سالم فکر اوکړئ

قرآن کریم په حجاز کی ولې راغلې، عربانو ته ولې راغلې، او په عربي ژبه ولی راغلې؟

قرآن کریم په حجاز کی ولې راغلې، عربانو ته ولې راغلې، او په عربي ژبه ولی راغلې؟

درې هغه سوالونه چې بي دينه خلک ېې اکثرا کوي.

(۱) قرآن عظيم الشان په حجاز کې ولې راغلې؟

(۲) قرآن عظيم الشان عربانو ته ولې راغلې؟

(۳) قرآن عظيم الشان په عربۍ ژبه ولې راغلې؟


تشريح: دا درې واړه هغه خبرې دي چې کفارو لدې سره حساسيت لرلو يهودو به ويلې مونږه دا منله چې کتاب به راځي، پيغمبر به راځي خو ليکن هغوې اعتراض دا کوي چې په حجاز کې ولې راغې او عربانو ته ولې راغې او په عربي ژبه ولې راغې.


۱- د اول سوال ځواب!

په حجاز کې ولې راغلې؟

ددې يو څو لاملونه وو:

۱- په حجاز کې ځکه راغلې ځکه چې حجاز تر ټولو لرغونې سيمه وه، په مخ د ځمکه چی لومړنۍ آبادي راڅرګنده شوې وه هغه همدا حجاز وو، نو دا حقداره وه ددې چې آخري کتاب ورته راشي.

۲- مکه مکرمه د ټولې دنيا وسط او مينځ دې او مينځ ددې دنيا کې قرآن راغلو چې ټولې دنيا ته علی السويه تقسيم، نشر او اشاعت ېې اوشي.

۳- په هغه وخت کې غېر د عربو او د حجاز څخه په ټولو ملکونو منظم حکومتونه او نظامونه وو د ايرانيانو منظمه امپراتوري وه، د روميانو منظمه امپراتوري وه، د حبشو منظم حکومت وو، او نوې دعوت او تحريک بايد په داسې ځای کې شروع شي چې منظم نظام نوي موجود چې څوک ېې په منظم ډول مقابلې ته را اوچت نشي ددې لپاره چې هغه دعوت او تحريک په نطفه کې خنسا نشي نو ځکه الله په عربو او حجاز کې دا کار شروع کړ ځکه دوي آزاد قبايل وو او په آزاد قبايل کې دعوت او تحريک په اسانۍ سره چليږي ځکه منظم نظام ېې مقابلې ته نوې ولاړ که اودريږي هم نو هغه وخته پورې دغه تحريک په خپلو خپو اورېدلی وي نو بيا ېې څوک مقابله نشي کولې.

درس: دا مونږه ته اسلام احتياط او تدبيرونه راخاېې چې تاسو د خپل نظام او دعوت لپاره لومړې به کوم ځاې انتخابوۍ.


(۲) د دويم سوال ځواب!

عربانو ته ولې دا وحي راغله؟

ځکه په عربانو کې ځيني داسې صفات وو چې هغې ته په کتو دا ددې وړ وو چې دغه لوی مسؤليت ورته وسپارل شي دا سه آسان کار نه وو.


د عربانو ځيني صفات: 

۱- د سر څخه تېرېدل که تاسو تصور وکړي چې دوی څومره د تورو جنګونه کړي دي نو دا سه آسان کار نه وو دا زروړ قوم وو.

۲- وفادار قوم وو چې تعهد او بيعت به ېې درسره وکړ نو ترڅو پورې چې ښکاره به ېې درته اونه ويل چې بيعت مات دې نو تر هغې به درسره ولاړ وو.

۳- ميلمه پالې قوم وو بې ميلمه به ېې ډوډۍ نه خوړله.

۴-صادق خلک وو دروغجن نه وو.

۵- دوی کې استقلال او حريت وو.

نو دې ټولو صفاتو ته په کتو الله تعالی دغه ځاې انتخاب کړ او اعلان ېې وکړ، آيت(الله عالم حيث يجعل رسالته)

 ژباړه: الله ښه پوهيږي چې په کوم ځای کې دا پيغام مقرروي هغه ځاې ددې وړ دې، هغه قوم ددې وړ دې او هغه ساحه ددې وړ ده.


(۳) د دريم سوال ځواب!

عربي ژبه ورته ولې انتخاب شوه؟

 هغه څوک دا اعتراض نه کوي چې عربي ژبه پېژني ځکه عربي يوه نا اشنا ژبه ده ګڼ داسې خصوصيات او ځانګړتياوې لري چې بله کومه ژبه ېې نه لري.


د عربي ژبې خصوصيات:

۱- په عربۍ کې ترادف او اشتراک شته.

ترادف دا معنی چې ګڼو الفاظو کې يوه معنی وي د يوې معنی لپاره ډېر الفاظ وضع شوي وي چې دا د ژبی په وسعت او پراخۍ دلالت کوي.

