سالم فکر اوکړئ

ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟پنځمه برخه

ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟پنځمه برخه

ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ يا 

 ايا دين د ساينس د علم په واسطه رد کېدلاى سي؟

پنځمه برخه 

د درېمي غلطي انګيرني چي ساينس خامخا د دقت والي سبب ګرځي پاته برخه

دوام

اKarl Popper د قياس په حدودو (problem of induction) ښه اګاه وو. نوموړى وايي چي موږ ساينسي نظريات (scientific theories)حقيقي نه سو ثابتولاى، البته د مطلق فلسفي نګاه څخه. په همدغه خاطر Popper د غلط ثابتېدني (falsification) اصل وړاندي کړ. د دې اصطلاح هدف دا دئ چي ساينسي نظريات هيڅکله په مطلق ډول کاملً ريښتني نه سي ثابتېدلاى بلکې فقط د غلط ثابتېدني انتخاب (option) په ځان کي لري. يا کوم ساينسي علم چي لرو، د هغه څخه ځيني نظريات باطل ثابتيدلاى سي مګر د همدغه ساينسي علم هيڅ برخه په مطلق ډول حقيقي نسي ثابتېدلاى.


که يوه نظريه دا ادعا په ځان کي ولري چي يو څيز يا يو پديده په خاصو شرايطو کي مشاهده کوي او د هغه سربېره د داسي څه سره مخ سي چي په هماغه ټاکل سويو شرايطو کي ئې مشاهده نه کړي، نظريه غلط ثابت ده. همدغه ته په ساينسي تګلاري کي (غلط ثابتول) falsification وايي. 

مثال زه يو نظريه لرم چي ټول مرغان چي د جمعې په ورځ مړه کيږي، د الوتني په دوران کي مړه کيږي. څنګه به دا نظريه غلطه ثابته کړو؟ کله چي داسي يو مارغه ووينو چي د جمعې په ورځ په نا الوتلي حالت کي وي، پر مځکه روان وي او مړ سي. نور دا نظريه غلطه ثابته سوه. همداسي هره ساينسي نظريه هر وخت د داسي نوي مشاهدې سره مخامخ کيدلاى سي چي پر همغه ځاى د پخواني نظرياتو د منل سويو نتايجو د خاتمې سبب ګرځي.


ساينس استدلال د طبيعي ميکانزمونو لپاره پکار وړي. موخه ئې دا ده چي نړۍ څنګه کار کوي. قران کريم هم ځيني وختونه د طبعيي پديدو څخه بحث کوي. او حتمي ده چي په ځينو نتاېجو کي به سره په ټکر کي وي. نو چي کله هم داسي يو اختلاف پيدا سي، دا به ډير غير منطقي وي چي راساً د قران کريم د آيت څخه انکار وشي، ځکه چي د ساينس نتايج هر کله تغير کولاى سي. ښه مثال ئې دا دئ چي تر 1950 کلونو پوري د Einstein په شمول ساينسپوهانو د هغه وخت د مشاهداتو او ډېټا (Data) په رڼا کي کائنات ابدي ګڼلى وو يعني د دوى په قول ئې مبدا نه درلوده. خو قران کريم د دغه خبري سره هم ږغي نه کول او ښکاره وايي چي کاينات پيل درلود. وروسته د قوي (telescopes) دوربينانو د استعمال پواسطه ساينسپوهانو د ستري چاودني (big bang) نظريه وړاندي کړه او د کاينات د پيل پر نقطې موافق سوه. 


ژباړه: منير احمد قلم مل

لېکچرر: Hamza Tsortzis

YouTube


اوله برخه:

 https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2935080323378404&id=100006293948297


دوېمه برخه

https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/545340739932783/


درېمه برخه

https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/546175983182592/


څلرمه برخه

https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/548061866327337/

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟پنځمه برخه"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article