سالم فکر اوکړئ

ایا فال کتل جائز دی؟

ایا فال کتل جائز دی؟

ایا فال کتل جائز دی؟

سوال: ایا فال کتل جائز دی، څوک یې یو ډول ګوري او څوک یې په کتاب ، څوک یې په قرآنکریم، څوک یې په طوطي ، څو ایا فال کتل جائز دی؟ ک یې په ستورو یا بل ډول ګوري ایا دا جائز کار دی؟ یو کتاب هم د فالنامې په نامه سره سته.

ځواب: عبدالغفار جُبیر

په اسلام هر ډول فال کتل یا معلومول ناجائز دی، هغه که په کتاب کي فال ګوري، ځیني کسان یې په قرآنکریم کي ګوري او څوک یې په یو مرغه باندي ګوري دا ځکه چي فال کتل یا معلومول غیب ویل دي په غیبو صرف یو الله جل جلاله خبر دی او بس، په حدیث شریف کي راځي:

من أتی عرافا فسئله عن شیئ لم تقبل له صلاة اربعین یوما. (صحیح مسلم، حدیث نمبر: ۲۲۳، باب تحریم الکهانة و اتیان الکهان، کتاب السلام، مسند احمد بن حنبل، حدیث: نمبر: ۸۲۸۴)

ژباړه: هغه څوک چي و غیب ویلو والا ته ولاړ سي او د هغه څخه د تېر وخت یا ائنده وخت څه حال تر لاسه کړي ددغه کس تر څلویښتو ورځو پوري لمونځ نه قبلیږی.

په بل حدیث شریف کي راځي: عن ابی هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من اتی کاهنا فصدقه بما یقول ... فقد برئ مما انزل علی محمد صلی الله علیه وسلم. (مشکوة شریف ص: ۳۹۳ باب الکهانة)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که یو څوک نجومي ته ولاړئ او دهغه پر خبره یې باور سو نو دغه کس له هغه څه څخه بېزاره دی چي محمد صلی الله علیه وسلم باندي نازل سویدی.

له همدې کبله فال والا ته ورتلل یا خپله فال معلومول دا ټول سخته ګناه ده، باید مسلمانان ورڅخه پرهېز وکړي دا ځکه چي:

۱: علم الغیب صرف یوه الله جل جلاله لره سته او بس، داچي په راتلونکي کي به څه کیږي په دې هیڅوک خبر نه دی.

۲: که چیري فرضا یو فال په قرآنکریم کي وګوري دا بیا تر ټولو سخته ګناه ده ځکه چي که چیري هغه کار وسي، که چیري هغه کار ددغه کس لپاره شر وي بیا دغه کس و قرآنکریم ته هم بد وايي چي دا کفر دی، تجدید د نکاح او توبه غواړي، نو ځکه په اسلام کي هر ډول فال کتل یا معلومول دا حرام کار دی.

۳: په ستورو سره فال معلومول یا حساب لیکل او فال معلومول دا ټول ناجائز کار دی.

۴: په ګلستان، خواجه حافظ او یا بل کتاب سره فال کتل یا معلومول دا ټول سخته ګناه ده.

(کفایت المفتی ج: ۹، ص: ۲۲۱، ۲۲۲، فتاوی مفتی محمود ج: ۱۱، ص: ۳۵۶، فتاوی فریدیه ج: ۱، ص: ۲۱۳، نجم الفتاوی ج: ۱، ص: ۳۸۰، فتاوی رحیمیه ج: ۱، ص: ۲۶۳ )


 

0 Response to "ایا فال کتل جائز دی؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article