په هغو هوټلونو کي کار کول چي شراب او د خنزیر غوښې پکښې وي؟
په هغو هوټلونو کي کار کول چي شراب او د خنزیر غوښې پکښې وي
سوال: زه په فرانسه کي د یوه داسي هوټل سره د ډیلیوري کار کوم چي شراب او د خنزیر غوښه پکښې وي، ایا په داسي هوټل کي کار کول درست دي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په داسي هوټلونو کي کار کول چي په ډیلیوري کی یې شراب او د خوګ غوښه وي، په دې کار کول نا جائزه دئ، باید بل حلال کار و موندل سي او د حلال رزق کوښښ وسي.
د شرابو په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لسو کسانو باندي لعنت ویلی دئ:
لعن رسوالله صلی الله علیه وسلم فی الخمر عشرة: عاصرها و معتصرها و شاربها و حاملها و المحمولة الیه و ساقیها و بایعها و آکل ثمنها والمشتری لها والمشتراة له.
(ترمذی عن انس بن مالک رضی الله عنه)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د شرابو متعلق پر لسو کسانو باندي لعنت ویلی دئ، شرابو جوړولو والا، د چا لپاره چي جوړیږي، څیښلو والا، وړولو والا، د چا لپاره چي وړل کیږي، پر ساقي باندي، شرابو خرڅولو والا، پر هغ چا باندي چي شراب ورته خرڅیږي،هغه څوک چي د شرابو پیسې (قیمت) اخلي ...
په بل حدیث شریف کي راځي:
لعن الله الخمر و شاربها و ساقیها و بائعها و مبتاعها و عاصرها و معتصر ها و حاملها و المحمولة الیه.
(عن عبدالله بن عمر رضی الله عنه ابوداؤد، کتب الاشربه، باب العنب یعصر للخمر، حدیث: ۳۶۷۴- ص ۳۲۶- ج ۳، و هکذا: ابن ماجه، ص ۱۱۲۲ ج ۲، کتاب الاشربة، باب لعنت الخمر علی عشرة اوجه، حدیث نمبر: ۳۳۱۸،
ژباړه: خدای پاک پر شرابو، د شرابو پر څیښونکي، پر ساقي، خرڅولو والا، رانیولو والا، جوړولو والا، د چا لپاره چي جوړیږي ، وړولو والا، پر دې ټولو باندي لعنت وايي.
(فقهي مقالات ټوک: ۱، پاڼه: ۲۵۰- ۲۵۵/ لیکوال: شیخ الاسلام محمد تقی عثمانی صاحب، جامع الفتاوی ټوک: ۳، پاڼه: ۱۳۳، آپ کا مسائل اور انکا حل، ټوک: ۷، پاڼه: ۱۸۶، اسلام اور جدید معاشي مسائل ټوک: ۴، پاڼه: ۴۹/ لیکوال: شیخ الاسلام محمد تقی عثمانی صاحب)
0 Response to "په هغو هوټلونو کي کار کول چي شراب او د خنزیر غوښې پکښې وي؟"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com