سالم فکر اوکړئ

منصور الله رحماني ليکنه: انسان وحي ته ولې ضرورت لري؟

منصور الله رحماني ليکنه: انسان وحي ته ولې ضرورت لري؟

#انسان_وحي_ته_ولې_ضرورت_لري؟

ځواب👇

انسان دوه قوی لري .

(۱)قوه شهواني.

(۲)قوه غضباني.

د قوه شهواني معنی يواځې جنسي قوه نده بلکی شهوت حصول او ميلان ته وائي، يعني انسان کې دا خبره پرته ده چې ځيني شيان دي چی حاصل ېې کړي او ځيني شيان دي چې هغې طرف ته انسان طبعا ميلان کوي.

هغه شيان چې انسان ورسره مينه او شوق لري او غواړي چې حاصل ېې کړي هغه اوه(۷) شيان دي.

پنځه(۵)د محسوساتو سره تړلي دي.

دوه (۲) د معنوياتو سره تړلي دي.

محسوساتو څخه 

۱- خوراک 

۲- څښاک 

۳- لباس 

۴- مسکن 

۵- نکاح(يعني جنسي غليظه پوره کول)

دا پنځه هغه خبرې دي چې انسان ددې د حاصلولو کوشش کوي.

خو دوه(۲) خبرې معنوي دي چې انسان هميشه د هغې د حاصلولو هم کوشش کوي.

(۱) د عقيدې او د دين موضوع.

(۲)د مرتبې او د چوکې موضوع.

که تاسو دنيا کې ګورئ چې جګړې ولې راغلي نو تاسو به اوګورئ چې يهود او مسلمانان نښتي، مسلمانان او نصاری نښتي نو جګړه په عقيده او په دين وي ځکه هر يو خپله خپله عقيده حاصلول غواړي نو مينځ کې ېې لانجه راشي دغه شانته ولې جنګ راغلې نو تاسو به اوګورئ چی دغه ولسوالي غواړي دغه بل ولايت غواړي او هغه بل چوکې غواړي نو کله جګړه په مرتبې او په چوکې او په حيثيت راځي.

نو دا اوه(۷) شيان دي چې ددې په وجه لانجه راځي کله د خوراک په وجه، کله د څښاک په وجه، کله د لباس په وجه، کله د مسکن په وجه، کله د نکاح په وجه، دا اوه(۷) هغه خبرې دي چې هر انسان وائي چې زه ېې حاصل کړم خو چې ته کله يو شې حاصلوې او بل ېې هم حاصلوي نو ددې په مابين کې نزاع راځي ته وائې دا شې زه اوخرم او هغه بل وائې چې زه ېې اوخرم .........نو دیکې جنګ جګړه راځي د انسان طبيعت، الله داسې جوړ کړې چې کله کوم شی غواړي او جانب مقابل ستا د غوښتنې په وړاندې خنډ جوړ شي نو دلته انسان کې الله بله قوه ايخودلې چې هغې ته قوه غضباني وائي، هغه غضباني قوه د انسان غواړي چې خپله غوښتنه پوره کړي او د هغه بل مخه اونيسي هر انسان کې دا طبيعت پروت دې او دا ماده پکې پرته ده چې هغه خپله غوښتنه پوره کړي او د بل د غوښتنې مخه اونيسي نو دغې ته په کتو لانجه، جنګ او جګړه جوړه شي.

که ټول انسانان اووائی چې قانون ته هيڅ ضرورت نشته نو مونږه به ورته اووايو چې ته به ضمانت اوکړې چې هيڅ جنګ جګړه به نه راځي او دا خو هلته کيدای شي چې دا اوه(۷) خبرې د انسانانو د مينځ څخه اووځي او چې دا اووځي نو بيا خو انسان، انسان پاتې نشو بيا خو ملائکه شوه بره نظام کې جنګ جګړه نه راځي ځکه هغه دا اوه(۷) شيان نه لري انسانانو کې خاماخا جنګ جګړه راځي ځکه ددې اوه (۷) شيانو تقاضا په انسان کې پرته ده.

