سالم فکر اوکړئ

لبراليزم او بې بنسټه بنسټونه

لبراليزم او بې بنسټه بنسټونه

 لبراليزم او بې بنسټه بنسټونه (١ برخه) 

د لبراليزم (ازاد خواهي) کلمه خورا په هر مجلس کي ډېره ذکر کيږي. په ځينو سيمو کي ئې د دين بڼه غوره کړې ده. همداسي غربيان ډېر سوالونه کوي چي دين (اسلام) د بشري حقوقو سره په ټکر کي دئ. دغه ډول لبرالان اسلام پخوانى او هم شاتګ ګڼي او د مسلمانانو څخه طمع کوي چي د غربي اخلاقي بهير سره ځان عيار کړي. عيسويانو دغه مزل طئ کړى او اوس مسلمانان هم د لبراليزم کاروان ته اړباسي. خو د لبرالانو دغه ډول برخورد په ځان کي زياتي فرضيې او انګېرني لري چي جدي تحليل ته اړتيا لري.

لومړنۍ موضوع د لبرالزم پر معرفتي (epistimological) اساساتو ده. باېد پوه سو چي د لبراليزم لومړني اصول کوم دي او خپله هغه اصول پر کومو اساساتو بناﺀ دي. د لبراليزم بنسټونه پر څه شي استوار دي؟

د تاريخ له مخي د John Lock (د لبراليزم موسس) څخه بيا تر معاصر لبرال John Rawls پوري که د لبراليزم اثار وپلټو، دوى لبراليزم د خوند او درد پر قانون (hedonistic principle) بنا کړى وو. Hedonistic principle ډېر ساده معنا لري او هغه دا چي اخلاقيات فقط په خوند (لزت) او درد ( رنځ/کړاو) پوري اړه لري. دوى وېل چي د اخلاقو معيار باېد د خوند او خوږ پر قانون بناﺀ سي. هدف ئې دا دى چي خوند باېد په پراخه کچه ډېر کړل سي او درد بايد تر ډېره حد لږ (کم) کړل سي. د دوى په نزد همدغه د اوسېدني تر ټولو اخلاقي لار ده. د خوند او رنځ قانون يو بلي مفکورې utilitarianism ته هم امتداد ورکړى. د دې څخه هدف دا دئ چي د يو ټولني لخوا د اخلاق معيار د هغه سيمي د اکثريت خلګو پر خوند و خوشالي بايد وټاکل سي يعني د ډېرو خلګو لپاره ډېره خوشالي. دوى وايي چي موږ خوند و خوشالي او د هغه لوړتيا د اکثريت خلګو لپاره ټاکو او په عيني حال کي د امکان تر حده د اکثريت لپاره د درد و رنځ کمولو هڅي کوو.

 خو د "ډېره خوشالي د ډېرو خلګو لپاره"' نعره ځيني ناحِس سوي ناقصات په ځان کي لرل. مثال که لس نارينه پر يوې ښځي تيرى کوي, ايا دا به د لبرالزم د اصولو په رڼا کي د منلو وړ وي؟ ځکه چي د ډېرو د لزت او د لږو د رنځ سبب ګرځي. وروسته يو بل فلسوف John Stuart د لبراليزم په اساساتو کي لږ تغير راوستى او د زيان قانون ( Harm Principle) ئې وړاندي کړ. دا قانون وايي چي انسان ازاد او خپلواک دئ چي هر څه کوي، په شرط چي بل انسان ته پکښي زيان نه واړوي. خو بيا هم ډېر سوالونه پيدا کيږي. مثال لواطت يا بله هر غير معمول کړنه به په لبرالزم کي څنګه وي. لبرال وايي صحيح دى بايد لواطت ته اجازه ورکول سي تر هغه چي بل کس ته پکښي زيان نه ورسيږي. کيداى سي دين منونکى ورڅخه پوښتنه وکړي چي لواطت خو غير طبعيي کړنه ده، بايد غير اخلاقي او غيرقانوني وګڼل سي. د لبرال جواب دا دى چي دلته د طبعيي او غير طبعيي خبره نسته بلکې د زيان قانون مهم دى. خو د لواطت ماسېوا نور غير معمول مثالونه به څنګه وي لکه د کور دغړو سره جنسي اړيکي (incest) پالل. د لبرالزم د قوانينو او لبرالي اخلاقو له مخي خو د پلار او زوى، مور او لور، او د وروڼو تر منځ لواطت کوم مشکل نلري. په اکثره لبرال هيوادنو کي بيا هم incest غيرقانوني دى، اما د لبرالي اصولو سره کوم ټکر نلري. که incest غير قانوني وي، نو بيا همجنبازي ولي جايزه کړل سي. خبره په دا ځاى کي ده چي خپله لبرالان د مفکوروي منافقت ښکار دي او د کړنو په اخلاقي او غير اخلاقي بللو کي انتخابي او ترجيحي دي.

دوام په راتلونکو پوسټونو کي

نوټونه

1. لبراليزم د انسان درنښت او احترام ته قايله نه دئ او د حيوانيت رتبې ته ئې رسوي.

2. په لبراليزم کي اخلاقي اساسات پر ډېر خوند او لږ درد بنا دي او ديني اخلاقيات ورته غير ارزښتمن دي. 

لکچرر: محمد حجاب

ژباړه: منير احمد قلم مل

YouTube

ژباړه د لکچر د موضوعاتو د بهير له مخي ترتيب سوې ده.

دوهمه برخه




0 Response to "لبراليزم او بې بنسټه بنسټونه"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article