ايا د اوسني اهل کتابو سره نکاح جائز ده ؟
ايا د اوسني اهل کتابو سره نکاح جائز ده ؟
ځواب: عبدالغفارجُبیر
د کتابیه ښځو سره نکاح کول وامت مسلمه ته په تاریخ کي ډېر تاوانونه رسولي دي، امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه دا حس کړه، او مسلمان حکمرانان یې په خصوصي ډول سره د اهل کتابو سره نکاح کول منع کړل، د حضرت شقیق بن سلمه رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه کله چې و مداین ته ورسېدئ هلته ئې د یوې یهودۍ نجلۍ سره نکاح وکړه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه چې کله خبر شو خبر یې ورکړ او ورته ئې ولیکل چې طلاق ورکړه، حضرت حذیفه رضی الله عنه ورته ولیکل چې ولي ايا دا زما لپاره حرامه ده؟؟؟ امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ورته ولیکل چې حرامه درته نه وایم لیکن ددی خلکو په ښځو کي عموما پاکدامنې او عفت نشته، په دی وجه بېرېږم چې ددې خلکو په ذریعه ستاسو په کورنۍ کښی فحاشي او بدکاري داخله نشی.
د حضرت عمر رضی الله عنه دوهم لیک دادی:
اعزم عليک ان لاتضع کتابی حتی تخلی سبيلها فانی اخاف ان يقتديک المسلمون فيختاروانسآء اهل الذمة لجمالهن وکفی بذالک فتنة لنسآء المسلمين (کتاب الآثار ص ۱۵۶، بحواله معارف القران)
ژباړه: زه و تاته قسم درکوم چې زما ددې لیک نه مخکي چې پخپل لاس کي ئې کښېږدې و هغې (ښځې) ته طلاق ورکړه، ازاده یې کړه ځکه چې زما وېره ده چې نور مسلمانان به هم ستا څخه عبرت واخلي او د ذمیانو کتابیانو ښځو لره به د دوی د ښکلا په وجه سره په مسلمانو ښځو باندی ترجیح ورکړی نو د مسلمانو ښځو لپاره به ددي نه لوی مصیبت بل څه وي.
(ابوبکرجصاص رازی، احکام القرآن ج۱)
ددې واقعې نقل کولو نه وروسته حضرت محمد بن حسن رحمة الله علیه فرمایي چې حنفی فقهاء اختیار لري، چې د اهل کتابیه سره نکاح خو حرامه نه ده لکن د نورو فسادونو له کبله دا ګناه مکروه ده.
غرض داچې د قران، سنت او د صحابه کرامو د عمل مطابق په مسلمانانو لازم دي چې د نن ورځی د کتابیه ښځو سره د نکاح کولو څخه پوره ځانونه وژغوري.
تفسیر معارف القرآن، ۲ټوک، ۱۱۸ مخ
لیکوال: مفتی اعظم مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه.
0 Response to "ايا د اوسني اهل کتابو سره نکاح جائز ده ؟"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com