مولوي بشير احمد حليمي ليکنه:فکري جګړه لومړې برخه!
((فکری جګړه))
اوله برخه:
فکری جګړه داعجیبه مرموزه جګړه ده حتی ددي جګړي ښکارشوي خلک فکر کوي چي دوی بشپړ آزاد دي او ځانانو ورته دعصر روشنفکران ښکاره کیږی هیڅکله په ځانانو دغلامانو ګمان هم نه کوي:
خو په حقیقت کي فکری جګړی ددوي معنویات؛ ضمیرونه؛ سالم نسل روزنه؛ اتحاد؛ اتفاق؛ ټوټه ټوټه کړی وي؛ او دوي یې دغفلت په خوب؛ د نشنلیزم په سرطاني ناروغۍ اخته کړی وي؛
درشوت؛ په حرامو پیسو یې او دشرعي نظام دمخالفت دوجي یې زړونه ددومره دنفاق زنګو نیولي وي؛ چي بیا پري هیڅ نصیحت اثر نه کوي؛
دغلامي؛ په زنځیر داسی تړل شوی وي چي بیا ورته داسلامي نظام څخه؛ نور باطل؛ لکه سیکولریزم؛ کاپیټلیزم؛ نشنیلیزم؛ همونیزم؛ لالبرالیزم؛ کمونیزم: هندویزم؛ فیمینیزم؛ ډیموکراسی؛ خه ښکاري او زیات ارزښت ورکوي ؛ او باور لري چی همدغه باطلی او طاغوتی لاری به ددوي دخلاصون لاري وي:
خو په حقیقت کي دا دشیطان او دجال لاری دي:
انسي او جني شیطانانو دوي ته ښیسته کړی چي دوی سره به ددوی نسلونه هم دهلاکت کندی ته ګوزار کړی:
ددغو ټولو فتنو علاج دالله په کتاب قران کریم او دنبی علیه صلاة والسلام احادیثو باندی منګولی لګول دي:
او اسلامی نظام ته غاړه کیخودل دې:
رب العلمین دي زمونږ په ژوند په ټوله نړۍ اسلامي نظام قایم کړی:
امین اللهم یارب
لیکنه مولوي بشیراحمد حلیمې
0 Response to "مولوي بشير احمد حليمي ليکنه:فکري جګړه لومړې برخه!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com