سالم فکر اوکړئ

وقايت الله وقار صيب شعر د دره نور ولسوالۍ په باره‌ کی!

وقايت الله وقار صيب شعر د دره نور ولسوالۍ په باره‌ کی!

وقايت الله وقار صيب شعر د دره نور ولسوالۍ په باره‌ کی!

ستا په وجود مې د احسان لمر هماغسې پاتې

لکه وطن کې چې شمشاد غر هماغســـې پاتې

ټول اندامونه دې ټوک ټوک د انقلاب لمبو کړل

پښتونه يو دې د غــــــرور سر هماغــسې پاتې

مونږ د نړۍ په هره څـــنډه کې الفت ګورو هی

خو په وطن مو د نفرت شر هماغســــــې پاتې

د شرق او غرب په دربارونو باندې وګرځـــېدو

خو د دعاوو حقيــــــــقي در هماغـــــسې پاتې

د جنګ لپــــاره د پرديو لاسنيــــــوی خوښوي

زما ولس کې د وحـــشت کر هماغســــې پاتې

د ستمونو دروازې دې مسلســـل خلاصېــــږي

خو تړل شوی د رحمـــت ور هماغـــسې پاتې

زما په لوی بدن ښامار خوله لګولې خـــــدايه

که لر زخــمي دی نو ټپي بر هماغســـــې پاتې

وقاره، دلته د تغيير غږ څه اســـــــــانه نه دی

بلا پېړۍ وشوې غلـــــط زوٙر هماغســې پاتې

#وقار

#دره نور 



0 Response to "وقايت الله وقار صيب شعر د دره نور ولسوالۍ په باره‌ کی!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article