کله چې دا ضروري شوه چې د انسانانو په خپل مينځ کې ددې اوو شيانو په وجه جنګ جګړه راځي نو لانجې راځي د هرې لانجې د حل لپاره قانون دې چې قانون نه وي نو لانجه به څنګه حل کوې نو چی کله عقل دا اومنله چې لانجې يقيني دي، عقل دا مني چې د هرې لانجې لپاره حل پکار دې نو راځئ د حل لپاره يو قانون اولټوو، قانون به څوک جوړوي د قانون د جوړوونکي لپاره څلور صفتونه ضرور دي يعني دا هغه خبرې دي چې عقل ېې مني، ګوره مونګه د عقل په رڼا کې خبره کوو چې جانب مقابل ته پرې مونږه قناعت ورکړې شو هغه خلکو ته قناعت ورکړې شو چې څوک قرآن او حديث نه مني او الٰهي وحي ته د قدر په سترګه نه ګوري هغوې ته اووايو چې لانجې به راځي نو چې لانجې راغلې نو د حل لپاره ېې قانون پکار دې، قانون به جوړوي څوک که ته واېې چې قانون زه جوړووم خو ته به ېې راسره منې، نو دا خو ظلم شو، قانون به پارلمان جوړوي دوه سوه (۲۰۰) کسان او د دوه سوه کسانو پريکړه به په مليونو تطبيقېږي نو داخو ظلم شو ځکه ته هم يو انسان ېې او زه هم يو انسان يم، نو ته څنګه خپله خبره په ما منې، نو د قانون د جوړلو لپاره څلور خبرې ضرور دي يعني هغه څوک چې قانون جوړوي هغه بايد دغه څلور صفتونه اولري.


۱- هغه بايد علم محيط اولري 

علم محيط معنا دا ده چې دا کوم قانون پاس کوي ددې په ګټو هم بايد پوه وي، ددې په ضررونو هم بايد پوه وي ، ددې په نتيجه هم بايد پوه وي، ددې په ټول مالها و ماعليها باندې بايد علم اولري علم محيط اولري، دا علم محيط اوس په چا کې شته او په چا کې نشته دا واضحه خبره ده، انسان دا علم نه لري دا صفت يواځي الله کې دې مخلوق کې دا صفت نشته.


۲- قانون جوړوونکې بايد قدرت تامه اولري

 يعني دغه خپل قانون په خلکو اومنلې شي او نافذ ېې کړي ورباندې د قدرت د نه لرلو په صورت کې قانون نه نافذيږي، مونږه په افغانستان کې اوليدل قانون جوړيږي او تطبيقيږي نه، ځکه چې قدرت نشته نو قانون د نفاذ لپاره قدرت تامه ته ضرورت دې.


۳- قانون جوړوونکې بايد غېر جانبدار وي

ځکه د انسان طبيعت داسې جوړ دې چې جانب مقابل قانون جوړ کړي نو ډېر په کرکه ورته ګوري منلو ته ېې تيار نه وي.

همدا وجه ده نن چې کوم قوانين زمونږه په ملک کې جوړيږي دا د جانبدارۍ په شکل کې جوړیږي هيڅ څوک ېې منلو ته تيار ندي.

هر چا ته ښکاره واضحه ده پدې محکمو کې چې کوم قاضيان ناست دي هغه څوک بنديانوي چې افين ېې کرلي وي او خپله دغه قاضي هم افين کرلې وي نو چی جانبدار سړې قانون جوړ کړي نو د هيچا زړه منلو ته نه منقاد کيږي نو دا ضرور ده چې قانون جوړووونکې بايد غېر جانبدار وي، د چا د ډلې، مذهب او قوم هيڅ سره ېې تړاو نه وي، نو دا يواځې د الله څخه بل څوک نشي کېدلې يواځې الله تعالی دې چې صمد دې يواځې الله دې چې لم يلد و لم يولد دې د هغه د چا سره تړاو نشته.


