ولي په ۶۵۰۰ ژبو کي الله پاک عربي انتخاب کړه؟
سوال: ولي په ۶۵۰۰ ژبو کي الله پاک عربي انتخاب کړه او قرآن کریم یې په عربي ژبه سره راولیږی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
عربي ژبه دټولوژبونه لومړۍ ژبه ده!!!
لومړی انسان سیدنا حضرت آدم علیه السلام چې کله الله جل جلاله پیداکړ هغه په جنت کي ؤاوهغه عربي ژبه ویل،وبل لورته نبی کریم صلی الله علیه وسلم دعربي ژبې دمحبوبیت په اړه فرمایی:
احبواالعرب لثلاث فانی عربیٌ والقرآن عربیٌ ولسان اهل الجنة عربیٌ.
ژباړه: دعربي ژبې سره له دریواړخونومینه پکارده، یوداچې زه (فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم) عربي یم، دویم قران کریم عربي دی اودریم داچې دجنتیانوژبه عربي ده.
دټولوملائیکوژبه عربي ده،کوم احکام چې وملائیکوته ورکول کیږی داټول په عربي دی، کرام کاتبین ملائیکې چې څه لیکئ داټول په عربي دی، دقیامت په ورځ به دحشرپرمیدان باندی ټولې پریکړې په عربي وی، په قبرکي ژبه عربی ده، دادنړۍ ټولې ژبې دحضرت نوح علیه السلام دتوپان څخه وروسته پیداشوی دی، اوپه نړۍ که عربی اوله ژبه ده.
قرانکریم ځکه په عربي ژبه شوچې دعربي ژبې څخه ماسوا دټولې نړۍ ژبې غیر فصیحې ژبې دي، که څه هم په فصاحت سره خبرې په وشي. (قرطبی)
عربي ژبه ولي دقرآن ژبه ده؟
دځمکې پرمخ عربي ژبه یواځنۍ ژبه ده چې پرنحوي اوصرفي اوصولواوبنسټونو باندی جوړه ده، داژبه دومره فصیحه اوپراخه ژبه ده که چيری موږپه پښتوکي وآس ته یونوم لرونوپه عربي ژبه کي ترسلوزیات نومونه لری، که چیری وزمری ته موږیونوم (زمری) لرونوپه عربي کي تر۳۰۰ زیات نومونه لری، وبل لورته دعربي ژبې هرتوری وځانته ریښه اوبنسټ لری، دبیلګې په ډول سره قلم رااخلو:
- (قَلَمَ) دپریکولوپه معنادی لکه په عربی کي چې وایی، قلم الشئ، دیوشی پریکول
- (قَلَّمَ) لږلږپریکول
-(اَلقَلَمُ) دلیکلوقلم، ترڅوچې وتراشل شی اوجوړشی، اوکه جوړنشی نوورته (قصبة اویراعة) ورته وایی.
- (قَلَمٌ) داهغه قلم دی چې جوړشی اولیکلوته چمتوشی.
اوکه موږوبین المللی ژبې انګلیسي ته راشونوهغه تر۱۲ زیاتوژبوڅخه جوړه شوې یوه ژبه ده، چې زیات هغه توري چې ریښه لری ویونانی ژبې اویاونوروژبو ته ځی، همداوجه ده چې انګلیسي ژبه په لیکلو اولوستلوکي ستونځې لری اوګرامرئې هم د ستونځو سره مخامخ دی، وبل لورته که موږدعربي ژبې وګرامر(پښویه، صرف اونحو) ته راشونوپه عربي ژبه کي یوقانون موجوددی دبېلګې په ډول (کل فاعل مرفوع)یعنی هرفاعل به رفع لری، داپه ټوله عربي ژبه کي شتون لری برعکس داسی نه ده لکه دانګلیسی ژبې ګرامرچې په ټوټو دی اویوه لوی بنسټ نلری، داځکه چې دلته په انګلیسي ژبه کې چې دهرې ژبې توري استعمالیږی دهغې ژبې داصولواوګرامر مطابق په انګلیسي ژبه کې هم استعمالیږی.
دعربي ژبې دپراخوالې نمونه
ابن خالویه وایی چې ماپه عربي ژبه کي دښارلپاره (۵۰۰) نومونه یوځای کړیدی، دمارلپاره می (۲۰۰) نومونه یوځای کړیدی اوهمزه اصفهانی وایی چې مادآفتونواومصیبتونونومونه په عربي کي (۴۰۰) یوځای کړیدی، له دې څخه علاوه په عربي ژبه کي داعراب اواشتقاق په بدلیدوسره هره توری ترلس زیاتې معناوې لری، دبیلګې په ډول سره:
حُب، حَب، حِب
قِطر، قَطر، قُطر اوداسی نور...
دامسلمه خبره ده چې عربي ژبه دنړۍ له ټولوژبوڅخه لومړۍ ژبه ده، فصاحت، بلاغت، وسعت اوښه والی ئې بې بېلګې دی، چې دعربي ژبې پرارزښت کتابونه لیکل شویدی.
0 Response to "ولي په ۶۵۰۰ ژبو کي الله پاک عربي انتخاب کړه؟"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com