لاک( Locke) خو د خالق د نګاه څخه دا خبره کول، ملحد ئې د کومي منبعې څخه کوي؟
لکچرر: محمد حجاب
ژباړه: منير احمد قلم مل
ژباړه د لکچر د موضوعاتو د بهير له مخي ترتيب سوې ده.
0 Response to "لبراليزم او بې بنسټه بنسټونه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com