په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۴)
په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۴)
ځواب: عبدالغفار جُبیر
۱۳: د صالحې ښځې عمل د (۷۰) نارينه وو سره برابر دئ:
عَنِ ابن عُمَرَرضي الله عنهماعَنِ النٍّبِي صلی الله علیه وسلم قَالَ وَاِنَّ مَثَلَ عَمَلِ اْلمَرْءَةِ الْمُؤمِنَةِ کَمَثلِ عَمَلِ سَبعِينَ صِدِّيقاً وَاِنْ عَمَلَ الْمَرْءَةِ الْفَاجِرَةِ کَفُجُوْرِاَلْفِ فَاجِرٍ۔
د حضرت ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي د مؤمنې (صالحې) ښځې عمل د اوياؤ(۷۰) صديقينو د عمل سره برابر دئ ۔ او د ګنهکارې ښځې بد عملي د زرو ګنهګارانو د بد عملۍ په شان دئ ۔
۱۴: ښځه به تر نر مخکي و جنت ته ځي:
عن اَبِي اُمَامَةَ رضي الله عنه (مرفوعا) قَالَ يَامَعْشَرَالنِّسْوَانِ اَمَااِنَّ خِيَارَکُنَّ يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ قَبْلَ خِيَارِالرِّجَالِ فَلْيُغْسَلُنَّ وَيُطْبَبْنَ فَيُدْفَعُنَّ اِليٰ اَزْوَاجِهِنَّ عَليٰ بَرَاذِيْنِ الْحُمْرِوَالْصُّفْرِمَعَهُنَّ الْوِلْدَانُ کَاَنَّهُنَّ اللُّؤلُؤُالْمَنْثُوْرُ۔
ژباړه: حضرت ابو امامه رضي الله تعالي عنه فرمايي چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي ای د ښځو ټولګۍ! ياد ساتئ چي کوم څوک په تاسو کي نيکې دي نو هغه به د نيکو خلګو څخه لومړی جنت ته داخليږي بيا(چي کله د هغوی خاوندان راشي نو) هغوی ته به غسل ورکړل شي او خوشبويي به پر ولګول شي او خاوندانو ته به حواله کړل شي د سور او زېړ رنګ پر ښایسته سورليو باندي،او د هغوی سره به بچي وي د خورو ملغلرو په شان ۔
0 Response to "په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۴)"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com