اشتراک دا معنی چې يو لفظ کې ډیرې معناګانې وي لفظ يو وي خو ليکن کله يوه معنی او کله بله معنی ورکوي.

مثالونه: د زمري لپاره عربۍ کې زر (۱۰۰۰) نومونه دي زر الفاظ دي خو معنی ېې يوه ده چې زمری، دغه شانته لفظ د عين علماء ېې اويا (۷۰) معناګانې خايې او ځيني ېې لدې څخه هم زياتې خاېې لکه جلس الدين في العين کمثل العين ، جاسوس ته هم عين وايې، لارې ته هم عين واېې، د لمر سترګې ته هم عين واېې، سورلنډي ته هم عين واېې، د زنګانه سترګې ته هم عين واېې، زمونږ او ستاسې دا سترګې چې لاره پرې ګورو ديته هم عين واېې او ذات د شي ته هم عين واېې ګڼې معناګانې ورکوي، د شرابو تقريبا اويا (۷۰) نومونه يا تر دې زيات په عربۍ کې شته، د اوښ لپاره پينځه ويشت (۲۵) نومونه دي، د خال لفظ اوه ویشت (۲۷) معناګانې دي.

دغه ترادف او اشتراک ته په کتو عربي کې دا خصوصيت وو بله ژبه کې دا خصوصيت نه وو.


۲- تثتيه 

په هيڅ ژبه کې تثنيه نشته سړی_سړي........

خو په عربۍ کې تثنيه شته، رجل_رجلان_رجال.

تثنيه: يعني چې په دوو دلالت وکړي دا په بله ژبه کې نشته نورو ژبو کې يا مفرد يا جمع وي او په عربۍ کې مفرد، تثنيه او جمع.


۲- مختلف ضمائر

 په هيڅ ژبه کې دومره ضماير نشته لکه څومره چې په عربۍ ژبه کې دي.

(۱) متصل ضمير

(۲) منفصل ضمير

(۳) مستتر

(۴) بارز

(۵) غايب لپاره درې ضماير

(۶) مخاطب لپاره درې ضماير

(۷) مذکر

(۸) مؤنث 

(۹) متکلم

 حيران به شی دا سيسټم په بله ژبه کې نشته.


۳- زور او زير بدلون 

هيڅ ژبه کې د زور او زېر په بدلون سره معنی نه بدليږي خو عربي دومره حساسه ده چې د يو زور او زير په بدلون سره معنی بدليږي، مثال: يو ځلې امير المؤمنين ته چا اوويل چې مَنْ خَتَنَکَ معنی چا سنت کړې ېې نو هغه حيران شو چې ته دا پوښتنه له ما څخه څنګه کوې نو هغه اوويل فُلَان يهودي معنی يهودي سنت کړی يم نو هغه سړي ورته اوويل چې دا ولې يهودي ته دې لور ورکړې نو امير المؤمنين ورته اوويل چې ساده سړيه داسې اوويه چې مَنْ خَتَنُکَ نو د يو زور او پيښ باندې څومره معنی بدله شوه، دغه شان نور مثالونه هم شته..........

نو ديته په کتو عربي ځانګړتياوې لري چې بله ژبه کې نشته.


۴- ايجاز

قرآن کريم عربي چی کوم ده لنډو الفاظو او په لنډ عبارت کې ډېره معنی ځاي کولې شي يا د علماؤ په تعبير قرآن کريم کې ايجاز شته. ايجاز: الفاظ لنډ معنی ډېره دا په بله ژبه کې نشته.


۵- وجود د اشتقاق 

عربۍ کې يو لفظ ياد کړه او بيا د هغې څخه نورې صيغې جوړوه يو لفظ چې ياد کړې مثلا عربۍ کې وهلو ته ضرب واېې

 ددېنه بيا څوارلس صيغې د ماضي جوړې کړه 

معلومې څوارلس 

مجهولې څوارلس 

بيا څوارلس ترېنه د مضارع جوړې کړه 

معلومې 

 مجهولې 

دغه شانته د اسم فاعل، اسم مفعول ، ظرف، صفت مشبه او دغه شانته د اسم آلې.

او ټول ځانته داسې قوانين لري چې يو لفظ دې ياد کړ نو دا نورې ټولې د قوانينو په رڼا کې جوړولې شې دا قانون په هيڅ ژبه کې نشته نو عربي کې داسې نا اشنا اسرار پراته دي چې حيران به شی ورته نو دې ټولو خبرو ته په کتو ځکه د قرآن لپاره عربي ژبه انتخاب شوه.

ملګرو پوسټ درسره شير کړئ چې ټول پرې پوهه شي مننه.

دعاګانو کې مو ياد ساتئ.

ليکوال✍️ منصور اللّٰه رحماني

 Mansoorullah Rahmani




 

0 Response to "قرآن کریم په حجاز کی ولې راغلې، عربانو ته ولې راغلې، او په عربي ژبه ولی راغلې؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article