۴- قانون جوړوونکې بايد د شفقت او د ترحم په رڼا کې قانون جوړ کړي

داسې قوانين نه وي چې په ما تحتو باندې يو لوی ظلم جوړ کړي ځکه بيا دې سره انصاف او عدالت نشي راتلې نو مونږه ګورو چې دغه د شفقت ماده يواځې او يواځې په الله کې پرته ده، ځاې په ځاې ځانته لطيف واېې، رحيم واېې، دا ېې د شفقت نومونه دي او ددغې د شفقت په نتيجه کې مونږه ته قوانين جوړوي، راته واېې څلور رکعته فرض کوه چې سفر کې وې نو دوه رکعته کوه، روژه نيسه چې سفر کې وې او مشکل وه خېر دې بيا به ېې اونيسي نو داېې د شفقت قوانين دي، لوی حکم ېې بيان کړ چې آيت (لايکلف الله نفسا الا وسعها)، هيڅ قانون دا ټکې درسره نه مني، آيت (وما جعل عليکم فی الدين من حرج).

نو دا يواځې الله تعالی دې چې دا څلور صفتونه پکې دي نو ځکه د قانون د جوړولو واک يواځې الله تعالی سره دې نو په قرآن کې راځي مَلِکِ النَّاس ، ملک قانون جوړوونکي ته واېې، إِنِ الْحُکْمُ اِلَّا لِلّٰه ، که څوک د فيصلې واک مخلوق ته ورکوي هغه مخلوق ته الله طاغوت ويلې دې، آيت(افحکم الجاهليت يبغون ومن احسن من الله حکما لقوم يوقنون)، د الله د فيصلې نه هخوا بله فيصله نو هغې ته ېې د جاهليت فيصله اوويلې.

دا بايد په ياد اولرو چې پارلمان يواځې د هغو قوانينو د پاس کولو واک لري چې قرآن کريم يا شريعت د هغې امر يا نهي نه وي کړې، چې کوم شريعت کې امر وي د هغې د بدلون واک ددوی سره نشته او چی کوم په شريعت کې نهي وي نو هغې د بدلون واک هم ددوي سره نشته، يواځې مصالحې مرسله و واک ددوی سره شته، مصالحې مرسله څخه مطلب دا دې چې د کومې ولسوالۍ سرک به پښوو يا مثلا د کوم ملک سره به څنګه روابط ساتو يا د کوم ملک سره به ډز بندي کوو او د کوم ملک سره به جنګ اعلانوو دغسې خبرې به د شريعت په رڼا کې سرته رسيږي نو دوي د شريعت چوکاټ ته تغير نشي ورکولې، مأمورات او منهيات نشي تغيرولې.

نو چی کله د قانون جوړولو لپاره څلور شرطونه جوړ شول او څلور واړه الله کې دي نو قانون به الله جوړوي نو قانون همدا وحي ده نو انسان وحي ته ضرورت لري نو خبره مو په همدې کې کوله چې انسان وحي ته ځکه ضرورت لري ځکه چې لانجې به ختموي لانجې به څوک ختموي هغه څوک چې دا څلور صفتونه اولري نو دغه څلور صفتونه یواځی الله کې دي نو د الله لخوا څخه چې کومه وحي راځي همدا قانون دې ددې څخه علاوه چې کوم قانون دې هغه ګټور او مفيد نه واقع کيږي او نه انسان د هغې په رڼا کې په ارامه زندګي کولې شي.

د نورو ملګرو سره ېې شريکه کړئ مننه.

ليکوال: منصور الله رحماني



0 Response to "منصور الله رحماني ليکنه: انسان وحي ته ولې ضرورت لري؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article