سالم فکر اوکړئ

مولوي بشير احمد حليمي ليکنه: فکري جګړه دريمه برخه!

مولوي بشير احمد حليمي ليکنه: فکري جګړه دريمه برخه!

 ((دفکری جګړی دریمه برخه )) 


څومره ښکاره خبره ده چې په همدغه موجوده عصر کي دڅلویښتو زیاتو طاغوتي ملکونو اسلامی هیوادونه اشغال کړل.

دلته یې دسي فکری مریضان پیداکړل چې همدغه اشغال ته جهاد وایې او داشغالګرو مردار شو فوجیانو ته شهیدان وایی.

دسی سپین سترګې غلامان یې وروزل چې وس ورته غلامي دسرو زرو ټوټه ښکاری؛ ښه په لوړ اواز دطاغوت سره ددوستي چغي وهی؛ ددجالۍ قوتونو په دوستي فخر کوي.

ددي غلامانو ضمیر یې دومره وژلي دی؛ چي دخپل ناموس؛ نه تیر دی خو ددوی دوستی پریخودل ورته سخت دی.

دوست ورته دوښمن؛ او دوښمن ورته دوست ښکاری.

په اصل کې دا غلامان؛ نه اسلام ته وفادار دی؛ نه وطن او ولس ته وفادار دی؛ دوی صرف دخپلو بادارنو هغه پروژی سرته رسوی چې ورته سپارل شوی دي؛ دوی هیڅ کله په اسلامی هیوادونو کې بنیادی کارونه نه کوی.

دفکری جګړی مهم هدف دټولني ځوان نسل دی؛ دوي غواړی ځوان نسل څنګه فحاشی ته مخ کړی؛

ددی لپاره دوی په میلونونو روپی دمډلینک په پروژه مصرف کوی؛

ترڅو ځوان نسل په شهوت پرستۍ اخته کړی.

او دقوم پرستۍ چې داومة مسلمه لپاره دسرطانی ناروغۍ نه خطرناکه ده اخته کړی. 

چي بدبختنه تاسو ولیدل چي دوی په دغه برخه کې زیات ځوانان عادت کړل.

حتی ځینی ځوانان دومره سرکش شول چې الحاد ته یې مخه کړه دا دفکری جګړی هغه مرموز نقصان دی 

چې ډیروخت ورسته به پری عام خلک خبر شي.

دیوځوان په صفت تاسوځوانانوته داپیغام لرم چي نن مونږ دالله ج په یولوی امتحان کی راګیر یو طرف دجال لښکری دی او بل طرف د رحمانی لښکری دی رازی درحمان دلښکر طرفدارن شو چې دنیا او اخرت مو ښیسته شي .

طاغوتیان دعسکرې جګړې په پرتله دفکرې جګړې څخه زیاته استفاده اوګټه اخلي.

دطاغوت ددې فکرې جګړې په مقابل کې سپرشی اوددې مقابله په فکرې جګړې سره وکړي اوداسې غاښ ماتونکی ګذار ورکړی چې په آینده کې هم ددوی نوی نسل ورڅخه عبرت واخلي اوپه دې وپوهیږي چې مسلمانان دعسکرې جګړې ترڅنګ په فکرې جګړه کې هم ترچاکم نه دي.

نوټ.

مونږ دکمي سیاسی ډلی؛ یا تنظیم سره اړیکه نه لرو بلکی حقیقت وایو؛ حقیقت اورو؛ دحقیقت لپاره مبارزه کوو؛



0 Response to "مولوي بشير احمد حليمي ليکنه: فکري جګړه دريمه برخه!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article