سالم فکر اوکړئ

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۳)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۳)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۳)

ځواب: عبدالغفار جُبیر

۵: ښځه مور ده: 

الله جل جلاله په قرآن کريم کي په واضح ډول سره امر کړيدئ چي د مور او پلار سره ښه سلوک کوئ، د مور او پلار تعظيم کوئ، په ښو کارونو کي د هغو اطاعت کوئ چي دا هرڅه په سورت البقره، سورة النسآء، سورة الانعام، سورة بني اسرائيل، سورة لقمان، سورة العنکبوت او سورة الاحقاف کي بيان شويدي.

په صحيح بخاري او صحيح مسلم کي د حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دئ چي يو کس له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه و پوښتل چي پر ما باندي ډېر د چا د خدمت او ښه سلوک حق شته؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل چي ستا د مور. بيا ئې ورته وويل ستا د مور، بيا ئې ورته وويل ستا د مور، په اخر کي ئې ورته وويل ستا د پلار.

۶: ښځه مېرمن ده:

حضرت ام المؤمنين حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها روايت کوي چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي په مسلمانانو کي هغه کس د بشپړ ايمان خاوند دئ چي ښه اخلاق و لري، په ځانګړي ډول سره د خپلې مېرمنې سره ښه رويه وکړي او لطف او مينه ورسره ولرئ. 

۷: ښځه یا لور وي:

د ابو سعيد خُدري رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه و فرمايل: 

د چا چي درې لوڼې پيدا شي، و هغوی ته ادب ورزده کړي، رحم ورباندي وکړي، او ښه ورسره وکړي ، نو ددې سړي لپاره جنت دئ 

۸: ښځه به یا خور وي:

د حضرت مقداد بن معدي کرب رضي الله عنه څخه روايت دئ چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي وئې فرمايل: الله پر تاسي د ميندو سره د حسن سلوک حکم کړيدئ، بيا ئې د پلرونو په هکله هدايت کړيدئ، او بيا ئې و تاسو ته د نژدې کسانو په هکله فرمايلي دي. له نژدې کسانو څخه مراد ورور او خور ده.

۹: اسلام ښځې ته د میراث حق ورکړیدئ، حال داچي مخکي تر اسلام ښځې نسوای کولای چي میراث یوسي.

۱۰: ښځه چي هر څومرې شتمنه وي کله چي له کوره ووځي (د خاوند کور ته ولاړه شي) نفقه ئې پر خاوند ده.

۱۱: و ښځې ته د خاوند د انتخاب حق ورکول شوی دئ، د دې رضا ضروري ده.

۱۲: که چيري د ښځې خاوند ظالم، ناوړه او بد سړی وي و ښځې ته د خلع حق ورکول شوی دئ.


 

0 Response to "په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۳)"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article